افغانستان

ناټو وايي په افغانستان کي يې دوه عسکر وژل شوي

نن ټکی آسیا: د ناټو ځواکونو په افغانستان کي نن اعلان وکړ چی ددوی دوه تنه عسکر په جلا جلا پيښو کي ووژل شول.

په دغه اړه د ایساف د عمومي قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کي ویل شوي چي یو عسکر د افغانستان په شرقي سیمه کي هغه مهال ووژل شو، کله چي طالبانو ددوی پر کاروان باندي مخامخ برید وکړ، او په ډزو ولګېد، او بل عسکر بیا د افغانستان په جنوبي برخه کي د طالبانو سره په یوې جلا جګړې نن د دوشنبې په ورځ (23-12-2013) کي ووژل شو.

ایساف په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړی چی وژل شوي عسکر د کوم هیواد تابعیت لري، او نه یی هم ویلي چي پيښه په دقیقه چیرته را منځته شوه.

بل خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی آسیا ته په یوه لیږل شوي ایمیل کی ویلي چي طالبانو نن د بهرنیانو دوه عسکر ووژل، د هغوی اسلحه او یو سپۍ یې غنیمت کړ.

باید وویل شي چي د تیري پنجشنبې په ورځ هم طالبانو په زابل ولایت کي د بهرنیو عسکرو یوه هلیکوپټر الوتکه په نښه کړه، چي له کبله یې د بهرنیانو په اعتراف ۶ تنه امریکايي عسکر ووژل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x