افغانستان

طالبانو د ملي پروژو څخه د ملاتړ اعلان وکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۹مه، ۱۳۹۵ل): طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د ټول ګټو او ملي پروژو څخه د ملاتړ اعلان وکړ او وې ویل چې دوی د ټولو هغو ملي پروژو څخه ملاتړ او د ساتني ژمنه کوي چې د ولس په ګټه او د هیواد د پرمختګ سبب ګرځي.

په هغه اعلامیه کې چې نن ټکی اسیا ته رسیدلې، طالبانو ویلي «اسلامي امارت په ګران هیواد کې د ټولو ملي پروژو چې د ولس په ګټه وي او د هیواد د پرمختګ، د ولس د ښیرازي او سوکالۍ سبب ګرځي نه دا چې ملاتړ کوي بلکې ساتنې ته یې هم ژمن دی.»

باید وویل شي چې تېره ورځ د ترکمنستان سره پر پوله د اقینه بندر ریل لاره د ولسمشر اشرف غني او د ترکمنستان د ولسمشر په شتون کې پرانیستل شوه، چې په اړه یې نن ټکی اسیا ته نیژدو سرچینو وویل چې طالبانو هم ددغه پروژې د افتتاح مراسمو امنیت خوندي کړی وو.
دغو سرچینو ویلي چې د سیاسي دفتر له لاري په فاریاب ولایت کې طالب جنګیالیو ته پيغام ورکول شوی وو چې په سیمه کې امنیت ونیسي او د جنګي فعالیتونو څخه د موقت وخت لپاره ډډه وکړي.

د طالبانو له لوري په صادره شوې اعلامیه کې د ځینو ټول ګټو پروژو یادونه هم شوې «پدې کې ټولې سترې ملي پروژې لکه د ټاپي پروژه، کاسا ۱۰۰۰، د مس عینک پروژه، مواصلاتي لارې، د ریل پټلۍ، د برق او کرنې ستر بندونه او دیته ورته نورې پروژې چي د اسلامي امارت اصول مراعت کړي شاملی دي. ».

په خپره شوې خبرپاڼه کې همدراز طالبانو خپل جنګیالو ته هدایت کړی چې د ملي پروژو د امنیت په ساتلو کې مرسته وکړي.

باید وویل شي چې ددې تر مخه هم طالبانو د مختلفو اعلامیو او اختریزو پيغامونو له لاري د ملي او ټول ګټو پروژو د حمایت او امنیت ساتلو خبر ورکړی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x