
مارجه کې پولیسو د ښځو او ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ شپږو تنو لاسونه او پښې ورماتې کړي
د فتح خان په نوم یو تن چې پولیسو د وهلو له امله يې سر يې ټپي شوی، وايي چې تېر ماښام طالبانو په سیمه کې د پولیسو پر پوسته ډزې وکړې او پولیس د دوی پر کور ور ننوتل او د دوی د کورنۍ پر وهلو او ډبولو يې پيل وکړ، چې د وهلو او ټکولو له امله د ده او د پلار سرونه يې مات شول په همدې پيښه کې يو ماشوم ټپي او د مور لاس يې هم مات شو. د امينې په نامه يوې سپين سرې ښځه وايي، چې پولیسو ته يې ډېرې زارۍ وکړې چې موږ نه طالب پيژنو او نه بل څوک موږ خو په پټي کې د ماښام لپاره سابه کول او د خپلې کورڼۍ د خلاصون کوشش يې کاو. د يادې سپين سرې په وينا پولیسو يې له کوره دوه مبایلونه هم وړي دي. د یادونې وړ ده چې د سیمې اوسیدونکي تل شکایت کوي چې دوی سره د پولیسو او امنيتي کړيو لخوا ناوړه چلند کيږي