شعـــــرونه

د خالقيار احمدزي درې غزلونه

خالقیار احمدزی

یو څه وکړه خبرې بیا یو څه وکړه اواز
جادوګرې پرګنې د کوه قاف پوه شوي په راز

د مینو اسویلي دي،  دبلقیس زړګی تور شوی
سلیمان دی خبر شوی، دنیا ټوله ده په ناز

د باقر نه ورته پاتې علمیت د ارسطو دی
فارابي ته غوصه شوی منطقي طالب شهباز

نه په اور کې سوځل شوی،  نه یې سختې دي لیدلې
بس دستیج په سرلاسونه،  ښوروي لکه خباز

نه لیکلی یې داستان دی،نه قلم یې دچا پریښی
په ټولي کې دشاهانو ننوتی دی چلباز

اوس به خود دتسلیت او تعزیت پیغام ورلیږي
داعشيان پر اسرایلو غصه شوي لکه پیاز

موږ کړو له تغزله،دغزل کرښې راتاندې
خالقیاره قلمونه جوړوو ورته ممتاز

غزل

له آسمانه په الوت شو یو کتار د پلوشو
روان په ولولو شو هر یو یار د پلوشو

د ستورو له لمنو څخه وړانګې شوې زرغونې
ماښام یې میلمانه شو، ترسهار د پلوشو

له پاسه کاغذي غوندې کارغانو به څارلم
په چم کې میلمانه ؤ لاله زار د پلوشو

د فیل څخه تر پړانګه یې توپونه راته بند کړل
سینه مې وه سپـر کړې په دیار د پلوشو

راخپل مو کړې په وینـو بیاهم ګران افغانستانه
د بدر فـرښتې وې هم  په شمار د پلوشو

غزل مو خالقیاره تخیل و د څو کرښو
الهام سره ترتیب کړ په یادګار د پلوشو

غزل

راغلی و دې چم ته یو مالیار د پورې کلي
میینې پرګنې شوې په دیدار د پورې کلي

زړګي د آذانونو په څیر ژغ دمینې وکړ
بې یاره بلال راغی بیا تر ښار د پورې کلي

د مستو او حسینو مازدیګر ؤ ډیر بیخونده
ځوانانو کډه کړې له چنار د پورې.کلي

زلمیانو انتقام ته وې بیا مټې بډ وهلې
کورونه لوټې لوټې ؤ بمبار د پورې.کلي

نه نوم د ارسطو ؤ،  سقراط هم ؤ هیر شوی
کتاب یې و کت کړ طالب یار دپورې کلي

هغه چې یې کړ فتحه شاهیکوټ او هندوکش
په لاس کې یې چانټه په سر دستار دپورې کلي

په مینه ښه راغلاست دی زمونږ چم ته دیارانو
جونګړه یې پرانیستې خالقیار د پورې کلي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x