نړۍ

اسراییلو کې د اور لمبې له پنځو ورځو راهیسې لا هم تازه دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۸مه، ۱۳۹۵ل): د اسراييلو په حیفا ښار کې د اور ژبغړاندې لمبې نږدې اوونۍ پوره کوي، خو لا يې هم تاو نه دی ختلی.

د اسراييلي نیوز دوه، په نوم رسنۍ ویلي چې دغه اور د نومبر میاشتې له ۲۲مې راهیسې روان دی او تر اوسه يې سلګونه کورنه ايره کړي دي.

د سرچینې په وینا د اور له سیمو نه شاوخوا ۸۰ زره تنه بې ځایه کېدو ته اړ شوي دي او تر سلو ډېر نور يې ټپیان کړي دي.

رسنۍ د مالي اړه څه نه دي ويلي، خو ويلي يې دي چې دې اور ۱۶۰۰ جوړې سره جلا کړې دي.

د اسراييلي نیوز دوه، په حواله په دې اور کې د ۱۶۰۰ جوړو نکاح خطونه ایره شوي چې ورسره سم یهودي روحانيونو د دوی نکاح ګانې شلېدلې اعلان کړې دي.

یهودي روحانیونو ویلي هغه ښځه او نر چې د واده نکاح خط يې په اور کې لوخړه شوی، نور د یو ځای کېدو حق نه لري او دوی باید سره جلا شي.

یاده دې وي خواله رسنیو کې د حیفا ښار کې د لګېدلي اور په اړه پرلپسې معلومات شریکېږي، خو ګڼې رسنۍ په اسراییلو کې د دې پېښې په اړه چوپه خوله دي.

د يهودي عالمانو په وينا دا د الله جل جلاله غضب دی او په وينا يې دوی بیا په سینا کې پر دوی د راغلي عذاب تجربه تکراروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
wali khan

شکر خدایه

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx