دیني، سیرت او تاریخ

اسلام دضعیفو پوهانو او ناپوهو ځوانانو ترمنځ (۲۳)

لیکوال: شهید عبدالقادر عوده
ژباړن: مولوي محمد یونس خالص رحمه الله

درویشتمه برخه: (په تېر پسې)

دریم: د اسلامي تعلیماتو او شرعي ثقافت خاوندان

په دغه ډله کې د لوړو اسلامي تعلیماتو او متوسطو تحصیلاتو خاوندان ګرد شامل دي. دغه ډله که څه هم نسبت و هغو خلکو ته لږه ده چې اروپایي ثقافت څخه یې برخه اخیستې خو پخپل ذات کې خورا ډېر دي.

تر کومه ځایه چې خلک پخپلو چارو کې له اسلام سره اړیکې او ارتباط پیژني دغه ډول خلک په عامو اسلامي ټولیو کې زیات نفوذ لري، خو په حکومتي چارو کې هیڅ برخه نه لري، ځکه د دې خلکو په برخه یا امامت یا تدریس یا وعظ او تبلیغونه دي او کله ناکله ورته د قضاء چوکۍ هم سپارل کیږي، خو هلته هم بې د شخصي احوالو څخه په نورو مسایلو کې د قضایي حکم د صادرولو اجازه نه ورکول کیږي.

لومړی له دې چې اروپایي قوانین اسلامي هیوادو ته را دننه شي دې ډلې علماؤ پوره، پوره قدرت درلود او کولای یې شول چې خلک له اسلامي احکامو سره سم اداره کړی، خو د نوموړو قوانینو له راتللو څخه وروسته خو یو نویو اوضاعو په یوه تنګه دایره کې را ایسار او بند کړه او ورځ په ورځ یې قدرت په کمیدلو شو، چې بالآخره ټول قدرت یې له لاسه ورکړ او ورو، ورو دې ته خبره ورسیده، چې دوی هم کمزورۍ او ناکامۍ له لارې همغه غیر شرعي قوانینو ته غاړه کیږدي او د جګر خونۍ ژوند یې په برخه شو.

دغه پخپله خپل ځانونه او هم د نورو مسلمانانو په نظر د اسلام مسؤلین بولي دا ځکه چې دوی نسبت نورو مسلمانانو ته په اسلامي احکامو خورا پوه او له دې مقدس دین څخه په دفاع باندې ډېر مقتدر دي. ولو که داسې خلک هم شته چې دغه ډله معذوره بولي او په دې فکر کې دي چې وقایعو ثابته کړې چې دغه اسلامي علماء څو، څو ځلې له اسلام څخه په دفاعي میدانونو کې عاجز پاتې شوي دي او د دوی ناکامي د همدې سبب شوې چې اروپایي قوانین اسلامي هیوادونو ته را دننه شول، په اسلامي دنیا کې یې ځای ونیو او اسلامي شریعت معطل پاتې شو، تر دې چې هغه پخواني خلک لاړل او نوی نسل داسې راغی، چې بې د محصنه عباداتو او شخصي احوالو څخه نور هیڅ کوم څیز د شریعت له لارې نه پیژني او لا تردې چې ناپوهو خلکو ګمان وکړ، کوم شیان چې د قانون له لارې تطبیق مومي عیناً شریعت دی او اسلام ورسره کوم مخالفت نه لري او د اروپایي ثقافت څښتنان په دې فکر کې لاړل چې اسلام یواځې دین دی، د دولت او د خلکو له اجتماعي شئوناتو سره کار نلري بالآخره دېته خبره…. ورسیده چې یې اسلامي علماؤ څخه نور د هیچاته هم په شریعت باندې پوهیدل پاتې نشوه.

