ګوانتنامو پارک؟!

لیکوال : عبدالنافع همت

د کندهار هوايي ډګر:

د تحقيق په شعبه کي يو خارجي سړی او يو افغان ترجمان ناست ول. د خارجي مخ تک سور او داسي چاغ و لکه پر مخ چي څو غالبوزو( غومبسو) چيچلی وي خو ترجمان بېچاره بيا داسي ډنګر او نری و لکه د بايسکله پمپ. خارجي قلم او کاغذ راپورته کړل او ويې پوښتل چي نوم دي څه شی دی؟ ما ورته وويل چي نوم مي جانان دی.

خارجي زما د نوم په اورېدو له ځايه ولاړ شو، په زوره زوره يې وخندل، په چاغ مخ کي يې تنګي سترګي نوري هم تنګي شوې، دومره تنګي چي نژدې و پټي شوي وای.بس نور به نو څه درته ووايم داسي خوشاله شو لکه سپي ته چي غوړ هډوکی ورواچوې، خوناببره يې تندی تريو شو، لکه ښځي ته چي د لنګون درد ورولاړ شي، مخ يې په سره رنګ کي شنه لمبه وکړه، غاښونه يې سره وچيچل او په ډډ اواز يې وويل : ښه نو ته ملاجانان يې؟

– نه ملا نه يم، يوازي مي نوم جاناندی، د روزګان ولايت د چارچينو ولسوالۍ يو بزګر يم

– درواغ مه وايه! ته د طالبانو د حکومت په لومړيو کلونو کي د هرات والي نه وې؟

– نه صاحب، زه د طالبانو د حکومت تر پايه پوري په پاکستان کي وم او بل هغه وخت زه د څوارلسو کالو وم، تا د څوارلسو کالو هلک ليدلی وي چي والي وي؟

– که ته هرڅونه کوښښ وکړې چي ځان پټ کړې بيا دي هم موږ پېژنو

– قسم په خدای که درواغ درته وايم، که مو زړه ته نه لوېږي راځئ زموږ د مسجد له ملا او د کلي له ټولو خلکو څخه پوښتنه وکړئ.

– ملا او کليوال پرېږده، موږ ډېر کره معلومات لرو چي ته ملا جانان يې، هغه ملا جانان چي زموږ پر ضد يې په ډېرو عملياتو کي برخه اخيستې ده.

– دا ته څه وايې ؟ په ټول ژوند کي مي په توپک والله که يو ټک هم کړی وي، خپله خواري او غريبي کوم، چا ويل چي ما ستاسي سره جنګونه کړي دي؟

– دا به وروسته درته ووايم چي موږ ته چا ويلي دي

د باګرام هوايي ډګر:

کله چي مي يې له سر څخه توره کڅوړه ليري کړل شوه، نو ګورم چي په يوه کوټه کي يم او يو خارجي سړی مي مخ ته ناست دی،خارجي د ستړې مشي په ډول لاس رااوږد کړ، ويل زما نوم جان دی. په پوښتنو يې لا شروع نه وه کړې چي خوله يې د خندا په ډول ويړه شوه، ما چي ده ته وکتل نو ما هم ورسره وخندل. زما خندا به نو څه وه چي ځان مي په لوی جنجال کي واچاوه. جان راولاړ شو او پر مخ يې څو چپلاخي ووهلم، ويل بې ادبه ته پر ما خاندې؟ ما ويل پر تا مي نه دي خندلي، ما چي ويل ته خاندې، ما هم درسره وخندل. ترجمان په تريو تندي راته وويل چي مه خانده، د جان خوله دغسي ده، سړی چي وايي راته خاندي. جان قلم او کاغذ مخ ته کښېښوول او ويې ويل: ښه ملا جانانه! ته اول موږ ته دا ووايه چي ملاعمر چېري دی؟

– د خدای لپاره زه په ملاعمر څه خبر يم او بل چا ويل چي زه ملا جانان يم؟

– تا خپله وويل چي نوم دي جانان دی او ملا جانان ځکه يې چي زموږ سپي درته غپلي دي

– نو سپی خو هسي هم غاپي؟

– نه نه داسي نه ده، زموږ سپی ډېر هوښيار دی او هيڅکله بې ځايه چاته نه غاپي، بس يوازي تروريست ته غاپي. تا وليدل چي په شلو نفرو کي يې يوازي تاته وغپل.

– صاحب زما تر نيولو يو ساعت مخکي زموږ کور بمبارد شو چي زما پلار او مور پکښي شهيدان شول، ښايي زما به د باروتو بوی ولاړېده، ځکه يې راته غپلي دي.

