
علامه محمَّد اقبال رح څوک و؟
ندیم سالار
د علامه محمد اقبال رح په اړه په سلګونو لیکوالانو لیکني کړې دی، کتابونه ئې لیکلي دی، ځینو د هغه پر شخصیت، ځينو ئې پر افکارو، ځینو ئې پر علمیت او ځینو ئې پر اشعارو لیکني کړیې دی، خو زما په شمول یو هم په دې ندئ توانیدلۍ چې د هغه کامل شخصیت د یو وړوکي مضمون په څو کرښو کې منحصر او قلم بند کړي.
ددې لیکني نه می واحد هدف داوو ترڅو افغانانو ته اقبال رح په هغه خالصه مینه او صفت وروپیژنم کومه مینه چې هغوئ زموږ د هیواد او اتلانو سره دلوده، هغه مینه چې اقبال رح ئې زموږ سیمي ته په راوستلو، او ددې سیمي په قدر داني کولو مجبوراوه.
اقبال رح فرمايي:
آسیا یک پیکر آب و ګِل است
ملت افغان در آن ییکر دل است
زِکُشادِ او کشاد آسیاست
و زِفساد او فساد آسیاست
ژوند لیک:
محمد اقبال رح د نومبر پر ۹په ۱۸۷۷م کې د برطانوي هند د سیالکوټ په ښار کې د شیخ نور محمد په کورنۍ کې زیږيدلۍ، د اتلسمي پیړۍ په اواخرو کی ئې کورنۍ له کشمیره را مهاجر شوې وه. دده په اړه یوه قصه ډیره مشهوره ده؛ چې یو ځل د اقبال رح پلار د څه مودې لپاره په یو بانک کې وظیفه پیدا کړه، دده مور یوه وزه رانیوله او دهغه وزې شیدې به ئې اقبال رح ته ورکولې، پلار ئې د وزې په لیدلو سره وپوښتل چي دا وزه څه کوې؟ دده مور په ځواب کی ورته وویل: دا وزه مې ځکه رانیوله چې ته په بانک کې کار کوې او ستا په معاش کی د سود پیسې هم شاملي دې، زه نه غواړم خپل بچي ته خپلي شیدې ورکړم، تر څو چې د اقبال رح پلار په هغه بانک کې کار کاوه مور ئې اقبال رح ته د وزې شیدې ورکولې.
دداسي احتیاط په نتیجه کې اقبال رح زیږیدلای شې …
د تحصیل په دوران کی د خپل یوه استاد(میرحسن) د هڅولو وروسته ئې په شعر لیکلو او ویلو پیل وکړ، استاد ئې مخکي له ذهانت او لیاقت نه آګاه شوئ وو.
د دوولسم نه د فراغته وروسته د پوهنتون لپاره لاهور ته ولاړۍ، په پوهنتون کې ئې د پروفیسر آرنلډ سره وپیژندل، هغه دده استعداد ته په کتلو سره د لیکنو لارښوونه وکړه، اقبال رح هم یو کتاب تصنیف او یو انګریزي کتاب په اردو ژبه وژباړه، په ۱۹۰۵م کې د لوړو زده کړو لپاره انګلستان ته ولاړۍ او په نړیوال کیمبرج پوهنتون کې شامل شو، د هغه وروسته ئې د جرمني په میونخ پوهنتون کې د PHD ډګري تر لاسه کړه. څه موده ئې د لاهور په اورینټل عالي لیسه کې تدریس وکړ خو په دغه موده کې ئې و کالت پیل کړ، د وکالت سره سره ئې شاعري هم کوله.
په ۱۹۲۲م کې د حکومت له لوري د سر Sir لقب ورکړل شو، هغه وخت پر هند د برطانویانو حکومت وو او علامه اقبال رح د وطن د آزادئ د علمبردارانو له جملې نه وو، ځکه ئې په سیاسي فعالیتونو کې پوره ونډه اخیستله. د همدې هدف د حصول په ترڅ کې په “آل انډیا مسلم لیګ” کې شامل او وروسته ئې مشر شو، ده په خپله تاریخي خطبه چې په اله آباد کې یې ولوستله دا اقرار په عامه وکړ چې موږ یو اسلامي حکومت غواړو، خو د آزادۍ د نعمت نه څه موده مخکي په ۲۱ اپریل ۱۹۳۸م کې وفات شو.
