د اسلامي فتوحاتو په وړاندي د عيسوي طاغوتيانو متقابل اقدامات(۸)

د اسلامي فتوحاتو د لړۍ اتمه برخه

عبدالمالک همت

     د اسلام له هماغه لمر راختو څخه چي هغو مستضعفو او مظلومو وګړو كوم چي د اسلام په بركت د عيسوي او نورو کفارو د پېړيو پېړيو ظلمونو څخه ژغورل سوي وه د اسلام بیرغ او ډېوې را واخيستې او د نړۍ ګوټ ګوټ ته يې د دغو رڼاوو د خپرولو په لړ كي اروپا هم رڼا او روښانه كول او د اسلام مبارك دين يې ور رساوه. نو د دغه بهير په بېلو بېلو پړاوونو کي ډېر عيسويان او د نورو اديانو پيروان، چي واکمنان، مذهبي اشخاص، ولسونه او افراد پکښي راځي د اسلام د حقانيت او د تحريف سوي او منسوخ سوي عيسويت او نورو دينونو د عدم حقانيت په درکولو سره او د ډول ډول ځناورانه ظلمونو او اسارتونو څخه د ځانونو د خلاصون په موخه د اسلام په مقدس دين مشرف سول او اسلام هره خوا خپور او پلى سو او د ډېرو ولسونو له پښو او ذهنونو او فکرونو څخه يې د ظلم، اسارت او د بنده د بنده ګۍ د پېړيو پېړيو زنځيرونه او زولنې ليري او ايسته وغورځولې.

     څنګه چي د اسلام د دې سوبو له امله پر لوېديځ او نورو ځايونو باندي بېلابېل سياسي، مذهبي، فرهنګي اقتصادي او ټولنيز فشارونه راغله، نو د هغو په وړاندي د ځمکي د مخ ټولو مادي او طاغوت پالو ځواکونو ، په تېره د لوېديځ د بېلو بېلو برخو واکمنو، شتمنو او د دوى چوپړيانو کليساوالو شديد عکس العمل وښود. دغو ابليسيانو د اسلام پر مبارک دين دونه تورونه او بهتانونه وتپل چي پر بل هيڅ دين يې نه دي لګولي . دا ځکه چي نورو مذاهبو نه د لوېديځ سره ډغري وهلي دي او نه هغه ته د اسلام په شان خطرناک جوت سوي دي. ځکه نو لومړى بېره، بيا دښمني او تعصب هغه عناصر وه چي د اسلام په هکله يې لوېديز تصور او کړنلار وټاکل. اسلامي عقايد د دښمن عقايد وبلل سول، نو که ناسم نه وه، مشکوک خو نو هرومرو وه.

     په پيل کي د ميروونجين(١) تر پېره دغه عکس العمل دونه تند نه وو. دغه راز د کارولنجين(٢)پېر په ليکنو کي د اسلام په نسبت د لوېديځ دوديز تريخوالى او کرکي نه ليدل کيږي. خو کله چي آل اغلبو سيسلي فتح کړه (٨٢٧ع. تر ٨٣١ع. پوري ) او پر ايټاليه يې بريدونه پيل کړل او هلته يې خپل امارتونه تاسيس کړل، په ٨٤٦ع.کال يې د عيسويانو مقدس ښار روم کلابند کړ او هغه ته نژدې يې يوه غرنۍ کلا ګاري ګليانو (Gary Galliano) خپل مرکز وټاکى، نو عيسوي واکمن اوکليساوال سخت پرېشانه سول. په ٨٧٥ع.کال چي عربو دوهم ځل پر روم بريد وکړ، نو د اسلام سره د لوېديزيانو او د هغو د واکمنو دښمني په حقيقي توګه پيل سوه. واکمنو او کليسا په پوهه او ارادي توګه د اسلام په خلاف تبليغات پيل کړل. لومړى دا کار د دفاع په موخه وو، خو څه مهال وروسته يې د تېري بڼه خپله کړه.

طاغوتي پروپاګنډ :

     لکه چي موږ پوهيږو د عيسوي مادي پالو واکمنو او د هغو د همږغو او چوپړوالو کليساوالو د هغو تحريفونو له امله چي د دوى د ګټو، شهوتونو او زورزياتيو د تامين او ساتلو په موخه په عيسوي ديانت کي وسول، عيسوي دين په ډېرو مواردو کي له خپلي اصلي بڼي څخه واوښت. په دې دين کي د لوى څښتن له اوامرو او د عيسى عليه السلام له لارښوونو څخه ډېر لږ څه پاته سول. چي بالاخره يې منښت، اغېز او جذب يوازي د تبليغاتو له امله سو. په کوم پېر کي چي اسلام مهذبي او متمدني سيمي په خپله رڼا روښانولې، په همدغه دور کي تحريف سوي عيسويت جرمن نيم وحشي او نامتمدن ولسونه د تبليغ په زور عيسوي کول. دغه ولسونه د علم او فکر څخه پردي وه. په کومه چټکتيا چي دوى خپله پلرنۍ بت پالنه پرېښوول او کاتوليک مذهب يې ومانه له هغې څخه څرګنديږي چي هغوى له تبليغ څخه په ډېره آسانۍ اغېزمن کېدل.

