افغانستان

طالبانو د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې دوه امریکایان وژلي؛ یو سپی او وسلې یې ترې نیولي دي

نن ټکی آسیا: نن سهار وختې د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ په کلمان او سنګر غرنیو سېمو کې د چاڼیزو عملیاتو پر مهال دوه امریکايي پوځيان وژل شوي، یو سپی او دوه مېله وسله یې د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.
په کابل کې د ایساف مطبوعاتي دفتر هم د افغانستان په ختیځ کې د خپل یوه سرتېري وژنه تائید کړه خو د پېښي د ځای – ځایکي او نورو جزیاتو په اړه یې څه نه دي ویلي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکي آسیا ته په را لېږلې خبرپاڼه کې د امریکايي ځواکونو عملیات مني او وايي د دوی په ځوابي بریدونو او کمینونو کې یې دوه امریکايي عسکر وژلي او یو سپی، څو چانټې، دوربینونه او دوه مېله امریکايي وسلې هم ولجه کړي دي.
ویل کېږي له امریکايي ځواکونو سره تر وسله والې نښتې وروسته په سېمه کې امریکايي الوتکو بمبارۍ کړې ؛خو د تلفاتو په باب یې جزیات نه دي په ډاګه شوي.البته طالبانو د خپل دوو ملګري د سر سري ټپې کېدا پخلی کړی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x