افغانستان

طالبانو په برما کې د مسلمانانو قتل عام وغندل

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، لېندۍ ۱۰مه، ۱۳۹۵ل): طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره په برما کې د حکومت له لوري پر مسلمانانو تر سره کیدونکي ظلمونه او قتلونه غندلي دي او پر اسلامي امت یې غږ کړی چې د مظلومو مسلمانانو د ساتني او دفاع لپاره له ټولو امکاناتو کار واخلي.

طالبانو په خپل خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو بشري او حقوقي سازمانونه په دوه مخي تورن کړی او د مسلمانانو څخه یې غوښتنه کړې چې د هغوی په تمه دي وخت نه ضایع کوي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي: «دا چې د ملل متحد او بشري حقوقو د سازمانونو په شان ادارې د برما د مسلمانانو د قتل عام په اړه چوپه خوله دي، دا د دې بشري ناورین په وړاندې د نوموړو ادارو دوه مخي چلند په ډاګه کوي. خو مسلمانان باید د یادو ادارو د اقدام په تمه وخت ضائع نه کړي، بلکې د خپل ایماني ورورولۍ له مخې له خپلو مظلومو وروڼو سره د مرستې لاس ورکړي.»

طالبانو د اسلامي نړۍ د حاکمانو څخه غوښتي چې خپل مسؤولیت ادا کړي، د برما په غمیزه د درد احساس وکړي او بې تفاوته پاته نه شي.

خبرپاڼه کې په برما کې د مسلمانانو اقلیت نژادي تصفیه او عام وژنه ستر بشري جنایت بلل شوی او غندل شوی دی. «اسلامي امارت د برما تر یو ملیون د زیات مسلمان اقلیت نژادي تصفیه او عام وژنه ستر بشري جنایت بولي او په کلکو ټکو یې غندي. دغه راز ددې جنایت په وړاندې نړیواله چوپتیا هم د پیغور وړ عمل بولي چې په هیڅ دلیل نه شي توجیه کیدلای.»

باید وویل شي چې دتیري دوشنبې په ورځ په اروپا کي د برما د روهينګيا مسلمانانو د ټولني مشر خير الله امين د دغي ټولني په مرکز هالينډ کي له نړيوالي ټولني او اسلامي نړۍ څخه په ميانمار کي د روهينګيا مسلمانانو د مرستي او حمايې غوښتنه وکړه.

هغه وويل: ”هيله ده زموږ ملاتړ وکړئ او کومک راسره وکړئ چي موږ له خپلو ځانونو څخه ننګه (دفاع) وکړو، دا نړيوالي ټولني، اسلامي نړۍ او ترکيې ته زموږ پيغام دی“.

هغه په خپلو خبرو کي څرګنده کړه چي د اراکان په سيمه کي وضعه له هغه مهاله چي د اکتوبر پر ۹مه د پوليسو پر پوستو بريدونه سوي دي ډېره متشنجه سوې او خطرناکه سوې ده.

امين څرګنده کړه چي په سيمه کي د نښتو له امله دېرش زره کورنۍ د خپلو کورونو پرېښوولو ته اړ سوي دی، خو داسي ځای نه مومي چي پناه وروړي.

هغه دا هم وويل چي له تېر اکتوبر راهيسي ۴۰۰ تنه وژل سوي، درې کلي په بشپړه توګه وران سوي، دوو زرو پنځو سوو کورونو ته اور اچول سوی دی او جوماتونو او ښوونځيو ته زيانونه اوښتي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x