شعـــــرونه

غزل/ عرفان الله عرفاني

عرفان الله عرفاني

څوک چې زموږ له قافلې وتلي
په بدو سر دي نور له ښې وتلې

د مینې کور ته بیا را تللی نه شي
چې په خپل سر له دروازې وتلي

موږ ته چې تراشي څوک عقلي دلائل
له خپلې پاکې عقیدې وتلي

د ضلالت په نیلي سپور ګر ځېږي
د هدایت له دائرې وتلي

چاچې کړه غوره د شیطان تګ لاره
نور د توحید له کلیمې وتلي

قرآن، سنت، اجماع، قیاس منو موږ
خو خوارج له دې نقشې وتلي

دوی صرف او نحو، منطق څه پېژني
له معرفې او نکِرې وتلي

جهل کې کم، له ابو جهل نه دی
زړونه یې تور دي ترې ډیوې وتلي

د داسې خلکو مرګ ثواب ګڼمه
د خدای د رحم له سایې وتلي

( عرفاني ) نور یې دی زوال راغلی
ورته له ډېرو خولو ښېرې وتلي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x