افغانستان

د چورلکي غورځېدو په پيښه کې د قول اردو قومندان وژل شوی او جګپوړي چارواکي ټپيان دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۹مه، ۱۳۹۵ل): د دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ددوی یوه چورلکه د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ په موري چاق سیمه کې غورځېدلې چې له امله یې د ۲۰۷ ظفر قول اردو قومندان وژل شوی دی.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال احمد رادمنش رسنیو ته ویلي چې چورلکه د تخنیکي عوارضو له امله غورځېدلې او په کښي د ۲۰۷ ظفر قول اردو قومندان جنرال محي الدین غوري وژل شوی دی.

ویل کیږي چې په چورلکه کې لوړ رتبه چارواکو د هرات ولایت څخه بادغیس ته سفر کوی چې په ځایي وخت څلور نیمي بجې د موري چاق په سیمه کې د ملي اردو په قرارګاه کې دننه وغورځېدله.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند رادمنش هم وویل چې په الوتکه کې ځیني نور ولایتي چارواکي هم موجود وه چې ټپيان شوي.

هغه وویل چې د رسنیو سره به نور معلومات وروسته شریک کړي.

بلخوا د بادغيس ولايت وياند خالد ساپي رسنيو ته ويلي، چې د جنرال محي الدين غوره پوځي الوتکه نن ماسپښين درې بجې د بادغيس بالا مرغاب ولسوالۍ موريچاق سيمه کې د تخنيکي ستونزو له امله نسکوره شوه.

د ساپي په وينا په دغه پوځي چورلکه کې جنرال محي الدين غوري، د بادغيس د ملي امنيت رييس، د بادغيس ولايتي شورا رييس او يو بل جنرال د سمې امنيتي وضعيت د څار په موخه سپاره وه.

ساپی وايي، چې دغه پېښه کې د هرات ۲۰۷ ظفر قل اردو قوماندان جنرال محي الدين غوري وژل شوی، د ملي امنيت ولايتي رييس، د ولايتي شورا رييس او يو شمېر نور کسان ټپيان دي.

رپوټونه وايي، چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي، خو د روغتيايي وضعيت په اړه يې معلومات نه دي ترلاسه شوي.

دا لومړی ځل نه دی، چې د هرات ۲۰۷ ظفر قل اردو قوماندان د چورلکې نسکورېدو پېښه کې وژل کېږي، بلکې له دې وړاندې هم د ظفر قل اردو قوماندان فضل احمد سيار هم هرات کې په ورته پېښه کې وژل شوی و.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي په خپل لنډ پيغام کې د چورلکې نسکورېدو مسووليت منلی او زياته کړې يې ده، چې دغه چورلکه د طالبانو په بريد کې له منځه تللې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x