دیني، سیرت او تاریخ

د قرآني حروفو نوي اکتشافات

د ځينو قرآني سورتونو په پيل کې مقطع حروف د قرآن له مرموزاتو وو، چې مفسرين په کې اختلافات لري. ځينو ويلي چې دا د خداى نومونه دي چې څوک يې په معنى نه پوهېږي، ځينو ويلي چې دا (اسم اعظم) دي، ځينو بيا ويلي چې دا هغه حروف دي چې ملايکې يې په نامه په جنت کې قصرونه جوړوي، ځينو نورو ويلي ((ا ل م ذالک الکتاب لا ريب فيه))، په دې معنى چې الله تعالى فرمايي، د دغه حروفو له جنسه مو قرآن کې راوستي چې شک په کې نه شته او موږ خلکو ته چلنج ورکوو چې د دې په مثل څه جوړ کړي، سره د دې چې دا ډول حروف ټولو خلکو سره شته.
ډېرى مفسرينو ويلي (الله اعلم).

مګر په دې وروستيو کې مو د دغو اعدادو د ځينو اسرارو په راوېستلو کې د ورور رشاد خليفه ابتکار وليد، چې د الکتروني عقل په واسطه داسې پايلو ته ورسېد، چې توجه جلبوي.. هغه کشف کړ چې کوم سورت چې په کومو مقطعو حروفو پيل شوى، هماغه حروف په هغه سورت کې ډېر استعمال شوي.. مثلا د (ق) په سورت کې د قاف حرف ډېر تکرارېږي، دومره چې هېڅ بل حرف دومره نه دى استعمال شوى، بيا يې په همدغه سورت کې استعمال د قرآن تر ټولو سورتونو ډېر دى.

همدا رنګه د بقرې سورت ا.ل.م، بيا همدغه حروفو کې، هغه چې لومړى راغلى تر ټولو ډېر استعمال شوى او کوم چې ورپسې راغلې تر لومړي لږ او تر راتلونکي ډېر استعمال شوى او همدا سې…
(ا) ٤٥٩٢ وارې ذکر شوى.
(ل) ٣٢٠٤ وارې ياد شوى.
 او (م) ٢١٩٥ وارې ذکر شوى.

بيا عموما په همدغه تنازلي ترتيب له نورو سورتونو په دغه سورت کې ډېر استعمال شوى.

همدا رنګه د (العنکبوت) سورت کې همدا کيسه شوې:
(ا) ٧٨٤ وارې تکرار شوى.
(ل) ٥٥٤ وارې تکرار شوى.
(م) ٣٤٤ وارې تکرار شوى.
په همدغه تنازلي ترتيب د نورو سورتونو په نسبت په دغه سورت کې ډېر استعمال شوى.
همدا کيسه د (الروم) په سورت کې هم شوې:
(ا) ٥٤٧ وارې ياد شوى.
(ل) ٣٩٦ وارې ياد شوى.
(م) ٣١٨ وارې ياد شوى.
دلته هم په تنازلي ترتيب له نورو سورتونو ډېر استعمال لري.
همدا کيسه د (الرعد) سورت په (ا ل م ر) کې تکرار شوې:
(ا) ٦٢٥ وارې ياد شوى.
(ل) ٤٧٩ وارې ياد شوى.
(م) ٢٦٠ وارې ياد شوى.
(ر) ١٣٧ وارې تکرار شوى.

په همدغه تنازلي ترتيب ا ل مر او په همدغه ترتيب چې قرآن يې لري.

په ټولو هغو سورتونو چې په ا ل م پيل شوي، ګورو چې مکي سورتونه حسابي اوچت دي نسبت نورو مکي او مدني سورتونو ته.

همدا رنګه ټول هغه سورتونه چې په حم پيل شوي که يو بل سره يو ځاى شي، د ح او م استعمال له نورو مکي سورتونو اوچتېږي.

همدا رنګه هغه سورتونه چې په ا ل ر پيل شوي او دا ابراهيم، يونس، هود، يوسف او الحجر سورتونه دي او دا يو په بل پسې نازل شوي. که چېرته همدا حروف په الکتروني عقل وتلل شي، له باقي مکي سورتونو به يې استعمال په دغه سورتونو کې ډېر وي.

په (الاعراف) سورت کې هم الکتروني عقل وايي چې د ا ل م ص د حروفو استعمال ډېر دى او له نورو ټولو حروفو دا حروف په مکي سورتونو کې ډېر استعمال شوي.

