د اقینې بندر د پرانیستې مراسمو امنیت طالبانو نیولی و

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۸مه، ۱۳۹۵ل): د اقینې بندر د پرانیستې د مراسمو لپاره د امنیتي خوندیتوب په برخه کې طالبانو هم د هوکړې ټټر وهلی و.

په فارياب کې مېشت طالبان وايي چې مشرانو يې ورته د دې مراسمو د خوندیتوب مسوولیت سپارلی و او دوی هم خپلې هڅې نه دي سپمولې.

د سرچينې په قول د دې مراسمو د خوندیتوب لپاره يې خپل لسګونه سر تېري ګمارلي و او خپل مسوولیت يې په ښه توګه ترسره کړی دی.

د دوی په خبره ترکمنستاني مشرانو د دوی له سیاسي دفتر سره اړیکه نیولې وه، هغوی ورته د ملي پروژو د خوندیتوب ډاډ ورکړی و او دوی هم دا مسوولیت سم ترسره کړی دی.

که څه هم دولتي سرچينې وايي چې د دې مراسمو لپاره دوی هم په شمال کې د عامه نظم د شپږمې لوا د قومندان تر مشرۍ لاندې ۱۸۰ عسکر ګمارلي و، خو بیا هم ترکمنستاني مشرانو د طالبانو موافقت اړین بللی وو.

ویل کېږي ترکمنستاني مشرانو له طالبانو سره د ګازو د نل لیکې په اړه هم خبرې کړې او هغوی ورته د خوندیتوب لپاره سینه ډبولې ده.

د شنونکو په باور په نظامي برخه کې د طالبانو پرمختګونه او په سیاسي برخه کې د دوی اړیکې د دې علت شوې دي، چې د سیمې هېوادونه يې د یو منظم حکومت په توګه پېژني او په ګڼو ملي او لویو اقتصادي پروژو کې له دوی سره خبره شریکول مهم بولي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
هارون ناصری
میلمه
هارون ناصری

که طالبان داسی انسانی کارونه کوی او ځان افغانان بولی بیا ولی د هیواد او خلګو په ضد جګړه کوی
بیا ولی سرکونه پلونه عامه تاسیسات ورانوی
بیا ولی افغانان وژنی
بیا ولی د هیواد دګټو لپاره کار نه کوی
خو دا ټول دروغ دی دوی تل له ابادی کرکه کړی او له ورانی سره یی مینه ده که نه تاریخ ددی خبری شاهد ده

mayak khan
میلمه

هارون خانه طالب ریښتونی افغان دی کله ئې هم له افغانیت څخه دنورو په څیر انکار ندی کړی،کله ئې دافغانستان شتمنی ندي لوت کړې کله ئې هم دپردیو لياره هیواد ندی وران کړی، او که ته دپردیو یرغلګرو په مقابله کښې چهاد ته وران کارې وائې نو دغه وران کاري په افغانستان کښې طالب ندی پیل کړې بلکه له څلورو لسیزو را هسې دپردي یر غل په مقابل کښې دغه مقدس جها د روان دی، هو کې دجها د به تعریف کښې راځي چې تخریب البلاد لا علاء الکلمة الحق،نو اوس ته که دآبادي په موخه د خدای دین پریږدې… نور لوستل »