fbpx

د اقینې اورګاډي پټلۍ د اقتصادي خود کفايي په لوري یو مهم ګام

نن ټکی اسیا – سرلیکنه

(سه شنبه، لېندۍ ۹مه، ۱۳۹۵ل): تیره ورځ د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقینې په بندر کې د اورګاډې پټلۍ پرانیستلو مراسم تر سره شول.

دغه مراسم د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو په ګډون د دواړو هیوادونو په سرحدي سیمو کې په جلاجلا توګه پیل شول.

د افغانستان په خاوره کې د ترکمنستان د اورګاډي پټلۍ غځول د ترکمنستان – افغانستان – او تاجکستان ترمنځ د اورګاډي د پټلۍ جوړولو د طرحې یوه برخه ده چې د آسیا د توسعوي بانک لخوا یې د ۳۸۰ میلیون ډالرو په ارزښت د جوړولو کار په ۲۰۱۳ کال کې پلان شوی و.

د اقیني بندر له لارې له ترکمنستان هیواد څخه په تیریدو سره افغاني صادرات په آساني سره اروپايي سوداګریزو مارکیټونو ته لاره پیدا کوي چې دا کار د افغانستان غوندي هیواد لپاره له اقتصادي او تجارتي اړخه ځانګړی اهمیت لري.

د سږکال له پیله د دغې پروژې په شمول د یوشمیر نورو مهمو تولیدي او زیر بنايي پروژي احداث او یا هم عملي کول له شکه پرته چې د هیواد د اقتصادي او تولیدي خود کفايي لپاره یو مهم ګام بلل کیږي.

اوس د دغو مهمو زیر بنايي پروژو د اتمام په لاره کې اساسي خبره دا ده چې هغه باید په جدي ډول په نظام کې د موجود اداري فساد له اغیزو لیري وساتل شي.

همدا راز د جګړې ښکیلې غاړې باید د دغو ارزښتناکو زیر بنايي پروژو د تنفیذ او بشپړیدو په لاره کې خپل مسؤلیت ته په کتو سره د یادو پروژو د کار کوونکو د سر او مال خوندیتوب ته د لومړیتوب حق ورکړي.

کوم هیوادونه چې د افغانستان په اوسنیو نازکو شرائطو کې له افغانانو سره د دغه ډول زیر بنايي پروژو په احداث او عملي کولو کې مرسته کوي له شکه پرته چې جګړه ځپلي افغانان به یې د تل لپاره د دغه ډول انسان دوستانه مرستو مرهون وي.

د افغانستان روانه لانجه چې د سیمې او په مجموع کې د ټولې نړۍ لپاره د بي ثباتي لامل ګرځیدلې د هغې د حل یوه لاره په افغانستان کې د دغه ډول تولیدي او زیر بنايي پروژو عملي کول دي.

کوم هیوادونه چې غواړي له افغانانو سره د دغې لانجې په هواري کې مرسته وکړي هغوی باید له افغانانو سره د زیر بنايي پروژو په احداث او پلي کولو کې کومک وکړي؛ نه د امنیتي او پوځي مرستو په پلمه د تخریبي استراتیژیکو تړونونو په لاسلیکولو کې چې د افغانستان او سیمې لپاره د مزید بحران او بي ثباتي لامل ګرځي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
افغان
میلمه
افغان

نارینه د ښځیتوب او ښځی د نارینتوب دندی نه شی تر سره کولی حتی که تناسلی غړی هم سره الیش کړی.
دا چه مونږ د دغه ټولنیزو په روبنا یا زیربناوو خبری کوو ، دا زمونږ د غلامی اداری له شانه لیری خبره ده