fbpx

ولسمشر له عطا محمد نور سره د همکارۍ د تړون ویاړ تر لاسه کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۹مه، ۱۳۹۵ل): ولسمشر محمد اشرف غني له دوه کاله هڅو وروسته د بلخ له سرپرست عطامحمد نور سره د همکارۍ د تړون ارمان پوره کړ.

تېره ورځ محمد اشرف غني د اقینې بندر له مراسمو وروسته پکول پر سر د بلخ لاره ونیوه او شپه يې د عطا محمد نور په مېلمستون کې تېره کړه.

د (یو تلویزون ) د راپور له مخې دواړو لوریو پر ځینو مادو هوکړه کړې او یو بل ته يې همکارۍ سینه ډبولې ده.

د سرچينې په وینا اشرف غني چې عطامحمد نور يې د ګډ حکومت د نیم واک څښتن هم نه بولي، د بلخ له همدې سرپرست سره پر دې هوکړه کړې چې د جمعیت اسلامي ګوند غړي به پر لوړو پوسټونو مقرروي، پخپله به عطا محمد نور پر ارګ ننباسي او پر ځای به يې د هغه خپلوان د هغه پر خوښه د والي په توګه ټاکي.

د ولسمشر له لوري د دې تنزل په بدل کې عطا محمد نور ډاډ ورکړی چې دی به پر ده را ټول خلک د روان حکومت د ملاتړ لپاره وهڅوي.

عطا محمد نور چې د ملي وحدت په نوم حکومت کې يې اشرف غني د ولسمشر په توګه هم نه مانه؛ بلکې هغه يې یو (رواني ناروغ ) بللی و.

محمد اشرف غني د ټاکنیزو منډو ترړو په اوږدو کې د عطا محمد نور د ځينو څرګندونو په غبرګون کې نږدې نیمه دقیقه پرلپسې اوږده خندا وکړه، چې وروسته نور هغه پر رواني ناروغۍ تورن کړ.

که څه هم د واک په لومړیو کې اشرف غني د عطا محمد نور د لرې کېدو سینه ډبولې وه، خو تر اوسه يې اړیکي سر ترېنګلې او تر یاد تړون وروسته يې جوړه کړې ده.

تر اوسه څرګنده نه ده، چې عطا نور ته به ارګ کې کومه چوکۍ ورکړل شي، خو ویل کېږي ښايي اجرايه رییس له صحنې حذف او پر ځای يې نور وګمارل شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د