نظــر

د اسلامي مبارزې الفبا (۲) – تنظیم د قرآني لارښووني سرلیک دی

دکتور: فتحي یکن
دکتور: فتحي یکن

لیکوال: أستاد فتحي یکن – وفات: ۱۳ جون ۲۰۰۹م

ژباړه: سلطان محمود صلاح

دوهمه برخه (د تیري برخي لپاره دلته کلیک وکړئ)

تنظیم د قرآني لارښووني سرلیک دی:

قرانکریم چې د مسلمانانو قانون او په ټول بشریت باندي د خدای جل جلاله حجت او دلیل دی، پخپلو ډیرو آیتونو کې په صریحه توګه او یا اشارې سره پر تنظیم باندي د تکیه کولو او د نظم په پام کې ساتلو تأکید کوي.

د مسلمانانو دعوت او د ددوی لپاره د یوه داسي قیادت شته والی چې حکم یې منل کیږي او د فیصلو لپاره ورته مراجعه کیږي په دې هکله خدای جل جلاله فرمایي:

إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تُؤَدُّوا الْأَمَانَاتِ إِلَىٰ أَهْلِهَا وَإِذَا حَكَمْتُمْ بَيْنَ النَّاسِ أَنْ تَحْكُمُوا بِالْعَدْلِ ۚ إِنَّ اللَّهَ نِعِمَّا يَعِظُكُمْ بِهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ كَانَ سَمِيعًا بَصِيرًا ﴿٥٨﴾ [سورة النساء : ۵۸]

(اې مؤمنانو! د الله ، رسول او هغو کسانو اطاعت وکړئ چې له تاسي نه د امر خاوندان دي.)

او دا څرګنده ده چې قیادت او اطاعت یې اساسي تنظیمي مسائل او کارونه دي.

بل ځای خدای جل جلاله د جندیت ( عسکري) یعني پیروۍ او اوامر منلو په هلکه داسي فرمايي:

إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَإِذَا كَانُوا مَعَهُ عَلَىٰ أَمْرٍ جَامِعٍ لَّمْ يَذْهَبُوا حَتَّىٰ يَسْتَأْذِنُوهُ ۚ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَأْذِنُونَكَ أُولَٰئِكَ الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ ۚ فَإِذَا اسْتَأْذَنُوكَ لِبَعْضِ شَأْنِهِمْ فَأْذَن لِّمَن شِئْتَ مِنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمُ اللَّهَ ۚ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ (62) [سورة النور ۶۲]

(رښتوني مؤمنان هماغه دي چې الله او د هغه پیغمبر د زړه له کومي ومني او کله چې د کومي ټولنیزي چاري په وخت کې له پیغمبر سره وي نو له هغه څخه له اجازې اخستلو پرته نه ځي کوم کسان چې له تانه اجازه غواړي هغوی د الله او د پیغمبر منونکي دي، نو کله چې هغوی د خپل کوم کار لپاره اجازه وغواړي نو چاته چې دي خوښه شي اجازه ورکړه او د دغسي خلکو په حق کې له الله نه د بخښي غوښتنه وکړه، الله په باوري توګه بخښونکی ډیر مهربان دی.)

د مسلمانانو د لیکو د ټینګښت او یووالي، خصوصا د دښمنانو په مقابل کې د وحدت په هکله فرمايي:
إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِهِ صَفًّا كَأَنَّهُمْ بُنْيَانٌ مَرْصُوصٌ ﴿٤﴾
[سورة الصف :۴]

(د الله خو هغه خلک خوښ دی چې د هغه په لاره کې داسي شان تړلی صفونه جنګیږي چې ګواکي هغوی یو محکم کړی شوی دیوال دی.)

او حتمي ده چې ټینګه لیکه او پیاوړی صف یوازي د نظم او تنظیم په نتیجه کې مینځته راتلی شي.

ډیر قرآني آیتونه د توجیه ( ارشاد) او تشریع په دواړو اړخونو کې د نظم او تنظیم په اهمیت او ارزښت ټینګار کوي، او دا ښیي چې په هغه کتاب کې چې د حکیم او حمید خدای تعالی له خوا نازل شوی، چې له ازله تر ابده حق دی او له باطل نه خوندي…

نبوي ارشادات د تنظیم غوښتنه کوي:

د مسمانانو پیشوا او امام رسول الله صلی الله علیه وسلم د نظم او تنظیم خواته ډیره پاملرنه درلوده.

