
اشرف غني: د اقینې رېل لار د دوو هېوادونو د دوستۍ نښه ده
نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۸مه، ۱۳۹۵ل): د اقینې بندر د پرانیستې مراسمو کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، چې دا دواړو هېوادونو د دوستۍ ښکاره نښه ده.
دغه رېللاره چې د ترکمنستان له اتامراد سیمې د فاریاب تر اقینې پورې غځېږي، په اقتصادي برخه کې لویه لاسته راوړنه بلل کېږي.
د دې لارې اوږدوالی ۳،۵ کیلو متره ده، چې ټول لګښت يې ۳۵۰ میلیونه ډالره کېږي او د اسیا پراختيايي بانک ورته غاړه ايښې.
پر همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې افغان ولسمشر د ترکمنستان ولسمشر قربانقلی بردی محمدوف ته یو دولتي مډال ورکړ او هغه پر فخري دوکتورا ونازاوه.
ویل کېږي د دې لارې پرانیسته به د افغانستان پر اقتصاد لوړه اغېزه ولري.