– نه داسي نه ده، زموږ سپی هيڅکله زموږ خپلو باروتو ته نه غاپي. ښه خير اوس دا راته ووايه چي وړمه ورځ چي ته د چارچينو پر سړک ولاړ وې او په بوجۍ کي دي ماينونه اچولي ول، هغه دي چېري ښخ کړل؟

– صاحب قسم په خدای چي هغه زموږ د پالېز ژيړ کډوان ول چي بازار ته مي د خرڅولو لپاره وړل.

جان تر دې پوښتنې وروسته پر مخ يوه کلکه څپېړه راکړه او ترجمان ته يې اشاره وکړه چي دی راڅخه وباسه .

د ګوانتنامو زندان:

لس ورځي پرله پسې يې د وسپني په يوه تابوت کي اچولی وم، په تابوت کي داسي توره تياره وه چي دلاس ګوتي نه ښکارېدې، تابوت هيڅ سوری نه درلود، يوازي يې يوه توربخنه ښيښه درلوده، کله چي به مو شکايت کاوه، نو پر دغه توره ښيښه به مو لاس تېر کړ او عسکر به راغی. لسمه ورځ زما د تابوت سر خلاص شو او يوه ترجمان راته وويل چي راځه! ترجمان او يوه عسکر تر اوږو ونيولم او يوې کوټې ته يې بوتلم. په کوټه کي يوه پنډه ښځه ناسته وه چي قلم او کاغذ يې مخ ته پراته ول. که څه هم دې خندل مګر زه نه پوهېږم چي راته خندل يې او که یې راباندي خندل، خو ما زړه نه شوای کولای چي وخاندم. هغې وويل : اسامه او ملاعمر چېري دي؟

– نه يم خبر

– د پنټاګون او واشنګټن په پېښه کي د چا لاس و؟

– قسم په خدای که زما لاس پکښې و؟

– په يمن کي چي پر کښتۍ بريد وشو او څوارلس امريکايان پکښي ووژل شول، هغه مهال ته چېري وې؟

– نه يم خبر، ماپه خدای که په ټول ژوند کي کښتۍ ليدلې هم وي

– ته پوهېږې چي موږ ولي بندي کړی يې؟

– نو دا خو تاسي راته وواياست چي ولي مو بندي کړی يم؟ تاسي خو دا هم واياست چي ته ملاجانان يې او زه ملاجانان نه يم

– نو که ته ملاجانان نه يې، ملاجانان چېري دی؟

– زه څه خبر يم چي ملا جانان چېري دی

– ګوره دا کار ستا په خير دی، يا خو ووايه چي ته خپله ملاجانان يې او که ملا جانان نه يې نو د ملاجانان په باره کي موږ ته معلومات راکړه، که دا معلومات دي راکړل بس په هغه ورځ دي خوشي کوو.

کله چي ما له دې دواړو خبرو څخه نټه (انکار) وکړ، نو خارجي ښځي پر سترګو يوه کلکه څپېړه ووهلم او عسکر ته يې اشاره وکړه چي راڅخه ويې باسه. عسکر په سر توره کڅوړه راواغوسته او په يوه تنګ قفس کي يې واچولم. خوب، خوراک او هر څه مي په همدې قفس کي ول. څنګ ته مي دغسي نور قفسونه هم ول. ددې قفسونو ښه والی دا و چي يو بل ته نژدې ول، يوه بندي د څنګ ملګری هم ليدای شوای او هم يې خبري ورسره کولای شوای. کله چي به سهار راويښ شولو نو چا به ماشومان، چابه خپلوان او چا به خپل کور کلی په خوب ليدلي ول. له زندانه څخه خوشي کېدل خو به مو هره شپه په خوب ليدل.

يوه شپه مي خوب ليده چي په يوه لوی او ښايسته پارک کي يم، داسي يو پارک وي چي هرډول اسانتياوي لري، نور يې څه کوې چي د هيڅ شي کمی پکښي نه وي. سهار مي دغه خوب خپل يوه همسايه ته ووايه، هغه راته وويل چي ان شاء الله خدای به دي ازاد کړي.

په همدې شکنجو او ظلمونو کي دوه کاله راباندي تېر شول. يوه ورځ يې زما يو همسايه و ايست او پر ځای يې بل بندي هغه قفس ته راوست. همسايه مي راته وويل چي ته د کوم ځای يې؟ ما ځان ور وښوده، بيا مي له ده څخه پوښتنه وکړه چي ته څوک يې ؟ ده راته وويل چي زما نوم ملا جانان دی او د کندهار ولايت دپنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکی يم.

په خبرو خبرو کي پوه شوم چي دا هغه ملاجانان و چي زه يې دده په نوم راوستلی وم. ملا جانان ته مي وويل چي د خدای پر پار، زما سره مرسته وکړه، ته خو هسي هم په بلا اخته شوی يې، زه يې ناحقه ستا په نوم راوستلی يم. ملاجانان وويل چي ما خو خپل نوم نه دی اړولی او نه مي خپل کارونه ځني پټ کړي دي. له ملاجانان سره مي خوښه کړه چي دا وار به دواړه ورته وايو چي اصلي ملاجانان مخکي لا ګوانتنامو ته راوستل شوی دی.

