نړۍ

د «روهينګيا» مسلمانانو له اسلامي نړۍ څخه د مرستي غوښتنه وکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۹مه، ۱۳۹۵ل): پرون د دوشنبې په ورځ نړيوالو رسنيو خبر ورکړ چي په اروپا کي د برما د روهينګيا مسلمانانو د ټولني مشر خير الله امين د دغي ټولني په مرکز هالينډ کي له نړيوالي ټولني او اسلامي نړۍ څخه په ميانمار کي د روهينګيا مسلمانانو د مرستي او حمايې غوښتنه وکړه.

هغه وويل: ”هيله ده زموږ ملاتړ وکړئ او کومک راسره وکړئ چي موږ له خپلو ځانونو څخه ننګه (دفاع) وکړو، دا نړيوالي ټولني، اسلامي نړۍ او ترکيې ته زموږ پيغام دی“.

هغه په خپلو خبرو کي څرګنده کړه چي د اراکان په سيمه کي وضعه له هغه مهاله چي د اکتوبر پر ۹مه د پوليسو پر پوستو بريدونه سوي دي ډېره متشنجه سوې او خطرناکه سوې ده.

امين څرګنده کړه چي په سيمه کي د نښتو له امله دېرش زره کورنۍ د خپلو کورونو پرېښوولو ته اړ سوي دی، خو داسي ځای نه مومي چي پناه وروړي.

هغه دا هم وويل چي له تېر اکتوبر راهيسي ۴۰۰ تنه وژل سوي، درې کلي په بشپړه توګه وران سوي، دوو زرو پنځو سوو کورونو ته اور اچول سوی دی او جوماتونو او ښوونځيو ته زيانونه اوښتي دي.

تر خير الله امين وروسته د «اراکان د روهينګيا د يووالي ټولني» مشر وقار الدين بن مسيح الدين وويل: اوس په ميانمار کي د روهينګيا مسلمانانو په وړاندي تاوتريخوالی په ډله ييزه توکم وژنه اوښتی دی. هغه په دې اړه زياته کړه :«د ميانمار حکومت د روهينګيا مسلمانانو په هکله دعام وژني جنايتونه تر سره کوي او ښځۍ، واړه ماشومان او بوډاګان بې له توپيره ژوندي په اور سوځوي».

هغه وويل: اوس هلته د روهينګيا مسلمانانو په وړاندي د تاوتريخوالي داسي نوي کړني تر سره کيږي چي دمخه نه وي ليدلي سوي او دا جنايتونه د ميانمار خلک يا د بودايانو بنسټ پالي ډلي نه، بلکي خپله د ميانمار حکومت تر سره کوي.

د ميانمار پوځ د مسلمانانو پر کليو او بانډو باندي بريدونه کوي، بېګناه وګړي وژني او بيا يې کورونو ته اور ورته کوي. کله چي په دغه حال کي ماشومان او ښځي له دغو کورونو څخه د تيښتي هڅي کوي، نو حکومتي پوځيان يې بيرته د دغو کورونو ورګرځېدو ته اړباسي او کوم ماشومان او ښځي چي راونه ګرځولای سي له الوتوکو څخه ډزي پر کوي او وژني يې، چي له دې امله د اراکان د شاليو(وريجو) کښتونه د دغسي وژلو سوو کسانو له جسدونو ډک سوي دي.

وقار الدين بن مسيح الدين وويل: موږ داسي ډېر ډله ییز قبرونه پيدا کړي دي چي نارينه په ډله ييزه توګه په ګولیو ويشتل سوی او ډېري ښځي سوځول سوي او ډله ييز جنسي تيري پر سوي او په دغو قبرونو کي ښخي سوي دي.

هغه دا هم وويل: کله چي نارينه د وژني له ويري تښتېدلي وي، نو پر ښځو باندي يې د پوليسو له خوا جنسي تيري تر سره کيږي.

بن مسيح الدين غوښتنه وکړه چي د ميانمار حکومت دي خپل پوځ د سيمي له کليو وباسي او د نړيوالو تنظيمونو څارونکي دي په دغه سيمه کي ځای پر ځای سي او همداراز يې د ترکيې له حکومت څخه غوښتنه وکړه چي هلته دي خپل دايمي څارونکي ځای پر ځای کړي، څو پر سيمه باندي د ميانمار د حکومت د خوړو وروړلو تپل سوي بنديزونه ليري سي او له دې امله د خلکو مړينه پای ته ورسيږي.

عبدالمالک همت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x