په اسلامي علماؤ باندې له اسلام څخه دفاع په برخه کې یوځلې یا څو، څو ځلې ناکامیدل عیب نه دی او نه دا د دوی جرم دی چې دغه عجز ته خپلې طبیعي او منطقي نتیجې ورکړي، بلکې د دوی عیب به دا وي چې له خپل طاقت او توان سره سم له اسلام څخه د دفاع په لاره کې وخت او کوښښ صرف نه کړی او په شا کښیني، دې کې هم شک نشته چې دوی خپل کوښښونه او شپې ورځې په دې لاره کې مصرف کړل او زحمتونه یې وګالل خو له بده مرغه چې ظروف مساعد نه وو، او دې کې هم شک نشته چې همدا اوس هم دوی د نصرت او غلبې په هیله او د خدای جل جلاله د رضامندۍ په امید پخپله مجاهده او مبارزه کې روان دي او پښې لاسونه وهي. نن سبا په اسلامي ولسونو کې په اسلامي عالي ثقافت ښکلې شوې یوه ډله مسلمانان شته چې د اسلام د پخواني برم د لاسته راوړلو په لاره کې هومره حریص ندي، چې نه د چا په بې ځایه تورونو پروا کوي او نه خو له خپلې مبارزې څخه لاس اخلي. خو له بده مرغه دوی هم د پخوانیو اسلامي پوهانو په څېر یواځې د عبارتو خوا رانیولې او وعظونه کوي او که دوی عام مسلمانان پخپل معطل شریعت پوه کړي وای له شریعت څخه یې د وضعي قوانینو مخالفت ورښودلی وای او په اجتماعي چارو کې یې د اسلامي هدایاتو بله ډیوه په لاس کې ورکړې وای، نو دا به هم د دوی او هم د ټول عالم اسلام په ګټه تمام شوی وای او د خپلې مبارزې لاره به یې ارته کړې وای، ځکه چې ځینې هغه حکومتونه چې مسلمانان پکې ژوند کوي د ډیموکراسۍ طرفدار دي او کیدای شي چې عام خلک په یوه لاره روان شي بالآخره همغه لارې قانوني شکل پیدا کړي او لږه موده وروسته نافذه شی.

دغه ډله اسلامي علماء اسلام ته د بلنې او د شرعي احکامو د اجراء کولو په برخه کې هغه لارې نیسي چې عامو خلکو ته ممکن قناعت ورکړي، مګر هغه خلک نشي قانع کولای کوم چې د هیواد واک او قدرت یې په لاس کې دی او په اروپایي ثقافت یا مسلح یا په دې زهرو مسموم شوي دي. ښه خو دا وه چې اسلامي پوهانو د دې لې د قناعت حاصلولو په لاره کې کوښښ کړی وای او دوی یې په اسلامي حقایقو پوهولي وای، ځکه که دوی د اسلام په حقیقت پوهیدلي وای نو د اسلام لپاره به یې بیا له هر چا څخه خورا غښتلي او منلي بلونکي همدوی وای.

زه له اسلامي پوهانو څخه خواهش کوم چې د اروپایي ثقافت څښتنانو ته کوم چې اساساً مسلمانان دي او په اسلام خبر نه دي او خورا قوي استعداد لري، په هر ځای او هره ورځ له اسلام سره د اروپایي قوانینو مخالفتونه وښیي او د هغه چا په برخه کې اسلامي حکم ورته بیان کړي، چې هغوی د اسلامي احکامو پرځای اروپایي قوانین جاري کوي.

زه له اسلامي علماؤ څخه خواهش کوم چې د اروپایي ثقافت خاوندانو ته د شریعت درسونه ورکړي او په هغه څه یې وپوهوي چې بالاتر یې په وضعي قوانینو تفوق او لوړتیا موندلې، مبادي او نظریات یې په مغزو کې ورکښېنوي دا کار خو یا په هغه صورت د دوی له لاسه پوره کیږي، چې د مختلفو مذاهبو له علماؤ څخه کمېټې جوړې کړي او هره کمیټه د هر مذهب مهم کتابونه لاس کې ونیسي او له ټولو څخه په عصري ژبه، عصري فهرست او عصري تنظیم یو کتاب تألیف کړي او یا دا چې کتابونه په عصري ژبه او نظام په داسې ښکلي او عجیبه ترتیب تألیف او منځته راشي، چې اسلامي مختلف مذاهب پکې سره نېږدې شوي وي او په عین حال کې د اسلامي تشریح مواد خلکو ته وړاندې کړي وي.