د نظم او تنظیم خوا ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د توجه اندازه له دې نه ښه معلومیدای شي چې هغه صلی الله علیه وسلم د امیر ټاکلو او دهري کاري ډلي لپاره که یې شمیر درې هم وي د یوه مشر په ټاکلو باندي امر کوي او فرمایي:

( إذا کنتم ثلاثة فأمروا أحدکم)

( که تاسي درې تنه وئ نو یو تن مو امیر وټاکئ. )[د طبراني روایت په اسناد حسن سره]

په امیر او مشر پوري د مسلمانانو د کار او امورو تړلو ته د محسن انسانیت محمد صلی الله علیه وسلم هڅه او امر په حقیقت کې د دې امر هم دی چې د مسلمانانو ټول کارونه باید منظم او منسجم وي، که د جنګ په حالت کې وي او که د سولي، تجارت وي او که سفر، لوی کارونه وي او که واړه؟

که چیرته په هر ټولګی او ګروپ کې داسي یو امیر او مشر چي پيروي یې کیږي او خبره یې منل کیږي نه وي نو د مشکل پيښدو په صورت کې به فیصله څوک کوي؟

پداسي صورت کې چې هلته داسي قوت او اداره وجود ونلري چې د تعیني او ټاکلو حق ورسره وي، د نظریو او افکارو د اختلاف په صورت کې به تګ لاره ان مسیر څوک او څنګه ټاکي؟

او بل دا چې که چیرته په کومه ټولنه او ګروپ کې نظم او اطاعت، امارت او ماموریت نه وي، نو څوک به وي چې د هر چا لپاره خپل کار وټاکي، په ټولو کارونو نظارت ولري او لازمه لارښوونه ورته وکړي؟

په ډیرو وړو او آسانه کارونو کې چې حال دا وي نو که کارونه لوی، متعدد او مشکل وي بیا به څه پیښیږي؟

رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپلو نبوي ارشاداتو سره له شرعي قیادت نه د اطاعت او پیروۍ تأکید کوي او دا مهمه نه ګڼي چې د مشرتابه واګي له چا سره وي او فرمايي:

إسمعوا و أطیعوا و إن استعمل علیکم عبد حبشی کأن رأسه زبیبة[بخاري]

( خبره یې اوړئ او پیروي ورڅخه کوئ که څه هم یو داسي حبشي ( غلام) درباندي امیر وټاکلی شو چې سر يې لکه یو ممیز غوندي وي.)

او ددې په خاطر چې له مشرتابه نه د مسلمانانو پيروي او اطاعت د دوی په خوښه او زړه نه وي یعني که یې خوښه وه اطاعت به کوي او که نه نو خپل کار به په مخ بیايي چه لدې نه لوی شر، ګډوډي او غټ خلل را پیدا کیږي ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم دې نقطې ته اشاره کوي او فرمایي:

علیک السمع و الطاعة في عسرک و یسرک و منشطک و مکرهک و أثرة علیک [مسلم]

( ته باید پر هر وخت سختۍ او اسانۍ، خوښۍ او ناخوښۍ… کې اطاعت وکړې او خبره ومنې.)

همدا زار رسول الله صلی الله علیه وسلام د فتنې نه دنجات او د وحدت (یووالي) ساتلو کوم چې وجود یې د قوت یوازینی سبب او نشتوالی یې دښمنانو ته د حملې جرأت ورکوي په هلکه فرمایي:

من خلع یداً من طاعة لقی الله یوم القیامة و لا حجة له، و من مات ولیس في عنقه بیعة مات میتة جاهلیة[مسلم]

( چاچې د امر اطاعت پریښود نو د قیامت په ورځ به د الله تعالی سره پداسي حال کې مخامخ کیږي چې هیڅ دلیل به ورسره نه وي او څوک چې په داسي حالت کې مړ شو چې بیعت ته یې غاړه نه وه ایښې نو هغه د جاهلیت په مرګ مړ شویدی.)

نو اوس وویاست چې دا ټول د تنظیم مبادي، اصول او مقدمات نه دي؟

تنظیم د رسول الله صلی الله علیه وسلم د کړو بنسټ دی:

د رسول الله صلی الله علیه وسلام ټول کار د نبوت په ټولو مرحلو کې…په مکه او مدینه کې…. په روزنه، دعوت ، جنګ او ټولو امورو کې د نظم او تنظیم پر اساس ولاړ دی او په هر قدم کې سې د نظم خواته زیاته توجه کړیده.

د عقبة الاولی په بیعت کې له رسول الله صلی الله علیه وسلام سره د مدینې دولس کسانو بیعت وکړ.

ابن اسحاق وایې: کله چې خلک بیرته تلل، رسول الله صلی الله علیه وسلم مصعب بن عمیر بن هاشم بن عبدمناف ورسره واستوه او امر یې ورته وکړ چې دوی ته قرآن ولولي، اسلام وروښيي، په دین یې پوه کړي، نو له همدې امله په مدینه کې د مقرئ ( لوستونکي) په نامه مشهور ؤ.

