شعـــــرونه

غزل/ هدايت الرحمن غريبيار

هدايت الرحمن غريبيار

غريبي ډېره وه او زړه به مې لمبې کولې
ما به په يو اختر او بل اختر جامې کولې

د قدرتونو ربه ! ستا کورته درغلى ومه
خلکو دعا کوله ، ما ځانته خېرې کولې

دلته قبرونو باندې شمعې بلېدې بلېدې
دلته په مړو باندې هر سړي نخرې کولې

پردى مزدور ومه له کاره به ناوخته راتلم
ما به د ښار په سړکونو باندې شپې کولې

زمونږ د کلي ستا د ښار په ژوند کې دغه فرق و
تاسو ښادۍ کولې ، مونږ به جنازې کولې

يه غريبياره ! لېونتوب ته رسېدلى وومه
په لار روان به ومه ځانته مې نارې کولې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x