نظــر

د اسلامي مبارزې الفبا (۱)

دکتور: فتحي یکن
دکتور: فتحي یکن

لیکوال: أستاد فتحي یکن – وفات: June 13, 2009

ژباړه: سلطان محمود صلاح

لومړۍ برخه:

په اسلامي عمل کې تنظیم ته اړتیا:

د هغه شعارونو له جملې نه چې نن د اسلامي کار او فعالیت په ساحه کې زمزمه کیږي، یو هم دا شعار دی چې وایي: په اسلامي کار کې تنظیم ته څه اړتیا نشته، حزبي او تنظیمي کار مؤثر او ګټور ندی، د اسلامي مبارزې د مسئولیت د اداء کولو لپاره باید داسي یو اسلامي انقلابي جهادي تحریک جوړ کړای شي چې یوازي د ( لا إله الا الله محمد رسول الله) تر شعار لاندي سره را ټول شوي وي او بس.

که مونږ دا نظریه او شعار په بې طرفانه توګه وڅیړو نو نتیجه به دا شي چې ددې شعار ویونکي له دوو خبرو نه خالي ندی:

لومړی: دا چې هغوی له اسلام نه په اجمالي او تفصیلي توګه بې خبره دي.

دویم: یا دا چې هغوی د اسلام په خلاف اجمالا او تفصیلا توطئه او سازش کوي.

د دوی له خوا د یو داسي اسلامي انقلابي جهاد تحریک چې یوازي ( لا إله الا الله محمد رسول الله) یې د پیوستون رمز وي، طرحه په حقیقت کې د تنظیم او نظم د طرحي مخالفه نده، بلکه دا د یوه داسي هدف لپاره طرحه ده چې تحقق یې د یو منظم اسلامي کار نه پرته ممکن نه دی.

یا به نظم وي او یا انارشیزم (خپل سري):

هغه څوک چې په اسلامي کار کې د تنظیمي فکر مخالفت کوي، هغه په حقیقت کې په اسلامي کار کې د ګډوډۍ او انارشیزم په لور بلنه او هڅونه کوي.

څرګنده ده چې ګډودي او انارشیزم هیڅکله هم د اسلام یوه مبدأ او شعار ندی، بلکه هغه د کیڼ لاسي تحریک لار ده او حتی چې هغه د یو کیڼ لاسي متعصبي ډلي نوم دی کومه چې د ۴۰ او ۵۰ کالو په لړ کې کمونیسټي تاریخ پیژندلې ده.

( د مارتن دودګ، اعرف مذهبک ( خپل دین وپیژنه) نومي کتاب کې د ګډوډۍ باب ته مراجعه وکړه)

د تنظیم نه منل د بې سرۍ قبلول دي:

په اسلامي کار کې د تنظیمي فکر او تنظیم پریښولو خوا ته بلنه د پلان او طرحي پريښوولو خوا ته بلنه ده، بلکه دا په حقیقت کې بې سرۍ ته تسلیمیدل او غاړه ایښودل دي او د بدبختۍ او وروسته پاته والي هغه ټیټ پاټکی دی چې د مسلمانانو لپاره لدې نه ټیټه بله پوړۍ او کنده نشته، دا هغه څه دی چې د اسلام دښمنان او ورته په کمین ناست دسیسه کوونکي یې د بدمرغۍ وروستنۍ درجه بولي او غواړي چې مسلمانان پرې اخته کړي.

انارشیزم او بې سري قوت له مینځه وړي:

په اسلامي کار کې د تنظیمي فکر پرېښولو ته بلنه دا معنی او هدف لري جې د مسلمانانو د کمزورۍ مرحله دي نوره هم اوږده شي ځکه قوت کله هم له تنظیم، پلان او پروګرام نه پرته د بې سرۍ او ګډوډۍ نتیجه او حاصل نه دی او نه به وي.