په عقبه الثانیه کې له رسول الله صلی الله علیه وسلام سره ۷۲ سړیو او دوو ښځو عقبی ته نژدې په پټه توګه بیعت وکړ او بیا رسول الله صلی علیه و سلم و فرمایل:

[أخرجوا إلي منکم إثنی عشر نقیباً لیکونوا علی قومهم بما فیهم، فأخرجوا منهم اثنی عشر نقیباً، تسعة من الخزرج و ثلاثة من الأوس، فأما نقبا‌ء الخزرج فهم: اسعد بن زرازة و سعد بن الربیع و عبدالله بن رواحة و رافع بن مالک و البراء بن معرور و عبدالله بن عمرو بن حزام و عبادة بن الصامت و سعد بن عبادة و المنذر بن عمرو و أما نقباء الأوس فهم: اسید بن حضیر و سعد بن خیثمه و رفاعه بن المنذر.]

( ماته له تاسي نه دولس نمائنده ګان را معرفي کړئ چې دوی هر یو د خپل قوم مشر وي، نو دوی هم دولس نماینده ګان ورمعرفي کړل چې نهه یې له خرزج او درې نور یې د اوس له قبیلې څخه وه. د خزرج نمایندګان دا ؤ:

اسعد بن زرازة، سعد بن الربیع، عبدالله بن رواحة، رافع بن مالک، البراء لن معرور، عبدالله بن عمرو بن حزام، عبادة بن الصامت، سعد بن عبادة، المنذر بن عمرو او د اوس نماینده ګان : اسید بن حضیر، سعد بن خیثمه، او رفاعه بن المنذر.)

د رسول الله صلی الله علیه وسلم په هجرت کې داسي تنظیمي نښې او شعارونه وجود لري چې باید په ډیر دقت او تدبر سره وڅیړل شي او همدا نښي هغه ګمانونه کوم چې په اسلامي عمل کې د تنظیمي فکر مخالفت کوي په کلکه ردوي او لدې نښانونه لاندي د مثال په توګه یادونه کوو:

1. له علي رضی الله عنه نه دا غوښتنه چې هغه باید دده صلی الله علیه وسلم په ځای ویده شي تر څو کفار وغولیږي، په داسي حال کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له مکې نه وتلی او د ثور غار ته رسیدلی دی.

2. د ثور غار انتخابول کوم چې د مدینې د لاري په مقابل لوري کې پروت دی تر څو کافران خطا شي، ځکه هغوی ښه پوهیدل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به حتماً مدینې ته هجرت کوي..

3. عبدالله بن ابي بکر رضی الله عنهما ته د مکې خبر راوړلو وظیفه سپارل، تر څو هغه صلی الله علیه وسلم په احوال خبر وي

4. د خوراک او څښاک راوړلو دنده اسماء بنت ابي بکر رضی الله عنها ته سپارل

5. عامر بن فهیره رضی الله عنه ته دا امر کول چې هغه باید هر ماښام خپله رمه په دوی ورولي تر څو دوی دواړه خپله برخه شیدې ورڅخه واخلي او هم رمه د خلکو د پښو نښي ورکي کړي، مشرکین ورباندي پوه نه شي بلکه ورباندي غلط ښي او تیروزي.

نو هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم چې وحي ورته راځي او د خدای تعالی په تأیید او مستقیمه لارښوونه مخکي ځي، له لس ګونو حادثو نه په یوه حادثه دومره ترتیبات نیسي او زیات اجراءات کوي، نو نه پوهیږم په هغو کسانو څه شوي کوم جې ځان د اسلام سپاهیان بولي خو دمسلمانانو ته په اسلامي کار کې د تنظیم او نظم پریښوولو امر کوي او دا هم په داسي یو وخت کې چې وحې قطع شوي، د دښمنانو فتنې ډیري او مشکلي شوي خو بیا هم دوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سنتو لاره نه ویني او وائي نظم په درد نه خوري، څه ورباندي شوي چې سترګې ئې څه نه ویني او غوږونه یې څه نه اوري؟

د اسلام لوړ اهداف د تنظیم غوښتنه کوي:

د اسلامي حکومت کوم چې دخدای جل جلاله په شریعت به حکم کوي د غیاب او نشتوالي په صورت کې د اسلامي عمل هدف، بدلون راویستل یعني د موجوده وضعي او حالت په ځای د اسلام راوستل دی نه دا چې یوازي وعظ او تبلیغ وشي او نور له همدې جاهلي ټولني سره په یوه لاره روان وي، بلکي د هغې یو جز ګرځیدلی وي.

د جاهلي حالت داسي بدلون چې افکار، عقاید، قوانین، سلوک او عادات یې ټول یو مخ بدلون ومومي له دقیق او پوره نظم او تنظیم پرته هیڅ ممکن نه دي.

