
د بلال کړیکه / شهید مستسعید
شهید ملا محمد حسین مستسعید
اهریمن خوښ دي چې نن زما ښکلي جوهر رانه وړي
واک مي په زور توره په فریب دین په منتر رانه وړي
د سره ښامار له شرمیدلې ماتې ونه شرمېد
کفریوشوی دي اسلام مو په اشر رانه وړي
له واتیکان نه راستون شوی یو زاړه لاس پوڅي
چابه ویل د حسین سر به نن شمر رانه وړي
منحوس صلیب مو کور او کلی نن په سر اخیستی
زمونږ عقیده د مسیحا د ژوند نظر رانه وړي
د بد لمنو و سنګار ته یي کورسونه جوړ کړل
حیا د پیغلو موځپي او شال د سر رانه وړي
څومره احمق دی زماله دینه ناخبره غلیم
د دین په توره د پلار نیکه ښکلی هنر رانه وړي
غلیم له وخته دې ته غلي دی چې لاس یي برشي
په نوم دسولې راځي زما د لاس خنجر رانه وړي
دآزادۍ طلایي وړانګو ژر سئ وځلیږئ!
دتورو شپو لښکر راغلی روڼ سحر رانه وړي
دبابا تورې وچلیږه ایماني جګړه ده
دپت کېسه ده پخوانی نوم د ټبر رانه وړي
دبلال کړیکه د درد نه ده د ایمان نښه ده
احد احد یي عقیده اثر د شر رانه وړي
داحرار چېغې د هیواد په غرو کې و آزانګه
غلیم وتیښتې ته چمتو دی اوس روغ سر رانه وړي