افغانستان

امریکا په افغانستان تر ټولو لوی لیلام لګوي

نن ټکی آسیا: امریکا غواړي په افغانستان کي د راتلونکې جنوري په میاشت د خپلو هغو توکو چي د افغانستان څخه یې نه سي ایستلای، تر ټولو لوی لیلام ولګوي.

باید وویل شي چي د نوي کال او د عیسویانو د اختر په مناسبت په امریکا او غربي نړۍ کي لیلامونه لګیږی، او ویل کیږي چي امریکایان هم ددې فرصت څخه په استفادې غواړي خپل فوځي او غیر فوځي وسایل لیلام کړي.

په دغه لیلام کي به دوی خپل په زرګونو ټانکران، د استوګني ځآیونه، خیمې، جنریټران، ایرکنډیشنان او نور سامانونه چي په ملیونو ډالرو قیمت لري،  خرڅ کړي.

په لیلام کی که هر چا یو سودا وکړه، هغه به اړ وي چي دغه سامانانونه په خپله د هغو ځایونو څخه وباسي، چيري چي هغه پراته دي.

رانیونکی به هغه سامانونه چي چیري دي، او په څرنګه حالت کي دی، په هغه ځای او په هغه حالت کي قبلوي.

د معلوماتو سره سم د تیري جمعې په ورځ د امریکا له خوا د داو طلبي په یو خپاره شوي سند کي د دغو توکو د رانیونکو څخه غوښتنه شوې، چي د اصلي قیمت په پرتله د اوسني قیمت فیصدي ورته په نښه کړي، چي دوی اوس د اصل قیمت څو سلنه قیمت ورکولو ته اماده دي، او د لیلام چارواکو ته دي د راتلونکي میاشتي (جنوري) تر لسمي نیټي تر مخه خپل وړاندیزونه وسپاري.

په سودا کي به ټوله هغه شیان داخل وي، چي قیمت باندي ایښودل کیدای سي، لکه د ابو د محفوظه کولو لپاره ټانکري، د کالو پریولولو ماشینان، د پخلنځي سامانونه (دیګونه، چمچې، ګلاسونه، پلیټونه) او نور ټول اړوند شیان به لیلام ته وړاندي کیږي.

باید وویل شي چي د رانیونکو په لسټ کي د بهرنیو ځواکونو سره قراردي شرکتونه، سفارتونه، سیکورټي او امنیتي شرکتونه، افغانستان حکومت او نور ځیني خاص پخواني ګیراکان شامل دي.

که څه هم د پاکستان لاره د امریکايي اکمالاتي کارونونه پر مخ د عمران خان د ګوند د مظاهرو له کبله بنده ده، خو د امریکا دفاع وزارت وایی چی دوی به اوس هم د پلان سره سم خپل فوځي مرکزونه پر وخت خالي کړی، او خپل سامانونه به د فوځ سره د افغانستان څخه وباسي.

نوموړي زیاته کړی چی مونږ ته لا اوس ډیره اوږده لاره ګوري، په زرګونو سامانونه او په زرګونو فوځیان مو هلته دي، هغوی د خپلو فوځي وسایطو سره د افغانستان څخه را ایستل زمونږ لپاره په اوس وخت کي تر ټولو عاجله مسله ده.

باید وویل شي چي د بهرینو رسنیو په وینا تر اوسه امریکایانو تر 400 زیات فوځي مرکزونه خوشي کړي، او افغاني ځواکونو ته یې سپارلي او یا یې هم تخریب کړي دي.

اوس هم په افغانستان کي بهرنیان اویا زره (70000) عسکر لري چي د هغو څخه 45000 یې امریکایان دي، او پاته د اتحادي هیوادونو.

باید وویل شي چي اوس هم ځیني تاجران وایی په افغانستان کي بهرنیان خپل د سامانونو ډک کانټینران په بند حالت کي لیلامه وي، او تر هغو یې څوک د خلاصیدو اجازه نه لري، تر څو چی رانیولی نه وی، وروسته دده بخت چي هر څه ورته ووتل.

د سرچیني په قول دغه کانټینران په د یو لک پاکستاني کالدارو څخه نیولی بیا تر دوه لکو کالدارو پوري خرڅیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x