دا په دې نه شي کیدای چې جومات یا کومه غونډه کې یوه دوې خبري وشي وعظ او تبلیغ واورول شي، بلکې دې ته په هر ډګر کې نظم او تیاری په کار دی.

ددې بدلون لپاره یو تیار، فعال ، اماده او په اسلامي بدلون مؤمن انسان ته اړتیا ده کوم چې دې ته تیاروي چې د اسلامي بدلون مادي او معنوي غوښتني پوره کړي

د بدلون پروګرام، لاري او طریقې هم ضروري دي چې باید څرګندي او تیاري شوي وي او بیا دې ته هم اړتیا ده چې باید د بدلون ټول بشري، مادي او تخنیکي وسائل او اسباب برابر او تیار شي.

دا ټولي هغه غوښتني دي جې له تنظیمه پرته نه شي حاصلیدای اوبې له نظم او تنظیمه اسلامي عمل یو داسي تبلیغي یا فرهنګي عمل ګرځي چې د خلکو په محور به څرخیږي، ځیني خوبونه به ئې ویني، ځیني احساسات به ئې راپاروي، خو ډیر ژر به بیرته ویده کیږي او داسي به ورکیږي چې هیڅ نښه او اثر به یې په ځای نه وي پاته.

د اسلام په خلاف دا لوی ګواښ هم د تنظیم غوښتنه کوي:

که له مخکي ذکر شوو غوښتنو سره دا هم ور یو ځای کړو جې اسلام نن ورځ له څومره سترو، محلي، ملي او نړیوالو خطرونو سره لاس او ګریوان دی، نو په اسلامي عمل (کار) کې به تنظیم که شرعي واجب نه وي نو واجب بالضرورة خو به حتماً وي.

د اسلام دښمنان په لسهاو تحریکونه ، تنظیمونه او پرو‌ژې لري چې د هغې له لاري د اسلام او مسلمانانو په خلاف توطئې جوړوي او فتنې پیدا کوي او دښمنان په دومره اندازه مادي وسایل هم لري چې شمیر او اندازه یې ګرانه خبره ده. له دې نه اخوا تب او تلاش کوي، توطئې په کار اچوي او په نړیوالو پکتونو او ټولنو کې طرحې جوړوي او پلانونه ترتیبوي او د اسلام په خلاف هر ډول نویي فني او تخنیکي وسایل په کار اچوي، نو آیا ددې په مقابل کې به دا معقوله وي چې اسلامي تحریک او یا مقاومت دي کمزوری، وروسته پاتي ، بې نظمه او بې پروګرامه وي؟
پدې ټولو پسې دا هم مهمه پوښتنه راولاړیږي چې په اسلامي عمل ( فعالیت ) کې د نظم پریښولو بلنی هدف څه دی؟ او څوک لدې شعار نه ګټه وړي او د چا په زیان دی؟

په پای کې هغه کسان چې له ځانه په اسلام پوري خبري تړي دوو خبرو ته رابولو:

1. لومړی ځان په اسلام پوه کړئ او بیا دعوت پيل کړئ

2. له خدای تعالی نه په حقه وویریږئ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا قول سترګو ته ودروئ چې فرمايي:

إن آحدکم لیتکلم بالکلمة لا یلقی إلیها بالاً ، فتهوی به سبعین خریفا في جهنم
(له تاسي نه به یو څوک خبره کوي خو پروا به پرې نکوي، یعني اصلاً دا خیال نه کوي چې دا خبره ګناه ده، نو همدا خبره به یې اویا کاله په دوزخ کې غورځوي.)

إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَذِكْرَىٰ لِمَن كَانَ لَهُ قَلْبٌ أَوْ أَلْقَى السَّمْعَ وَهُوَ شَهِيدٌ (37)[سورة ق]

په دغه تاریخ کې د عبرت درس دی دهر هغه چا لپاره چې زړه لري یا په پاملرني سره خبره واوري.

نور بیا

ددې لیکني مخکنیو برخو لپاره دلته کلیک وکړئ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحداڅګزۍ

الله دی عیوض درکی ډیره دعبرت وړمقاله دی شروع کړی ده

faheem

زه له دروند ورور دغه پوشتنه کوم چه[ ږعتصمو بحبل الله جمیعا و لا تفرقو دی څرنګه تشریح او تفسیروی . بیا به د ده تقوی او له خدایه ویریدل او ښه اسلامیت په ډاګه شی ، د هغه چا په اړه څه نظر لری چه د روسانو په مقابل کی یی جهاد کولو او د انګریزانو سره یی د سوړ جنګ په نامه د غلامی تړون لاسلیک کړو و د اربکانو مشری یی د مقاومت په ضد تر سره کوله او اوس ورته د داعشی ملیشو دمشری ورکولو دنده ورکړی شوی . کوم څه چه ته د نظم به… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x