نظــر

په قطر کې زموږ لومړۍ ورځ – ځلاند

ډاکتر فیض محمد ځلاند

تیر کال د پګواش د ناستې په اوږدو کې د غونډې ګڼو ګډونوالو او په ځانګړي توګه ما خپله تاکید وکړ چې د سولې په خبرو اترو کې باید ځوانانو ته غوښن ځای برابر شي؛ ځکه ځوانان د جګړې ټول تاوان پرې کوي، دوی له دواړو خواوو په جګړه کې وژلی کیږي، د دوی په ژوند او راتلونکي لوبه روانه ده او بلاخره ځوانان دي چې د راتلونکي هر بدلون په وړاندې به د منلو او یا نه منلو پریکړه کوي، له نیکه مرغه، طالبانو زموږ غوښتنې ته لبیک ووایه.

د طالبانو استازو له موږ سره ژمنه وکړه چې ډېر ژر به د ځوانانو سره غونډې ته چمتووالی ونیسي، او له ګران هیواده به ګڼ ځوانان قطر او یا هم کوم بل هیواد ته را بللی کیږي چې د سولې خبرې اترې، د جګړې د دوام په اړه را ولاړې پوښتنې، د طالب د راتلونکي فکر او د جګړې د دوام په عواملو او بلاخره د روانې غمېزې د حل‌لارو په اړه بحث کې برخه واخلي. له بده مرغه، دا غونډه څنګه چې تمه وه ژر ترسره نه شو، سره له دې چې څو ځلې موږ د ځوانانو د ناستې په اړه اړیکې ونیولي، د پګواش له استازو سره مو لیدنې کتنې وشوي، ګڼو هیوادونو ته مو سفرونه لرل چې په دې برخه کې کوم پرمختګ ته زمینه برابره شي، خو بریالي نه شو.

د طالبانو د سیاسي دفتر استازو بوختیاوو، په کابل کې زموږ د کارونو زیاتوالی او بلاخره د ناسم مهالویش له امله دا دی کال وروسته په دې وتوانیدو چې په قطر کې له طالبانو سره مخامخ خبرو ته لار پیدا کړو. له نیکه مرغه، په تیرو شپاړسو کلونو کې دا دی لومړې ځل طالبانو له ځوانانو سره د نیغ په نیغه لیدو کتو زمینه برابره کړه، خو دا ځل یې د ګڼ شمیرو ځوانانو پر ځای یواځې شپږ تنو ته بلنه را ولیږله.

لطیف نظري (د پوهنتون استاذ او په رسنیو کې فعال مبصر)، اسدالله وحیدي (د پوهنتون استاذ، د سرنوشت ورځپاڼي مدیر مسوول او په رسنیو کې فعال)، شاپور بختیار (د لمر او طلوع نیوز تلویزون د سیاسي خپرونې چلوونکی)، میرویس ستانیکزی (د شمشاد د تلویزون د سیاسي خپرونو په مخ وړونکی)، نظر محمد مطمین (د سیاسي چارو شناند او لیکوال) او ما (ځلاند) ته یې د قطر ته د غونډې د ګډون رسمي بلنه تیره اوونې (۲۴ د نومبر) را ولیږله. موږ شپږ ملګرو چې کابل کې سلا وکړه، نو د ګډ سفر هوکړه مو وکړه، سفر مو له کابله د نومبر په ۲۸ قطر ته را وکړ.

د طالبانو د سیاسي دفتر د تشریفاتو مسوولین هوایي ډګر ته ښه راغلاست ته راغلي وو، موږ ناوخته ماښام دوحې ته راورسیدو، له ماښامنۍ وروسته مو ارام وکړ. د نومبر ۲۹ په لسو بجو مو د لومړنۍ ورځې غونډه پیل کړه. د غونډې ګډونوال د طالبانو د سیاسي دفتر ټول غړي ول چې د شیر محمد ستانیکزي په مشرۍ یې موږ ته ښه راغلاست ووایه.