     واکمن او کليساوال د تبليغ له ځواک څخه ښه خبر وه. همدا پروپاګند وو چي بابلي او آشوري پوځي تهذيبونه يې پوپنا کړل. پخپله د عيسوي ټولني رامنځ ته کېده او د لوېديځ موجوديت د همدې پروپاګنډ له برکته دى. پروپاګنډ يوه جنګي وسله ده چي بې واکو او کمزورو ټولنو ته فرهنګي شعور بخښي او ځواک او مقاومت پکښي پيدا کوي.         

    عيسوي واکمنو او کليسا د اسلام پر ضد د تبليغ وسله په ډېره اغېزمنه توګه وکارول او د لوېديزيانو، په هغو کي د ناپوهو او د مذهبي تعصب او لېونتوب په ناروغي اخته ساکښانو ذهنونه يې تر دې کچي متاثر کړل چي تر اوسه يې د اسلام مخالفت له ذهنونو څخه نه دى وتلى، بلکي په ډېره خشنه توګه ادامه ورکوي. په دې کار کي صحت او صداقت يا د علمي ديانت په نامه هيڅ شي وجود نه درلود. دا په حقيقت کي جنګي پروپاکنډ وو. چي د هغه په ذريعه يې د لوېديزي ټولني ټيټي حوصلې د کرکو په وسيله را پارولې. دې پروپاګنډ ته يې دفاعي ځواک ورکړ، د هغه په مرسته يې لوېديځ د تېري او تجاوز پر لار روان کړ او د دې تېري لپاره يې د لوېديځ په عقايدو کي اوږد مهالي بدلونونه راوستل.

د منحرف عيسويت په عقايدو کي ترميم او د جګړې عقيده :

     د يوناني ثنويت ( دوو خدايانو د منني) او وثنيت ( بت پالني) تر اغېزي لاندي عيسوي واکمنو او کليسا د عيسويت له څرګندېدو څخه تر اتوسوو کالو پوري د نظرياتي دولت په هکله هيڅ تصور هم نه درلود. خو کله چي يې د اسلام سره اړيکي ټينګي سوې، په نهمه عيسوي پېړۍ کي يې د اسلام د نظرياتي هيواد په پيروي ” د لوېديځ مسيحي جمهوريت “ بنسټ کښېښود. عيسويت د تشدد نه کولو دين وو. تېري او تجاوز د دې دين د اصولو او تعليماتو سره منافات درلود او جنګ جګړه د دوى په دين کي ستره ګناه بلل کېده.

     د عقيدې دغه بدلون او ترميم ” د سپېڅلو جګړو “ د په لار اچولو لپاره لومړۍ زينه وه. له دې څخه په عيسوي الهياتو کي د په اصطلاح سپېڅلو جګړو ور پرانيستل سو.لنډه دا چي مادي پالو واکمنو او کليسا لوېديځ ته د جګړې يوه اغېزمنه نظريه ورکړه، چي اغېزي يې ډېر ژر څرګندي سوې. په اسپانيه کي د مغلوبو عيسويانو د تعصب او لېونتوب غورځنګ را منځ ته سو. او په يوولسمه پېړۍ کي د پاپ په يوه ناره تر صليبي رپي (بيرغ)لاندي پر ختيځ باندي ستر مصيبت راغى. د ختيځ له آسمانه د صليب ورېځو په ټولېدو سره د مغولو ناتار اسلامي نړۍ ټوکر ټوکر کړه. د دې ناورين په را پاڅېدو کي هم عيسوي طاغوتيانو لاس درلود او بيا د عثماني اسلامي واکمنۍ پر ضد او ورپسې پر نورو هيوادونو باندي د تېري او ښکېلاک لپاره بېل بېل لوېديز صليبي ځواکونه لاس په کار سول او اوس دادى د دې صليبي وسله والو او فرهنګي تېريو او مظالمو مسؤوليت امريکې او د هغې نورو انډيوالانو پر غاړه اخيستى دى.

په اسپانيه کي د اسلام پر ضد د کرکو تحريک :

     په لوېديځ کي اسپانيه هغه ځاى دى چي مسلمانانو اته سوه کاله حکومت پر وکړ. دلته په دې اوږده موده کي اسلامي او عيسوي فرهنګونه دواړه څنګ پر څنګ موجود وه. مسلمانانو دلته د خپل پايښت لپاره کوښښونه کول، خو عيسويانو تل دا هڅه کول چي مسلمانان له واکه را وپرځوي. لکه چي د عيسويانو د منځنيو پېړيو ملي اتل هغه څوک بلل کيږي چي په يو ډول نه يو ډول يې د مسلمان پايښت ته تاوان  رسولى وي. په دې هکله د عيسويانو ډېر غوره اتلان سډ(Ei Cid)، رولينډ، شارلمين، الفانسو، فرډينينډ او د هغه مېرمن ازابيل دي.

     دغه مهال په ځينو عيسوي واکمنيو کي مسلمانان هم اوسېدل، د عيسوي واکمنو لخوا به کوښښ کېدى چي د دوى د فرهنګ مستقل حيثيت ختم کړي. خو د دې په خلاف په اسلامي سلطنت کي عيسويانو بشپړه مذهبي، ټولنيزه او اقتصادي آزادي درلوده. اما څنګه چي د عيسوي واکمنو او کليساوالو لخوا د اسلام پر ضد ډېر ترخه تبليغات په لار اچول سوي وه، نو د دغو تبليغاتو تر اغېز لاندي په ٨٥٠ع.کال د اسلام پر ضد د کرکي يو تند تحريک په لاره واچول سو، چي بنسټ يې ټول پر تعصب، نفرت او کليسايي پروپاګنډ ولاړ وو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د