دیني، سیرت او تاریخ

رسول الله صلى الله عليه وسلم د غير مسلمانانو په آند «۳۳»

ليکنه او څيړنه عبدالغفار جبير
ښاغلی جي ايــچ دنيسن(J. H. Denison) دنبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله څه وايي؟

په پنځمه او شپږمه میلادي پیړۍ کې نړۍ په یوه تشویشناکه حالت کې وه، پخواني رواجونه او عنعنې واکمنې وې، معیاري قوانین نه وو، تاو تریخوالی اوج ته رسېدلی ؤ، هر چا هر څه کولای شول، موږ نشو ویلی چې دا عصر له تمدن نه عصري دی، بلکې په داسې وخت حضرت محمد صلی الله علیه وسلم راغی چې شرک او جهالت اوج ته رسېدلي وو، هغه ټول شرق او جنوب سره وتړل او د بشریت تمدن ته یې نوی روح ورکړ.[1]

ايس پي سکاټ (S. P. Scott) دنبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله څه وايي؟


که چیرې د مذهب هدف د اخلاقو سمول وي، یا د ناوړو کارونو له منځه وړل وي، یا بشریت ته روحي خوښې ورکول وي، یا د انسان عقل ته وده ورکول وي، یا د ښو اعمالو او افعالو کول وي او یا هم د بشریت سوکالي وي؛ نو په آخر کې به دا ووایم چې دا هرڅه حضرت محمدصلی الله علیه وسلم له ځانه سره راوړي او په دې اساس ویلای شو چې حضرت محمدصلی الله علیه وسلم د خدای استازی ؤ.[2]

برتانوي مؤرخ ويليم موئير
(Sir William Muir)دنبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله څه وايي؟

بريتانوى مؤرخ ويليم موئير (۱۸۱۹۱۹۰۵م): “د هغه دين آسانه او خبرې يې څرګندې وې. عقل يې كړنو ته حيران دى. په تاريخ كې بل داسې مصلح ندى تير شوى چې په دومره كمه موده كې يې زړونه ويښ او اخلاق سم كړي وي او د ښېګڼو بنسټونه يې ايښي وي”.
دده ښکلی تورې سترګې او منور مخ به پر هر اجنبي باندې اغېزه کوله، د ده تبسم ، له لطف نه ډکه څهره او د مینې او لورینې نه ډکه رویه، تل هر هغه کس چې دی به یې نه ؤ لیدلی، تر خپل اغیز لاندې راوسته، هیښونکی پلویان یې وو، تر ټولو دلاور او ښکلي وو، روښانه مخونه یې درلودل، داسې ځلیدل، لکه لمر چې ځلیږي، داسې کسان بیا په ټول بشریت کې نه دي پیدا شوي؛ کله چې به ده صلی الله علیه وسلم خبرې له چاسره کولې، نو هغه ته یې په مکمل ډول غوږ نیوه، ټول مخ او بدن یې ورته اړوه، توجه یې ورته کوله، د بل چا په خبرو کې نه لوېدل، په روغبړ کې یې لاسونه ښورول، خیرات یې پخپل لاس ورکاوه، ساده ژوند یې درلوده، له خپلو بیبیانو سره یې د کور په کارونو کې مرسته کوله، خپل کالي او خپلې څپلۍ یې پخپله ګنډلې، بزې یې پخپله لوشلې او تړلې، جامي یې ساده وې، کمیس یې له ساده سپین رخت څخه جوړ ؤ، په خوراک کې یې کبر نه کاوه او نه یې څه ویل، کور یې له اومو خښتو څخه جوړ ؤ، د کور دیوالونه یې د خرما تنې او خټې وې، د دروازو او کړکیو پردې به یې څرمنې وې، کله چې به وفدونه راغلل، نو د هغوی به یې ډېر احترام کاوه او ښه راغلاست به یې ورته وایه، تر ټولو نا اشنا خبره دا چې نه یې څه شی لوستلای  او نه یې لیکلای شو، د تواضع، لطف، شهامت، صبر او ټولو ښو اخلاقو خاوند ؤ، ده نه خوښول چې یو چا ته په (نه) سره ځواب ورکړي، که به یې چا ته ځواب نه ورکاوه؛ نو خاموشه به شو، د هر چا بلنه یې منله،  ولو که هم هغه به د ده دښمن ؤ، د میلمنو خدمت او احترام یې ډېر کاوه، له هر چاسره یې خواخوږي ډېره وه، له ماشومانو سره یې ډېره مینه درلوده، اعتدال او نرمښت یې خوی ؤ، حتی له خپلو دښمنانو سره یې هم نرمښت کاوه.[3]

نور بيا


[1] J. H. Denison writes in his book, Emotions as the Basis of Civilisation, pp. 265 9:
[2] S. P. Scott writes in, History of the Moorish Empire in Europe, p. 126:
[3] Sir William Muir (Life of Muhammad, pp. 510-13):

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x