ستانیکزي صیب له ښه راغلاست وروسته پخپلو خبرو کې ځینو ډیرو مهمو نکتو ته اشاره وکړه، لکه د جګړې د پای ته رسولو خبره، د میرمنو د حقوقو، د ملي یووالي ساتل، د عادلانه نظام را منځته کول، د بهرنیانو د شتون ستونزه، د رسنیو د بیطرفي او د طالبانو د ملاتړ خبره، له ځوانانو سره د ورته ناستو د دوام او زیاتولو پریکړه، د حقایقو د بیان او ذکر تاکید، د افغانانو له مختلفو پاړکو سره د اړیکو او خبرو، اترو تابیا او بلاخره د سولې د خبرو د بریالیو هلو ځلو د پاره د ورته بحثونو زیاتول.

ستانیکزي صیب د مطبوعاتو او اړیکو د مسوول په توګه سهیل شاهین صیب را وپیژاند او په دې توګه یې د راتلونکو ناستو مهالویش او منځپانګه له افغانستان څخه د راغلي پلاوی د پوښتنو د ځواب او د حقایقو د را سپړلو په چورلیز را ګرځولو تابیا اعلان وکړ. شاهین صیب تاکید وکړ چې دوی تیاری نیولی چې زموږ ټولو پوښتنو، اندیښنو او غوښتنو ته به په راتلونکو دریو ورځو کې ځواب و وایي.

له کابل څخه د راغلي پلاوی له لورې قدرمن نظري صیب د طالبانو له استازو مننه وکړه، روانه غونډه یې ارزښتناکه وبلله او له طالبانو یې مننه وکړه چې د دې ناستې زمینه یې برابره کړه. نظري صیب پوښتنه مطرح کړه چې طالبان به څنګه وکولای شي د روانو فرهنګي، کلتوري ستونزو او پرمختګونو په وړاندې د خلکو اندیښنو او پوښتنو ته ځواب ووایي؟

د نظري صیب په ځواب کې د قطر دفتر غړي، قاري صیب دین محمد حنیف وویل چې طالبان سره له دې چې ډیر کم امکانات لري خو بیا هم په دې کمو امکاناتو د رسنیو په مرسته د خپلو اهدافو د روښانتیا، د خبر د رسیدا په موخه او دارنګه د روانو حالاتو د څار او خپل نظر د ښکاره کولو د پاره له مختلفو لارو چارو ګټه پورته کوي تر څو د طالبانو د پریکړو، د تحریک د کړنو او پرمختګونو څخه ګران هیوادوال خبر کړي. طالبان د فرهنګي چارو، مطبوعاتو، تحصیلاتو او دارنګه د ښووني روزني منظم کمیسونونه او اداري جوړښتونه لري چې د دي جوړښتونو دنده ده چې په اړونده برخه کې ستونزو ته حل‌لارې پیدا او هغه عملي کړي.

شاهین صیب د نظري صیب پوښتنه مهمه وبلله او په دې برخه کې ژمنه وکړه چې د رسنیو د استازو اړونده پوښتنو ته به ځواب ویلی کیږي، تاکید یې وکړ چې رسنۍ دې حقایق بیان کړي، د طالبانو ښه یادول کیدی شي حقیقت ونه اوسي، خو د حکومت په ناغیړیو، فساد او بدمرغیو پرده اچول هم حقیقت نه دی. د ایران، پاکستان او لویدیځ د کلتوري او فرهنګي یرغل سره مقابله کول یې حتمي وبلل او په دې برخه کې د خپلواکو رسنیو توجه لازمه وبلله.

