
كشمير: د وسلوالو په برید کې ۷ هندي عسکر وژل شوي
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، لېندۍ ۱۰مه، ۱۳۹۵ل): په کشمیر کې بیلتون غوښتونکو وسلوالو د هندي ځواکونو پر قرارګاه ډله ایز برید کړی چې په ترڅ کې د رسنیو په قول د هندي پوځ ۷ تنه عسکر وژل شوي دي.
پوځي چارواکو ویلي چې د تیري ورځي په اوږده جګړه کې ۴ وسلوالو هم وژل شوي دي.
پيښه د کشمیر په هغه برخه کې چې د هندوستان تر واک لاندي ده، د جمو په ښار کې را منځته شوې.
باید وویل شي چې د پټانکوټ د برید وروسته دا دوهم لوی ډله ایز برید دی چې د کشمیر بیلتون غوښتونکي وسلوالي ډلي یې تر سره کوي. د پټانکوټ په نامه سیمه کې د هندي ځواکونو پر قرارګاه د وسلوالو په برید کې ۱۹ تنه وژل شوي وه.
د هندي پوځ چارواکو رسنیو ته ویلي، څلور تنو چې د پولیسو جامې یې په تن وي، د سپکو وسلو په واسطه پر قرارګاه برید وکړ چې له امله یې ۴ پوځیان ووژل شول، بریدګرو یو شمیر پوځیان او د هغو د کورنۍ غړي له ځانه سره یرغمل کړي وه چې وروسته د هغوی د خلاصون په عملیاتو کې ۳ نور پوځيان ووژل شول.
باید وویل شي چې د پټانکوټ د پيښي وروسته د پاکستان او هندوستان تر منځ اړیکي ترینګلي شوي او دواړه لورو پر پوله باندي د توپونو وارونه کوي او یو بل ته د مرګ ژوبلي اړولو خبرونه هم وخت نا وخته ورکوي.