افغانستان

طالبان: د تاجکستان په شمول ټولو ګاونډیو هیوادونو ته د ضرر نه رسولو ډاډ ورکوو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۸مه، ۱۳۹۵ل): د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد نن ټکي اسيا ته په رالېږلې خبر پاڼه کې ویلي چې پنځلس ورځې وړاندې يوه ډله قاچاقچيانو د تاجکستان پولې ته يوه اندازه ممنوعه توکي انتقالول چې د تاجکستان د سرحدي ځواکونو له خوا يې مخه نيول شوې وه چې وروسته نښته را منځته شوه.

نوموړي هغه راپورونه رد کړه چې ګواکې طالبانو په کندز ولايت کې د تاجکستان له سرحدي ځواکونو سره جګړه کړې.

مجاهد ویلي چې ددوی جنګیالي د ګاونډیو هیوادونو سره د جنجالونو را پیدا کولو اجازه نه لري، هغه وویل :«د تاجکستان په ګډون ټولو همسایه هیوادونو ته ډاډ ورکوو چې اسلامي امارت همسایه هیوادونو ته دهیڅ راز ضرر رسولو اراده نه لري».
د کندز ولايت چې له تاجکستان سره ګډه پوله لري تر ډیره ځنګلي سيمه ده چې قاچاقبران له دغې سيمې څخه په قاچاق او ناقانونه تګ راتګ کې استفاده کوي؛ خو طالبانو ويلي چې دوی په دغه سيمه کې ددغه قاچاقبرانو په مخنيوي کې تر ممکن حده خپل مسووليت اداء کړي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x