اسد وحیدي صیب هم د قطر دا ناسته ډیره ګټوره وبلله، هغه زیاته کړه چې له طالبانو سره په ګڼو برخو کې کلک اختلافات موجود دي، سره له دې چې له طالبانو سره سوله لازمي ده خو ځینې داسې پوښتنې او اندیښنې شته چې باید هغه حل شي. وحیدي صیب د کلي او ښار د واټن زیاتوالی د افغانستان د راتلونکي د پاره ډیر خطرناک وښود او په دې اړه یې له طالبانو غوښتنه وکړه چې دا فاصله باید ورغولی شي. د نوي نسل پرمختللي غوښتنې یې مهمي منعکسي کړي او طالبانو نه یې غوښتنه وکړه چې د نوي پېر ځوانان په ښو او بدو پوهیږي، نو ځکه باید حقایق ورته بیان شي.

د دفتر بل غړي، شیخ سید رسول حلیم صیب د وحیدي صیب د پوښتنې او اندیښنې په ځواب کې وویل چې د رسنیو د استازو او طالبانود نننۍ ورځې ناستې اصلي موخه همدا ده چې څنګه کولای شو د اختلافاتو په اړه بحث وکړو او د هغوی د حل‌لارو د عملي کولو دپاره ګډ کار وکړو.

میرویس ستانیکزي صیب د غونډې رابلل مهم وګڼل او تاکید یې و کړ چې باید په دې غونډه کې ځینې مهمو ترخو حقایقو بیان ته زړه ښه کړو او افغان مظلوم ولس پوښتنو او اندیښنو ته ځوابونه پیدا کړو د مثال په ډول هغه وویل چې طالبان د اوسنې نظام د پاره کوم بدیل لري؟ طالبانو ته مطلوب نظام په اوسنۍ اسلامۍ نړۍ کې د کوم هیواد دی؟ د جګړې د دوام او یا اوربند په اړه د طالبانو شرایط کوم دي؟ د بهرنیانو د وتلو د شرایطو د عملي کیدا په اړه کومه پریکړه یا پلان؟

عباس ستانیکزي صیب د میرویس ستانیکزي صیب د پوښتنو او دارنګه د ټول میلمنو د اندیښنو د ځوابولو د پاره غونډه سبا ورځې (۳۰ نومبر) ته پریښوده، د سبا ورځې د غونډې مهمه اجندا به د رسنیو د استازو د پوښتنو ځوابول او په حل‌لارو بحث کیږي.

غونډه په دې هوکړې پای ته ورسیده چې سبا ورځ به له دواړو لوریو د رسنیو په کردار، د حقایقو د بیان، د افغانانو د اندیښنو، د ځوانانو د ستونزو په ځواب او بلاخره د اړیکو د رغولو او پراخولو په ډول باندې ژورې خبرې اترې وشي.

زموږ د قطر د سفر د بحثونو په اړه به ټول حقایق له ګرانو ځوانانو او مظلومو هیوادوالو سره شریک کړو. هیله ده چې زموږ دا سفر د ګران وطن د روانې غمېزې د حل او روښانه راتلونکي د پیل د پاره یو مهم ګام او بنسټ وګرځي.

یا رب توفیق!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحداڅګزۍ

دافغانستان دپاره دترکیی موجوده داردوان حکومت دقدر وړحکومت دی باید دحکومت داسلامی ترز اوپرمختګ طریقی ځنی زده سی غربی دیموکراسی افغان ملت په هیڅ صورت نسی منلای انګریزانو اوامریکایانو چه هر چیری حکومت کړۍ دۍ هغه ملکونه یی فاحشه خانی ګرزولی دی دهغودین اوکلتوریی بربادکړی اودمنځه وړی دی دمثال په ډول انګریزانودډیړوخت دپاره پرهندستان چه پاکستان یی یوجزووحکومت کړۍ دۍ نن وینوچه په پاکستان کی داسی خلک سرداران ،نوابان او خانان جوړکړی چه دونه بی حثه خودپرستان دی چه دملت عوام ورته پسونه ښکاره کیږی هر څه چه حکومت اوددروغو عدالت یی په کوی بازخواست والایی نسته په انتخاباتوکی دغه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x