
دمشق: د شام عندان ښار کې د حکومتي پوځ په بمبارۍ کې د ۱۶ ماشومانو په ګډون سل تنه وژل شوي
نن ټکی اسیا: د شام په عندان ښار کې د حکومتي پوځ لخوا په بمباريو او راکټي بریدونو کې د شپاړلسو ماشومانو په ګډون سل تنه وژل شوی دي. همدا رانګه د مخالفینو تر ولکې لاندې سیمو سخور، بایدين او الحمراء کې د اسد عسکرو سختې بمبارۍ کړي دي. حلب ښار کې د حکومت لخوا د سپارلیو پر یو بس د بیرل بمونو برید کې بس سره له ګردې سپارلۍ له منځه تللی دی.ویل کيږي چې روغتونونه له ټپيانو ډک دي او ډېر مړي اوس هم د ورانو شویو ودانيو لاندې بند پاتې دي.