. اقبال رح د افغاننستان او افغانانو سره ډیره مینه درلوده، د نادرشاه په وخت کې ئې د نادر شاه په بلنه او غوښتنه د ځینو هندوستاني سترو علماوو سره د افغانستان دوره وکړه، د محمود غزنوي، احمد شاه ابدالي، مولانا جلال الدین رومی، او نورو عظیمو انسانانو په نومونو ئې نظمونه لیکلي دي.
د اقبال رح علمي شخصیت:
اقبال رح د حساس زړه او ځیرک ذهن خاوند وو، هندوستانیان د دریو سوو کلونو د غلامۍ نه په تنګ شوې ول، دده اشعار هغه وخت ډیر انقلابي اشعار ول، ځکه په ځوانانو کې داسي خپریدل له په ځنګل کې اور، اوس هم دده اشعار په هندوستان، پاکستان، بنګله دیش، ایران او نورو هیوادونو کې د معارف د نصاب په کتابونو کې موجود دي، اقبال رح او ځیني عظیم علماء ول چې په خپلو اشعارو، لیکنو او وعضونو ئې په ځوانانو کې انقلابي ذهنیتونه راوپارول.
دده د ډیرو کتابونو ژباړې په انګلیسی فرانسوي، جرمني، چیني، جاپاني او نورو ژبو شوې دی، ځکه ویلئ شو چې اقبال رح په نړۍ کې یو منل شوئ ستر علمي شخصیت دئ.
د اقبال رح حُبّ رسول الله ص:
اقبال رح چې په څومره شدت سره د رسول الله ص عاشق وو په نږدې تاریخ کي ئې ډیر کم داسي مثالونه موندلای شو، د محبت اندازه ئې دده د اردو او فارسي اشعارو نه لګولۍ شو، فرمايي:
در دلِ مسلم مقامِ مصطفی است
آبروی ما زِنام مصطفی است
بوریا ممنونِ خوابِ راحتش
تاجِ کِسری زیرِ پای اُمتش
تو غنی از هر دو عالم من فقیر
روزِ محشر عذرهای من پذیر
ورحسابم را تو بینی ناګزیر
از نګاه مصطفی پنهان بګیر
قوت عشق سے هر پست کو بالا کردے
دهر میں اسم محمد سے اجالا کردے
د اقبال رح پر بې پایانه میني، اخلاص او سالمي عقیدې همدا خبره دلالت کوې چې دئ خپلي میني مجبور کړۍ وو چې د رسول الله ص په مدح کې په نوي اسلوب کې بې ساري ښکلي او جذاب اشعار ووايي، د اقبال رح مینه د رسول الله ص سره دومره شدیده او عمیقه وه چې کله به هم د حضور ص ذکر وشو دئ به بې تابه شو، په سترګو کې به يې اوښکي ډنډ شوې، او تر ډیره به ئې وژړل.
علامه محمد اقبال رح د خپل عمر په آخري وختونو کې، خپله مکمله کتاب خانه په خپلو ملګرو وویشله، بس یو قرآن ئې ځان ته پریښود، دا د قرآن حمید همهغه نسخه وه چې په اړه ئې دده خادم “علی بخش” وايي: علامه صاحب به د قرآن د لوستلو په وخت دومره شدیده ژړا کوله چې دده په اوښکو به د قرآن مجید صفحات لانده شول او چې کله به لمر راپورته شو، د وچیدلو په نیت به مې پیتاوي ته وغوړوئ.
سید وحید الدین په خپل مشهور کتاب “روزګارِ فقر” کې لیکي؛ چې د اقبال رح اشعار په خپل ذات کې جوهر او د رسول ص اطاعت دی.
په اخري وختو کې ئې مینه داسي حد ته رسیدلې وه چې د ژړا سره به ئې سلګۍ پیل شوې، ستونۍ به ئې ډک شو، خو څو د قیقې به خاموش پاتي شو تر څو خپل سپیڅلي جذبات قابو کړی، د عشق او میني دا پړاو د ایمان خلاصه ده، د رسول الله ص د اتباع او پیروئ پرته د رسول ص مینه ناممکن ده، د حضور ص ذات مبارک رحمة للعلمین دئ، نو ځکه باید یو مؤمن هم د رحمت اوشفقت هینداره وې.
