نړۍ

فلبین: مسلمان دعوتګر د لمانځه ورکولو پر وخت وژل شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۹مه، ۱۳۹۵ل): د فلبین هیواد مشهور دعوت ګر نوح کابرینیو باندي هغه وخت ډزي وشوې کله چې نوموړي په خپل مسجد کې د لمانځه امامت کوی، چې له امله يې سخت ټپي او بیا په روغتون کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

کابرینیو په اړه ویل کیږي چې څو کاله وړاندي يې د سعودي په پلازمینه ریاض کې اسلام قبول کړ او بیا یې خپل ژوند د اسلامي دین د نشر لپاره وقف کړ، نوموړی په لنډه موده کې وتوانېد چې په خپل هیواد کې په زرګونو کسان د اسلام مبین دین ته را دعوت کړي.

فلبین یو له هغو هیوادونو څخه دی چیری چې د اسلام دین مخ پر مقبولیت روان دی او زیات شمېر وګړي يې هر کال په اسلام مبین دین مشرف کیږي.

kabreeno-1

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x