مثلاً د بیع په برخه کې جلا او د اجارې په برخه کې بېل او د شرکتونو په باره یو بل او د افلاس په برخه کې ځانله کتاب ولیکل شي او په همدې ترتیب ټول اجتماعي امور د شریعت له لارې په عصري توګه او عام فهمه سویه تألیف او اسلامي ټولنو په ځانګړې توګه هغو مسلمانانو ته ورکړل شي چې له اسلام سره زیاته علاقه لري، خو د اروپایي ثقافت سیلۍ هومره په هوا کړي وي چې پښې نشي ټینګولای او مخ په شړو روان وي او په اسلام باندې جاهلانه تورونه لګوي او دا خیال کوي، چې ګوندې دوی د اسلام تقدس ساتي.

زه له اسلامي علماؤ څخه ارزو لرم چې د اسلام احکام حکامو او مقنینو ته ور وښیي او هغه قوانین ور په ګوته کړي، چې له اسلام څخه په بله او جلا لاره خلک او اجتماع ورانوي،ځکه زه باور لرم دغه مقننین نه غواړي یو ویښته قدرې د اسلام پرضد عملیه وکړي، خو له بده مرغه چې د ناپوهۍ له کبله بلې خواته روانیږي.

زه له اسلامي علماؤ څخه هیله کوم چې دوی کوښښ وکړي ترڅو یو نوی قانون هم بې د دوی له مراقبت څخه منځته رانه شي او د اسلام په خلاف کوم نوی قانون وضعه نه شي.

ای د اسلام او پوهانو علماؤ!

په اسلامي ټولو هیوادونو کې یواځینی عیب او وراني همدا ده، چې مقتدر خلک یې له اسلام څخه نه خبر او عامه طبقه له اسلام سره نا آشنا پاتې ده او د دې وران حالت د را سمولو او ښه کولو لپاره یواځینۍ لاره همدا ده، چې په هغه طرز او طریقه چې ورسره بلد دي په اسلامي احکامو او شرعي حقایقو او په دیني روحیه په ښه توګه وپوهول شي، ځکه یو مسلمان هم د دیني تعلیماتو له زده کولو ځان نه ژغوري خو په دې شرط چې اسلامي علماء یې په همغه ترتیب ورښودنې ته اقدام وکړي، څرنګه چې ضرورت احساسیږي.

په پای کې باید ووایم:

کله چې زه د اروپایي ثقافت خاوندانو ته په اسلامي احکامو باندې یو فرد یم، نو مقصد مې د دوی سپکول او بې قدري کول نه دي، بلکې دا یو واقعیت دی چې خوله پرې خوروم. زه پخپله لومړی له دې چې اسلامي تعلیمات څه نا څه لاسته راوړم، د دوی په څېر له شریعت څخه بې خبره وم او ځان مې هم پرې نه خبراوه، خو چې الله تعالی زما د خیر اراده وکړه نو په دې وپوهیدم چې ناپوهي انسان کوم ځای ته رسوي او له سړي څخه څه څیز جوړوي او نه غواړم چې زما وروڼه او ملګري په هغه حال پاتې شي، چې ما هم درلود او د تل لپاره د خدای تعالی څخه بخښنه غواړم.

او کله چې د اسلامي علماړ نظریه په معنیو او ټاکلو وسایلو ته جلبوم هغوی ته د کوم تقصیر نسبت نه کوم او نه یې کمی غواړم، بلکې زما مقصد بس همغه اخلاص او نصیحت دی، چې اسلام ورباندې مامور کړي یو، ځکه زه خپلو تجروبو او د اروپایي ثقافت له خاوندانو سره اختلاط او داسې نورو عواملو دېته مجبور کړم، چې ووایم: اسلام ته خورا عالي مبارزه او اسلامي عالم ته یواځې نه بلکې عالم بشریت ته لوړ خدمت همدا دی، چې ګرد په اسلامي حقایقو لکه څنګه چې ښایي په پوره صراحت او میړانه وپوهول شي، نوره د اسلامي علماؤ خوښه چې زما په رایه عمل کوي او که هیڅ یې ګڼي.

زه له خدایه سوال کوم چې موږ ټولو ته د هغه څه توفیق راکړي چې د مسلمانانو او اسلام پکې خیر وي.

نور بیا..

کمپوز: عزت الله شرافت

کتاب: اسلام د ضعیفو پوهانو او ناپوهو ځوانانو ترمنځ (چاپ ۱۹۷۷) (ټولي برخي)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x