که د طه سورته ته پام وکړو، ګورو چې د ط او هـ استعمال له نورو ټولو مکي حروفو ډېر دى.

مګر د (يس) په سورت کې اندازه همدا ډول ده، خو دلته دا عادت چپه دى، ځکه د حروفو ترتيب هم چپه دى، ګورو چې (ي) له (س) مخکې استعمال شوى چې دا د ابجدي ترتيب مخالف دى.. ځکه ګورو چې د (ي) او (س) استعمال تر ټولو مکي او مدني سورتونو لږ دى.

بيا ورو رشاد خليفه د ١٩ شمېرې خاص استعمال ته مو پام اړوي او ښکاره کوي چې الله پاک په دغه حرف، په ملحد حجت واقع کوي، هغه څوک چې وايي، قرآن د بشر تاليف دى، لکه څنګه چې په (المدثر) کې راغلي:

((انه فکر وقدر، فقتل کيف قدر، ثم قتل کيف قدر، ثم نظر، ثم عبس و بسر، ثم ادبر و استکبر، فقال ان هذا الا سحر يؤثر، ان هذا الا قول البشر، ساصليه سقر، و ما ادراک ما سقر، لا تبقي و لا تذر، لواحة للبشر، عليها تسعة عشر، و ما جعلنا اصحاب النار الا ملائکة و ما جعلنا عدتهم الا فتنة للذين کفروا ليستيقن الذين اوتوا الکتاب و يزداد الذين آمنو ايمانا))

نو د ١٩ شمېره په قرآن کې راغلې ده، د حجت په سياق کې په هغه چا چې قرآن د بشر تاليف بلي، بيا به د هغه مؤمنانو باور پرې ډېر کړي، چې ايمان يې راوړى.

استاذ رشاد خليفه دغه اسرار او رموز تفسيروي او وايي، چې بسم الله الرحمن الرحيم، د الفاتحې لومړى سورت، ١٩ حرفه لري، بيا د دې هره کلمه ١٩ وارې په قرآن کې تکرار شوې يا د دې شمېرې څو چنده.
د (اسم) کلمه ١٩ وارې ياده شوې.
د (الله) کلمه ١٩×١٤٢=٢٦٩٨ وارې تکرار شوې.
(الرحمن) کلمه ٣×١٩= ٥٧ وارې تکرار شوې.
(الرحيم) کلمه ٦×١٩= ١١٤ وارې تکرار شوې.
بيا ټول مقطع حروف چې د سورتونو په پيل کې ذکر شوي، د ١٩ شمېرې څو چنده برابرېږي.
(ق) حرف په سورت ق کې ٣×١٩= ٥٧ وارې تکرار شوى.
(کهيعص) حروف په سورت مريم کې ٤٢×١٩= ٧٩٨ وارې تکرار شوي.
(ن) حرف په القلم سورت کې ٧×١٩= ١٣٣ وارې تکرار شوى.
(يس) حروف په يس سورت کې ١٥×١٩= ٢٨٥ وارې تکرار شوي.
(طه) حروف په طه سورت کې ١٨×١٩= ٣٤٢ وارې تکرار شوي.
(حم) حروف په ټولو هغه سورتونو کې چې په همدغه حروفو پيل شوي ١١٤×١٩= ٢١٦٦ وارې تکرار شوي.
(عسق) حروف په الشورى سورت کې ١١×١٩= ٢٠٩ وارې تکرار شوي.
(ا ل م ر) حروف په الرعد سورت کې ٧٩×١٩= ١٥٠١ وارې تکرار شوي.
لا حول و لا قوة الا بالله= ١٩ حرفه.
بسم الله الرحمن الرحيم= ١٩ حرفه.

دا هغه کلمې دي چې مؤمن پرې ځان له شر او عذابه ژغوري، هغه چې الله تعالى په المدثر کې فرمايلي: هغه ١٩ دي:
((ساصليه سقر، و ما ادراک ما سقر، لا تبقي و لا تذر، لواحة للبشر، عليها تسعة عشر )) .

نو آيا دا ټول تصادفات دي، که يوه مصادفه وه بيا به مو هم منلې وه چې، دا رښتيا هم تصادف دى، دا چې دومره ډېر دي، نو دا څنګه تصادفات دي، د دغو حروفو دومره تکرار ښکاره کوي چې دا مقصود ترتيب و.