علامه محمد اقبال رح د علماوو او صوفیانو سره ډیره مینه درلوده، دده اسلامي مفکوره هم ځکه دومره غني او قوی وه چې د سترو علماوو په مجالسو کې به کښیناسته او فیض به ئې ترې حاصلوه، دده په کلام کې د شیخ عطار، نظام الدین اولیاء، حضرت مجدد الف ثانی، مولانای روم او امام غزالی رح تذکره پر همدې خبري دلالت کوې.
دده د میني واحد محور د رسول الله ص ذاتِ اقدس وو، فرمايي:
نګاهِ عشق ومستی میں وهی اول وهی آخر
وهی قرآن، وهی فرقان، وهی یسین، وهی طه
د اقبال رح اسلامي مطالعه او د قرآن حمید پوهه ډیره اعلی وه، ده په خپلو اشعارو کې قرآني آیتونو ته ځای ورکړ، هر شاعر دومره کمال نشي ښودلای، دومره علم، پوهه او تدبر یوازي د الله ج او د هغه د رسول ص په مینه او عشق کې ممکن دئ، دا دده راسخ ایمان او مظبوطه عقیده وه چې قرآن مجید د الله ج آخری کلام او لاریب فیه کتاب دئ، غلط بیاني او تبدیلی ئې ناممکن ده.
اقبال رح خوددار، شاهین صفته، مؤمن او جمهوریت خوښوونکۍ انسان وو، البته د اسلام په اصولو برابر جمهوریت، نه اوسني ډیموکراتیک نظامومه چې د غرب د پیرزویني او خیرات په صورت کې راته ډالۍ شوې، نو ځکه د اوسني فاسدو جمهوري نظامونو په اړه فرمایي:
جمهوریت اِک طرزِ حکومت هے که جس میں
لوگوں کو گِنا کرتے هیں تولا نهیں کرتے
د سیکولر جمهوریت په اړه فرمايي:
جلالِ پادشاهی هو که جمهوری تماشا هو
جدا هو دین سیاست سے تو رِه جاتي هے چنگیزی
ددین پرته هیڅ سیاست ته قايل نه وو، همدا شعر ئې د سیکولرانو پر مخ شدیده څپیړه ده.
د کمال اتاترک په لاسونو د عثماني خلافت د سقوط او ړنګیدلو وروسته علَّامه محمد اقبال رح په افسوس سره وفرمایل:
چاک کردی تُرکِ ناداں نے خلافت کی قُبا
سادګی مُسلم دیکہ، اوروں کی عیاری بهی دیکہ
د سیکولرانو اقبال رح ځکه نه خوښیږې چې په خپل ټول عمر اقبال رح داسي شعر او نغمه ونه لیکله چې دوی ئې د ځان ددفاع لپاره وکاروي. اقبال رح فرمايي:
نور خدا هے کغر کی حرکت پہ خندۀ زن
پهونکوں سے یہ چراغ بُجهایا نہ جائے گا
اقبال رح او اسلامي امت:
یو وخت چا پوښتنه ځني وکړه چې علامه صیب مایوسي څه ده؟
په ځواب کې ئې ورته وفرمایل: “دا پر الله ج د عدم اعتماد(نه باور) علني اظهار دئ.
دده په نظر مایوسي ګناه وه، د اسلامي امت ځواني طبقې ته ډیر امیدوار وو، ځوانانو ته ئې په خپلو اشعارو کې د شاهین خطاب کاوه، داسي شاهین نه چې د مظلومانو ښکار کوی، بلکی داسي شاهین چې پر حق ئې څوک تیرئ نشې کولای، داسی شاهین چې د ځالې په جوړولو خپل عمر نه صرفوي.
زندګاني از خرام پیهم است
برګ و ساز هستی موج از رم است
ژباړه: ژوند خو د پرله پسې تګ او هڅي نوم دئ، د څپو ټول وجود پر خوځښت مُتکي وې.
حضرت علامه محمد اقبال رح فرمايي: سهار د لمانځه وروسته به روزانه پلار د قرآن حمید په تلاوت مصروف لیدلم، یوه ورځ راته ودریدئ او ویې فرمایل:
“اقباله یو ورځ به درته ووایم چې قرآن باید څه ډول تلاوت شې”.