يوه ورځ يې تحقيق ته وغوښتلم او دا وار د تحقيق په شعبه کي نوی خارجي ناست و. مخ ته پراته کاغذ ته يې وکتل او بيا يې وويل: موږ په تېر تحقيق کي درڅخه غوښتي ول چي يا ووايه چي ته ملاجانان يې او يا د ملاجانان په اړه معلومات راکړه. اوس دي څنګه خوښه ده، کومه خبره سمه بولې ؟ ما ويل زه خو ښکاره خبره ده چي ملاجانان نه يم، خو داسي کولای شم چي اصلي ملاجانان په لاس درکړم. په دې خبره خارجي دومره خوشاله شو چي تر خوله يې لکه غويی لويي لويي رمباړي ووتلې. ماته يې وويل چي هله ژر راته ووايه ملاجانان چېري دی؟

– په همدې زندان کي دی

– ټوکي مه کوه، سمه خبره وکړه

– ټوکي نه کوم، راځئ چي درته ويې ښيم، هغه په خپله خوله اقرار کوي چي زه ملاجانان يم

– تا پر موږ د بې عقلانو ګومان کړی دی او په خپلو چټياتو زموږ وخت ضايع کوې.

– چټيات نه دي،راځئ په خپله يې وګورئ، زما څنګ ته په فلاني قفس کي دی.

خارجي ته درد ورغی او عسکر ته يې اشاره وکړه چي دی بوزه. عسکر هم تر لاس ونيولم او د وسپني په تابوت کي يې واچولم. سبا يې له تابوت څخه راوايستم او د تحقيق شعبې ته يې بوتلم. د تحقيق مامور راته وويل چي مبارک دي شه، خوشي کېږې،بيا يې يو کاغذ راوړاندي کړ او ويې ويل : دلته ګوته ولګوه!

– زه خو يې نه شم ويلای، دلته څه شي ليکل شوي دي؟

– دلته ليکل شوي چي زه د طالبانو او القاعده شبکې مهم غړی وم او اوس وعده کوم چي بيا به په تروريستي عملياتو کي برخه نه اخلم. زه د امريکا له متحده ايالاتو څخه مننه کوم چي په ګوانتنامو پارک کي يې زما ډېره ښه مېلمه پالنه کړې، په خپلو پيسو يې دې پارک ته راوستلی او اوس مي هم په خپلو پيسو کور ته استوي.

– د خدای لپاره زه کله طالب او القاعده وم؟

– ته خو ځکه طالب او القاعده يې چي کله زموږ سپي پر تا بوی وکيښ نو تا چيغه ورته ويلي او هغه ښاغلی دي رټلی دی، بل دا چي په بوجۍ کي دي ماينونه اخيستي او غوښتل دي چي زموږ ټانکونو ته يې ښخ کړې.

– دا درواغ دي، هغه خو کډوان ول.

– کډوان ول او که روميان، خو زموږ سره د ماينونو په نوم ثبت دي.

ما ورته وويل چي تاسي ټول درواغ واياست، زماسره مو څومره ظلمونه وکړل، ما ته مو بيخي د سړي په سترګه نه دي کتلي او اوس واياست چي ته په پارک کي اوسېدلې؟ خارجي په خندا يو کوچنی ټايپ ريکارډ راپورته کړ او ويې ويل: دا دی تا خپله ويلي چي زه په پارک کي اوسېږم او ډېر خوشاله يم. بيا يې زما هغه خوب چي انډيوالانو ته مي ويلی او دوی په غلا ثبت کړی و راته واوراوه. وروسته يې راته وويل چي ستا خوښه ده که په دې کاغذ کي ګوته لګوې نو خوشي کوو دي، خو ګوره چاته به نه وايې چي زه په زندان کي وم، بلکې ورته وايې به چي زه د امريکايانو په مالي لګښت د سيل او چکر لپاره کيوبا ته تللی وم. زه هم ناچاره شوم، ګوته مي ولګوله او له زندانه راخوشي شوم.

اوس مي کله کله په زړه کي راوګرځي چي ياره جانانه که پوليس وای، نو د دنيا په هيڅ کونج کي به څوک درڅخه ورک شوی نه وای، وګوره يو څوک چي ناټو، ايساف، امريکايانو او ددوی ټولو انډيوالانو له خپل ټول زور، پيسو، چالاکۍ او پرمخ تللي تخنيک سره سره نه شوای پيدا کولای، تا په يوازي سر او تش لاس پيدا کړ؟!

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.