نظــر

د درې مورچل مونږ ته څه راکړل؟؟

عبیدالله درمان

زمونږ بدبختي داده چې هر څه مو له نظره ښه راغلل ساعت تيري په کې و، که هغه څومره زموږ په تاوان هم وي خو بيا يې هم ترسره کوو، افغانستان ته د دیموکراسۍ په راتګ سره ډيرو افغانانو د پخواني وخت د خپلسريو ارمانونه وويستل او هغه څه يې ترسره کړل چې د دیموکراسۍ ايجادوونکي هم ورته ګوته په غاښ شول، زمونږ هيواد او ولس يوازې په نړۍ کې هغه څوک دي چې ګټه يې دبل چا لاس ته ورځي او تاوان يې زموږ په برخه وي، چې ډير مثالونه يې مونږ وړاندې کولو شو.

که مونږ خپل ځوانان او ماشومان وپوښتو تر هرڅه زيات به د غربي، هندي او ترکي سريالونو په اړه معلومات ورسره وي، ځکه چې د دوی ذهنونه او وخت ټول په همدغه کې بوخت دی او هره ورځ په همدغو عبثياتو له خپلو مشرانو سره وخت تيروي.

مونږ خپل ماشومان ګرمولی هم نشو ځکه چې په کور کې تلويزيون د ماشومانو په منځ کې ايښی وي له کشرانو نه مشران د دغسې سريالونو ليدلو ته ډير ليوال وي او شيبې ورته شماري، نو هغه مشران چې خپله يو ناوړه عمل کوي څنګه کولای شي چې خپل کشران له داسې کړو نه منع کړي.

تيره ورځ په رسنيو کې خبر خپور شو چې په ننګرهار ولايت کې  د وحيدالله په نامه يو تن اته کلن ماشوم د درې مورچل د سريال له ليدلو وروسه خپل ځان ته زندۍ اچولې ده.

وحيدالله چې هره شپه د خپلې کورنۍ له غړو سره د درې مورچل سريال ګوري او په سبا ورځ د سريال د هماغې برخې تمثيل له خپلو ملګرو سره کوي نو نن ورځ په کې خبره د ځان زندۍ کولو ته رسېدلې وه چې نږدې و وحيدالله له خپل ژوند نه لاسونه مينځلي وو، خو د سيمې اوسېدونکو نوموړی له مرګه ژغورلی و.

دا ډول پيښې له دې وړاندې هم د هيواد په بيلابيلو برخو کې شوي دي چې يوه بيلګه يې تير کال د«ليوانو درې په سريال کې» د فولاد علمدار د کريکټر په تمثيل يو تن ماشوم په غزني ولايت کې خپل ځان وواژه.

زمونږ خلک چې دداسې شيانو په ليدو کې بيخي ناديده دي، هيڅ دليل او قناعت نه مني چې ورته وويل شي او وايې وري او پوی شي چې دغه ډول سريالونه او ډرامې زموږ د خلکو په ګټه نه مګر په تاوان دي.

ډير وخت زمونږ کړه وړه د خلکو د ګټو او مسخرو سبب ګرځيږي او ډیر ځله د خلکو عبث کارونه زمونږ په ټولنې کې ستر مقام او رول پيدا کوي.

کله چې د ګډ حکومت په لومړي سر کې د واک په سر شخړې رامنځته شوې او په هيواد کې د « ګل مرجان يې مني» شرموونکې اصطلاح عامه شوه، په افغانستان کې يې ټولې چارې ټکنۍ کړې وې او ټول کارونه يې په ټپه درولي وو، خو په ګاونډي پاکستان کې بيا  په همدغه اصطلاح ګټې کېدلې چې له هغې جملې څخه په همدې نامه ډرامې، پاپړ، ژاولې او نور ګڼ شمېر د ګټې شيان بازار ته راووتل.

ددغو بې لارې سريالونو بازار ورځ تر بلې ګرميږي چې څو ورځې وړاندې د شمشاد تلويزيون له لوري يو اعلان هم کيږي چې په راتلونکې کې به د «شاهين» په نامه يو سريال پيلوي، خو که چيرته دولت ددغه بې لارېو مخه ونه نيوله او د کورنيو مشرانو د خپلو کشرانو د اصلاح له پاره کار ونه کړ نو هم به دولت او هم به د کورنيو مشرانو له خپلو کشرانو سره تاريخي جفا کړې وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x