نړۍ

امریکا: په اوهایو پوهنتون کې ۱۱ کسان ټپیان شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۹مه، ۱۳۹۵ل): د اوهایو ایالت په پوهنتون کې یوه صومالي محصل ۱۱ امریکایان په موټر وهلي او بیا یې په چړو هم ګوزارونه باندي کړي دي.

پيښه تیره ورځ د اوهایو ایالت په کولمبوس ښار کې د ددغه ایالت په مرکزي پوهنتون کې را منځته شوه.

امریکايي چارواکي وايي چې بریدګر د صومال څخه یو محصل دی، عبدالرزاق علي نومیږی، ۱۸ کاله عمر لري، تر اوسه یې د برید تر شا هدف او انګیزه نه ده معلومه شوې او په اړه یې تحقیقات روان دي.

د پوهنتون چارواکو او عیني شاهدان ویلي چې بریدګر لومړی یو شمېر کسان په موټر ووهله او بیا له موټره تر کښته کېدو وروسته چې هر څوک په مخه ورغلي، پر هغو یې د چړو ګوزارونه کړي، چې په ترڅ کې د ۱۱ کسانو په ټپي کولو توانیدلی او وروسته د پولیسو په ډزو ووژل شوی دی.

ددې تر مخه امریکايي رسنیو خبر ورکړی وو چې په پوهنتون کې دننه د ډزو غږونه اوریدل شوی او بیړنۍ حالت اعلان شوی دی.

د یادوني وړ ده چې د تیرکال ۲۰۱۵ د دیسمبر میاشتي پر ۲۵ نیټه هم یوې امریکايي میرمني په لاس فیګاس ښار کې د موټر په واسطه تر څلویښت زیات کسانو ته مرګ ژوبله اړولې وه، چې د رسنیو په وینا دا پيښه د ترهګرۍ سره اړیکه نه لرله.

د کتونکو په نظر په امریکا کې هر هغه جنائي پيښه چې د یوه مسلمان له خوا تر سره کیږي، په اړه یې د مسلمانانو پر ضد کرکه را پارول کیږي، د ترهګرۍ سره تړاو ورکول کیږی، او د اسلام پر ضد په تبلیغاتو کې ګټه ځیني اخیستل کیږی، خو هغه پيښي چې د امریکایی نا مسلمانو له خوا تر سره کیږی، د ترهګرۍ پيښه نه بلکي یو فردي جرم بلل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x