انارشیزم او بې سري د یوالي ضد ده:

هغه فکر او دعوت چې په اسلامي کار کې تنظیمي مفکوره نه مني، هغه په حقیقیت کې مسلمانان د نورو او لازیاتو اختلافاتو، نفاق او بیلتون په لور بيائي او دا د اسلامي مختلفو او متعددو حرکتونو، فکري مدرسو او اتجاهاتو ته شرعي اجازه ورکول دي،

ځکه د مسلمانانو یووالی او د اسلامي کار یووالی دواړه داسي شرعي غوښتني دي چې له تنظیمه پرته تحقق نه شي موندلی، نو یووالی د تنظیم زیږنده ده، نه د ګډوډۍ نه را پیدا شوې پدیده. یووالی د پروګرام او طرحې د لاري مینځته راتلی شي نه دا چې بې سري د وحدت لار وي.

انارشیزم او بې سري له کونی قوانینو نه سرغړونه ده:

په کون کې هر شی د خدای جل جلاله په حکم باندي د نظم په اساس ولاړ دي، له ستورو، په فضا کې لامبو وهونکو اجسامو نه نیولې، د شپې او ورځي تر تګ راتګ، د فصلونو تر پرله پسې والي، د انسان او حیوان تر تناسلي سیستم، په بشري جسم کې د ډیرو دقیقو او مغلقو جهازونو له لاري د ژوند تر حرکت او په کون، انسان او ژوند کې تر ډیرو نورو بې شمیره الهي قوانینو پوري، دا ټول په نظم او نظام سره ولاړ دي او دنظم خرابیدل یې د عمل خرابیدل او دریدل دي:

إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ لَآيَاتٍ لِّأُولِي الْأَلْبَابِ (190) [آل عمران : ۱۹۰]

( د ځمکي او آسمانونو په پیدا یښت او د شپې او ورځي په تګ راتګ کې د هغو پوهانو لپاره ډیري نښانۍ دي.

وَالشَّمْسُ تَجْرِي لِمُسْتَقَرٍّ لَّهَا ۚ ذَٰلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ (38) وَالْقَمَرَ قَدَّرْنَاهُ مَنَازِلَ حَتَّىٰ عَادَ كَالْعُرْجُونِ الْقَدِيمِ (39) لَا الشَّمْسُ يَنبَغِي لَهَا أَن تُدْرِكَ الْقَمَرَ وَلَا اللَّيْلُ سَابِقُ النَّهَارِ ۚ وَكُلٌّ فِي فَلَكٍ يَسْبَحُونَ (40) [یس : ۳۸،۳۹،۴۰]

( او لمر د خپل آرامځي خوا ته ځي، دا د خورا ډیر ځواکمن پوه ذات وضع کړی حساب دی او د سپوږمۍ لپاره مونږ پړاوونه ټاکلي دي تر دې پوري چې له هغو نه تیریدلو سره بیا هغه د خرما د وچې څانګي غوندي شي، نه د لمر په وس کې دا شته چې هغه سپوږمۍ ونیسي او نه شپه پر ورځي مخکي کیدلی شي، دا هر یو پخپل فلک کې لامبو وهي)

نظم او پروګرام د هر بریالي کار (بنسټ) دی:

هر کار که څه هم ډیر کوچنی وي تر هغې بریالیتوب ته نه شی رسیدای تر څو چې منظم نه وي. په بې سرۍ کې ډیر قوتونه بې فائدې له منیځه ځي، پداسي حال کې چې یو کوچنۍ خو منظمه ډله عجائب رامنځته کوي.