بس همدومره یې وویل او روان شو، زه حیران پاتي شوم چې زه خو هم قرآن مجید تلاوتوم، څو ورځې وروسته مې همهغسې تلاوت کاوه چې زما پلار راته ودریدو … زه ئې په لیدلو خاموش شوم، ده راته وفرمایل:
” چې کله هم د قرآن تلاوت کوې داسی ئې لوله لکه الله ج چې قرآن یوازی ستا لپاره رالیږلۍ وې، او الله ج براه راست خطاب درته کوې، او تاته په خپله احکامات جاري کوې، چې کله هم په داسی کیفیت د قرآن مجید تلاوت کوې بیا به ئې په لذت پوه شې.
اقبال رح فرمايي: د هغی ورځې وروسته چې د قرآن کوم لذت او سرور ما لیدلئ د هغه نه مخکي مې کله هم نه وو لیدلۍ …
نو ځکه په خپل بې ساری شعر کې فرمايي …
سجده عشق هو تو عبادت میں مزا آتا هے
خالی سجدوں میں تو دنیا هی بسا کرتی هے
لوگ سمجهتے هیں بس اِک فرض هی اداء کرنا هے
ایسا لگتا هے جیسے کوئی قرض لیا هو رب سے
تیرے سجدے تجهے کهیں کافر هی نه کردیں اقبال
تو سوچتا کهیں اور هے اور جهکتا کهیں اور هے
د نوې انګریزي تعلیمي نظام او نصاب په هکله د علامه محمد اقبال رح نظر:
خوش تو هیں هم بهی جوانوں کی ترقی سے مګر
لب خنداں سے نکل جاتی هے فریاد بهی ساتہ
هم تو سمجهتے تهے که لائے ګی فراغت تعلیم
کیا خبر تهی که چلا آئے ګا الحاد بهی ساتہ
ژباړه: دا یو سپیڅلۍ حقیقت دئ چې مشره طبقه تل د خپلو کشرانو په پرمختګونو او ترقۍ باندی خوشاله کیږي، نو ځکه اقبال رح فرمايي چې موږ هم د خپلو ځوانانو په ترقۍ ډیر خوښ يو، خو د خندا د لبونو نه کله کله دا فریاد هم راوزې چې؛ موږ خو دا فکر کاوه چې نوئ نسل به مو د علم په حاصلولو سره د دنیا د اسارت او بندشونو نه فارغ شې، آزاد به شې خو په دې خبر نه وو چې همدا تعلیم به د ځان سره د الحاد داسي فلسفه راوړي، چې د ځوان نسل ذهنونه مو نوی غلامۍ ته تیار او آماده کړي.
په حکایاتو به موضوع نه اوږدوم، د حکایتونو بیانول ډیر وخت ته اړتیا لري، ډاکټر اسرار احمد صیب فرمايي، اقبال ته به ولې د علامه خطاب نکیږی، که څوک غواړي د اقبال رح تفسیر ولولي نو دده اشعار دي مطالعه کوي، د اقبال رح اشعار په خپل وخت کې د تحریکونو شعار ګرځیدلي وو، اوس هم په لسګونو علماء، ډاکټران، اینکران او داسي نور شخصیتونه په خپلو لیکچرونو او بیانونو کې د اقبال رح اشعار په ډیر ذوق او شوق سره لولي.
د فلسطین د اشغال په اړه فرمايي:
هے خاک فلسطین په یهودیوں کا اګر حق
هسپانیه پر حق نهیں کیوں اهل عرب کا
ژباړه: یهودانو چې فلسطین اشغال کړئ یوه دعوه ئې هم داده چې دا ځمکه یو وخت زموږ وه، نو دئ په ځواب کې ورته فرمايي چې، که د فلسطین په خاوره ستاسی حق وې نو بیا خو د هسپانیې او اندلس په خاوره د مسلمانانو حق دئ، ځکه هفه ځمکه یو وخت د مسلمانانو وه.
