د اوږد مهاله بریا کونجي

لیکنه: براین ټریسي
ژباړه: مشتاق رحیم

له سلو کلونو ډیر کیږي چې د بریالیو خلکو په اړه ژورې څیړنې روانې دي. د هغه څه د پیدا کولو دپاره چې له امله یې دغه بریالي خلک د یو عام سړي په پرتله ډیر څه ترلاسه کوي د بریالیو خلکو سره خورا ځانګړې او ژورې مرکې شوي دي.

په دې لیکنه کې به تاسې د اوږد مهاله بریا د ترلاسه کولو ترټولو مهم عامل زده کړئ او همدا راز تاسې به په دې هم پوه شئ چې څنګه کولې شئ دغه عامل په خپل شخصیت او کړو وړو کې و روزئ. تاسې به دا زده کړئ چې څنګه د ځان دپاره یو بریالې راتلونکې تضمین کړئ.

د بریا په اړه د هارورډ پوهنتون موندنه

د هارورډ پوهنتون ټولنپوه ډاکټر ایډورډ بین فیلډ په ۱۹۷۰ کې د ان هیونلي سټي(The Unheavenly City) په نوم یو کتاب لیکلې . دا څیړنیز کتاب د بریا او د لومړیتوبونو د ټاکلو په اړه یو تر ټولو ژور کتاب دې-

بین فیلډ غوښتل د دې څیړنې په مرسته پوه شي چې یو شمیر خلک ولې د خپل ژوند په اوږدو کې د خپل اقتصادي ژوند په اړه له ویرې ازاد او بې غمه کیږي. ده دا انګیرله چې د دغه پوښتنې ځواب به د کورني شالید، زدکړې، پوهې، اغیزناکه اړیکو او یا همدا ډول نورو عاملونو کې وي. خو په پاې کې د هغه څیړنې وښودله چې د بریا لامل د ذهن یو ډول ځانګړي کړو وړو پورې تړلي.

اوږد مهاله لید جوړ کړئ

بین فیلډ دا کړه وړه “اوږد مهاله لید” ونومول. هغه واي “هغه نارینه او ښځینه چې د خپل د نن ورځې په هره پریکړه کې اوږد مهاله راتلونکې په نظر کې نیسي له اقتصادي پلوه ډیر بریالي وي.” هغه دا وموندل چې هر هغه څوک چې د پلان جوړولو او د هغې د تطبیق په اوره اوږد مهال نظر کې نیسي هغه به په خپل ژوند کې لوې لاسته راوړنې ولري.

د بیلګې په ډول، ستاسې د کورنۍ ډاکټر په ټولنه کې وروسته تر هغې د قدر وړ وګرځید چې ډیر کلونو یې په زیار او لوست کې تیر کړل ترڅو د طبابت کولو حق وګټي- د پوهنتون د زدکړو څخه وروسته دغه ډاکټر د بل ډاکټر ترلاس لاندې کار وکړ، روغتون کې یې د ستاژ او عملي کار دوره تیره کړه. یو ډاکټر باید له ۳۰ کلونو څخه ډیر عمر ولري ترڅو د ګټې او د عاید ترلاسه کولو جوګه شي- خو له دغه وخت څخه وروسته دغه نارینه او ښځې د خپلې ټولنې یو له ډیرو بریالیو او د قدر وړ کدرونو د ډلې څخه وي- دوي اوږد مهال په لید کې درلود.

په راتلونکي باندې د ممکنه اغیز په اړه اټکل وکړئ

د لومړیتوبونو په ټاکنه کې اوږد مهال په لید کې ساتل د بریا کونجي ده- تاسې په خپل ژوند باندې د یو څه د اغیز په اټکلولو سره د هغې په اوس وخت کې اهمیت روښانه کولې شئ-

د بیلګې په ډول کله چې تاسې له کار څخه کور ته راشئ او د تلویزون لیدو او یا هم د ورځپاڼې د لوستو پر ځاې خپلو بچیو سره لوبو کولو ته او یا هم خپل د ژوند ملګري سره وخت تیرولو ته لومړیتوب ورکړئ نو تاسې په حقیقت کې یو اوږد مهاله لید لرئ- تاسې پوهیږئ چې د خپلو بچو او او د ژوند ملګري روغتیا او خوښۍ باندې وخت مصرفول ډیر ګټور او د وخت سمه کارونه ده-

که تاسې د خپلو وړتیاو د لوړونې په موخه ماذدیګر مهال د زکړې کورسونو ته ځئ ترڅو خپل ګمارنکي ته ګټور تمام شئ نو تاسې اوږد مهال لید د درلودو تمثیل کوئ- د یو ګټور څه عملي زده کول به ستاسې په کاري ژوند اوږد مهاله اغیز ولري-

د مننې د کولو تمرین وځنډوئ

اقتصاد پوهان واي چې د مننې د کولو تمرین نه ځنډونه (یعني دخلکو د خپلې ټولې پانګې څخه یو څه زیاتو مصرفولو لور ته طبعي میلان درلودل او یا د هغه څه د کولو علاقه مندي چې خوندور او اسانه دي) د یو چا د اقتصادي او شخصي ناکامۍ بنسټیز لامل دې- بل اړخ ته بیا د هغه څه کول چې تاسې ته سم او مهم ښکاري، که څه هم یو څه ستونزمن او سخت کار وي، د ویاړ ګټلو، ځان ته د قدر قایلیدلو او فکري آرامتیا ګټلو لویه لار ده-

لرې مهال بیخي ژر را رسیږي، او د هرې هغه قربانۍ چې تاسې یې نن ورکوئ بدله سره د سوده د یو روښانه راتلونکي په توګه تاسې ته رسیږي.

عملي تمرین

درې لارښونې چې په عملي کولو به یې تاسې وکړې شئ پورتنۍ لارښونې پلي کړئ درته دلته وړاندې کیږي:
لومړې، په اوږد مهال فکر وکړئ- نن کینئ او د هغه آیډیال ژوند چې تاسې یې لس یا شل کاله وروسته تمه لرئ هغه په تشریحي بڼه ولیکئ- دا په اتومات ډول درته اوږد مهاله لید جوړوي-

دویم، هر هغه څه چې په اوږد مهال کې ستاسې پر ژوند اغیز لري نظر واچوئ- ډیر هغه شان کارونه وکړئ چې په اوږد مهال کې تاسې دپاره ګټور کیدې شي.

دریم، په وړو شیانو باندې د مننې کولو تمرین وځنډوئ، واړه مصارف په وړو خوښیو مه کوئ ترڅو تاسې سترې بدلې او ډیر مطمن راتلونکې ولرئ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د