افغانستان

د ملي امنیت شورا د بهرنیو ځواکونو له لوري د خپلو تجهیزاتو په له منځه وړلو اندېښنه وښوده

نن ټکی آسیا: د افغانستان د ملي امنیت شورا په خپل اوونیز ګزارش کې د بهرنیو ځواکونو له لورې د نظامي وسایلو ، تجهیزاتو او تاسیساتو له منځه وړل له انديښنې ډک او یو نه توجیه کېدونکی عمل وباله.
د مالیې وزارت د عمومي اړیکو د ادارې رئیس امین حبیبي په کابل کې خبریالانو ته د نړیوالو ځواکونو له لوري افغان ځواکونو ته د پوځي تاسیساتو پر څرنګوالي خبرې وکړې.

ده زیاته کړه چې دا انتقال د یوه ځانګړې کمیسیون تر نظارت لاندې ترسره کېږي.
نوموړې د بهرنیو ځواکونو له لورې د خپلو تاسیساتو د ورانولو چاره له هر ډول توجیه وتلې وبلله او ټینګه نیوکه یې وکړه.
همدارنګه د ملي امنیت په وروستۍ شورا کې د دفاع، مالیې او د ملي امنیت سلاکار ته دنده وسپارل شوه،چې په باب د بهرنیو ځواکونو له لوړ-پوړو مقاماتو سره خپله انديښنه شریکه کړې او خبرې-اترې ورسره وکړي او دا مالیې وزارت تر چتر لاندې له بهرنیانو نه افغان ځواکونو ته د تجهیزاتو او تاسیساتو د سپارلو کمیسیون ته دنده وسپارل شوه چې په هره میاشت کې یو ځل خپل ګزارش د ملي امنیت شورا ته وړاندې کړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x