بل ځای کې امت ته د هغوئ د بریا او ناکامۍ راز څرګندوې، فرمايي:
میں تجہ کو بتاتا هوں تقدیر امم کیا هے
شمشیر و سنان اول، طاؤس و رباب آخر
د مسلمانانو اوسنئ حالت د فاعي حالت دئ، د داسي حالت نه د وتلو یوازینۍ لار داده چې ځوانان په اسلامي فکر سمبال شې، خپل عقاید د فکري اسارت نه د وتلو یوازینۍ لار وبولي، تر څو زموږ ذهنونه اصلاح نشې تر هغو پوري هغه وړتیا په موږ کې راوستل ممکن ندې چې زموږ د پلرونو او نیکونو سره وه، نو ځکه اقبال رح ځوانانو ته په خطاب کولو فرمایي چې:
آن عزم بلند آور، آن سوزِ جګر آور
شمشیر پدر خواهی بازوی پدر اور
خو لا همهغسي غلي ناست یو، نه د پلار هغه شمشیر زن بازو راسره شته نه همهغه همت، نو ځکه مو د حوصلو د اوچتولو په موخه راته فرمایي:
قلب میں سوز نهیں روح میں احساس نهیں
کچہ بهی پیغامِ محمد کا تمهیں پاس نهیں
وضع میں تم هو نصارا تو تمدن میں هنود
یه مسلمان هے جنهیں دیکہ کے شرمائیں یهود
ژباړه: ستا په زړه او د تن په روح کې څه احساس نشته، آیا د حضور اقدس ص د احترام څه فکر درسره شته کنه ؟؟؟ ظاهري شکل دې د نصاراوو غوندي جوړ کړئ، تمدن او کلتور دی د هندوانو خپل کړئ، افسوس چې په لیدلو دې یهودان هم وشرمیږی.
د مسلمانانو زوال به سخته ځوراوه یو ځل ئې په ډیردرد او سوز سره وفرمایل:
بُت صنم خانوں میں کهتے هیں مسلمان ګئے!!!
هے خوشی ان کو که کعبے کے نګهبان ګئے!!!
منزلِ دهر سے اونټوں کے حُدی خوان ګئے!!!
اپنی بغلوں میں دبائے هوئے قرآن ګئے!!!
خندۀ زن کفر هے، احساس تجهے هے که نهیں!!!
اپنی توحید کا کچہ پاس تجهے ه، که نهیں!!!
ژباړه: بتان په بتخانو کې په نڅا شول چې مسلمانان ولاړل، په ډیره خوښئ یو بل ته خاندي چې د کعبې ساتونکی ولاړل، د سپیرې دښتي نه د اوښانو شاه سوار ولاړل، په خپلو بغلونو کې ئې قرآن نیولي وو او ولاړل، آیا اوس دا احساس نه کوې چې د ښځي خندا درته حرامه ده، آیا د خپلي عقیدې په اړه څه مسؤلیت او عزت درسره شته او کنه؟؟؟
د اقبال رح اشعار که د ډیرو پوښتنو ځواب راته وايي، همهغه اشعار ئې په خپل ذات کې پر محتوا پوښتنی دی، داسي پوښتنی چې زموږ د ضمیرونو بیدارول او پلټل ئې هدف دئ، کومو علماوو چې د امت ځوانان فکري جګړو ته روزل، د همهغه علماوو نه موږ بغاوت وکړ، دا ځکه دښمن موږ کله هم نه پریږدې چې په خپلو اسلامي عقائدو سمبال واوسو، اقبال رح په دې اړه فرمايي:
افغانیوں کی غیرت دیں کا هے یه علاج
ملا کو ان کی کوه و دمَن سے نکال دو
ژباړه:که پر اسلام د افغانانو همت او غیرت ختموئ نو ملا(علماء) ئې د ټولني نه وشړئ.
د اقبال رح دا شعر یوازي افغانانو ته نه بلکي ټول امت ته پیغام دئ، چې خپل د فکر مربیان او روزونکي مه بې قدره کوئ، د علماوو تذلیل کونکي خپله ذلیل شوي دې، اسلام د ورورئ او محبت دین دئ نه د تعصب او خپل منځي دښمنیو.
یا الهی محمد اقبال رح ته فردوس جنت ورپه برخه کړې، قبر ئې د جنت یوه باغچه وګرځوه، ځوان نسل ته دا توفیق ورپه برخه کړې چې د دوست او دښمن تفکیک وکړای شۍ.
د امت د تیر برم، عظمت، عزت او وحدت د اعادې په هیله