دا شونې نه ده، چې يو ليکوال دې وايي، داسې کتاب ليکم چې فلانى حرف دې په کې دومره وارې تکرار شي او فلانى حرف دومره، يا دې له ځان سره ووايي چې په خپله ليکنه کې به هڅه کوم چې د حروفو مجموعه دې له ١٩ يا څو چندو نه زياتېږي. بيا قرآڼ په ٢٣ کلونو کې بېل بېل نازل شوى. کله به داسې هم کېدل چې د سورت منځني آيتونه به نازل شول او رسول الله صلى الله عليه وسلم به يې له پيل او پايه خبر نه و، بيا به سورت کېداى شي شل کاله وروسته پوره کېده.

نو دا شونې نه ده، چې قرآن دې د محمد رسول الله صلى الله عليه وسلم تاليف وي.

مګر الکتروني عدد موږ ته د معجم المفهرس لالفاظ القرآن غلطۍ راښکاره کوي چې دغه قاعده نفې کوي.

بيا قرآن ته ورځو، ګورو چې ځينې کلمې له مقابلې کلمې سره په يوه اندازه استعمال شوي، سره له دې چې ډېر استعمال شوي هم دي، ګورو چې د حياة لفظ او مشتقات يې په قرآن کې ١٤٥ وارې تکرار شوي همدا رنګه د موت لفظ او مشتقات يې په قرآن کې ١٤٥ وارې تکرار شوي!

د دنيا کلمه ١١٥ وارې تکرار شوې.
د آخرت کلمه هم ١١٥ وارې تکرار شوې.
ملائکة ٨٨ وارې په قرآن کې ذکر شوي.
شياطين هم ٨٨ وارې تکرار شوي.
او الحر (ګرمي) ٤ وارې تکرار شوى او البرد (يخني) هم ٤ وارې تکرا شوى.
المصائب ٧٥ وارې تکرار شوى او الشکر هم ٧٥ وارې تکرار شوى.
الزکاة ٣٢ وارې تکرار شوى او البرکاة هم ٣٢ وارې تکرار شوى.
العقل او مشتقات يې ٤٩ وارې تکرار شوى او النور او مشتقات يې هم ٤٩ وارې تکرار شوى.
نو آيا دا ټول تصادفات دي او که دا هم يو ډول اشاره ده چې د قرآن اعجاز ثابتوي او ښکاره کوي چې دا د دغه کتاب د حروفو او اعدادو اعجاز دى.

لکه څنګه چې مو مخکې وويل، دا هغه اشارې او دلايل دي چې د قرآن د تاليف شبهه له منځه وړي. هېڅ مؤلف نه شي کولاى، چې په خپل ذهن کې حروف او عددونه برابر کړي او بيا دې مقاله تاليف کړي. بله دا چې رسول الله صلى الله عليه وسلم هېچا ته نه وو ويلي، چې د قرآن حروف هم اعجاز لري، مګر بالعکس په شدت سره يې د حروف او عددونو له پوهې سره بوختيا رټله.

آيا موږ د نوي علم پر ور ولاړ يو؟

ځينې دغه احصاياتو ته د استنکار په نظر ګوري او له دغه ډول بوختياو سره موافق نه دي، ځکه دوى وايي چې دا د قرآن له معانيو انسان مشغولوي او ويريږي چې دا ور بېرته نه شي.
موږ هېڅوک نه هڅوو چې د قرآن له مفاهېمو دې، لرې شي او په حروفو يې ځان بوخت کړي او ټول لوستونکي الکتروني عقلونه نه لري، نو دا مشکل نه واردېږي او د ډار ځاى نه دى.
مګر دا يو اجتهاد دى او رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي چې د قرآن عجايب ختمېدونکي نه دي او دې کې شک نه شته چې دا د قرآن يو له عجايبو څخه دي.
الله تعالى فرمايي:

((الله الذي انزل الکتاب بالحق و الميزان))

کومه تله؟

دا هغه تله ده چې حتى ويښته او عدد هم تلي.

دا توجه وړ ده او نوى دليل دى چې دا کتاب چې موږ يې لولو، د عادي کتابونو په څېر نه دى.

ليکوال: مفکر او فيلسوف دوکتور مصطفى محمود رحمه الله
ژباړن: زاهد جلالي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x