د کور جوړوني، دوکان خلاصولو، باک کیندلو، د مدرسې او یا روغتون جوړوني غوندي واړه واړه کارونه تنظیم ته لکه نقشه، د حساب تنظیم، د وظیفو ټاکل، دکارکوونکو او کار څارونکو تعینول، د موادو اخیستل او… ته اړه لري نو آیا اسلامي کار او فعالیت چې بیلا بیلي څانګي او افقونه لري، له بیلا بیلو ډګرونو سره سر او کار لري، د لوړو اهدافو درلودونکی دی او د زیاتو توطئو په وړاندي قرار لري، نظم او تنظیم ته به اړتیا نه لري؟

تنظیم یا د اسلامي منهج بنسټ:

اسلامي منهج پخپله د نظام او تنظیم تکامل او تناسق په اساس ولاړ دی، آیا معقوله به وي چې دې منظم منهج ته بلنه، او ددې منهج پر بنسټ باندي ژوند د بیرته راګرزیدو لپاره کار او پر هغې باندي د مؤمني ټولني جوړښت او دداسي دولت قیام چې دهغه په اساس به چلیږي دي له تنظیم نه لیري او بې سري وي؟

عبادتي نظام: لمونځ، روژه، زکات او حج ټول په جزئي او کلي توګه په قاطعو قواعدو او اصولو ولاړ دي.

ټولنیز نظام: د واده قانون، د مسلماني کورنۍ قانون، د ټولنیزو اړیکو تنظیم او… پخپلو ټولو اړخونو کې په ثابتو تنظیمي اصولو بناء شویدي.

په دې ترتیب سره ټول هغه نظامونه چې اسلامي منهج تشکیلوي په دقیقو تنظیمي قواعدو باندي ولاړ نظامونه دي.

نور بیا..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

صلاح صاحب هغه چې تاسو د خپلې نقل او ژباړلې لیکنې مخاطب ګرزولي د نظم او تنظیم مخالفین نه بلکې د نظم او تنظیم په نوم ډلګیو او ډلبازیو مخالفین دي لکه حزب اسلامي و اکفاهم چې تاسو یې هم د عضویت ویاړ لری، چې د پاشلو ډلګیو په توګه یې د نورو په وړاندې وحدت، نظم، تنظیم او لااله الاالله ته شا ګرزولې او هر هغه څه چې د یادو ډلګیو پکې ګټې وي دوی یې ملي او اسلامي قلمداد کوي په بل عبارت د دوی ډلبازی دوی د دین د تحریف تر کچې انحراف ته ایستلي دي. دوهم… نور لوستل »

عبدالواحداڅګزۍ

ډیره ښه لیکنه ده تاسو چه په هر حزب کی یاست هغه په لیکنه کی نسی راتلای دافغانستان دبربادۍ سبب هم دغه منافقین کمونسټان دی چه وایی یوڅه او کوی بلکل مخالف دهغی خمینی چه خپل ملک له دی منافقینو خلاص کۍ ترننه یی مملکت پرخپلو پښو ولاړدۍ حتی چه دامریکا اوغربی لیوانو وس په ونه رسیدۍ ، که دداوود خان پلانونه او حکومت تر اوسه وای افغانستان به نن ددنیا پر کم سټج ولاړ وای ددی منافقینو په واسطه افغانستان بربادسواولایی بربادوی الله په قرآی عظیم شان کی پر مایی:زه ظالمانوته لارنه ښیم،دوی کاڼه اوړانده دی نه راګرزی دجهنم… نور لوستل »

faheem

زه له دروند ورور دغه پوشتنه کوم چه[ ږعتصمو بحبل الله جمیعا و لا تفرقو دی څرنګه تشریح او تفسیروی . بیا به د ده تقوی او له خدایه ویریدل او ښه اسلامیت په ډاګه شی ، د هغه چا په اړه څه نظر لری چه د روسانو په مقابل کی یی جهاد کولو او د انګریزانو سره یی د سوړ جنګ په نامه د غلامی تړون لاسلیک کړو و د اربکانو مشری یی د مقاومت په ضد تر سره کوله او اوس ورته د داعشی ملیشو دمشری ورکولو دنده ورکړی شوی . کوم څه چه ته د نظم به… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x