افغانستان

طالبانو په بدخشان کې خپل د ځواکونو ویډیو خپره کړه – ویډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۸مه، ۱۳۹۵ل): طالبانو د بدخشان ولایت څخه په یوه تازه خپرې شوي ويډیو کې خپل د ځواکونو قوت ښودلی او ویلي چې د وردوج او یمګانو ولسوالیو سربیره د بدخشان د مرکز په شمول د اکثرو ولسوالیو پر لیري پرتو سیمو ولکه لري.

په ویډیو کې د طالبانو په سلګونو جنګیالي ښکاري چې په دولتي موټرو کې ګرځي او په دولتي ودانیو کې دننه ښکاري.

په ویډیو کې د جګړې صحنې هم ښودل شوي چې په لسګونو جنګیالي په جګړه بوخت دي او یو شمېر پوستې تر خپلي ولکې لاندي راولي او د وسایطو په شمول سپکي او درنې وسلي د غنیمت په توګه تر لاسه کوي.

په ویډیو کې د قاري فسیح الدین په نامه یو جنګي قومندان چې د طالبانو له اړخه د بدخشان ولایت جنګي مسؤول بلل کیږي، د یو شمېر قومندانانو او جنګیالیو په وجود کې د طالبانو د نوي مشر هیبت الله اخوندزاده سره بیعت هم کوي.

بدخشان د هغو ولایتونو څخه دی چې طالبان د خپل حکومت پر وخت ورته نه وه رسیدلې خو ددغه ولایت زیات شمېر جنګیالي يې تر څنګ جنګېدل او د حکومت پر لوړو چوکیو ګمارل شوي وه.

https://www.youtube.com/watch?v=0ZtAYqZp07E&feature=youtu.be

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x