نړۍ

سوریه – حلب: په بمباریو کې ۴۰ کسان وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، لېندۍ ۱۰مه، ۱۳۹۵ل): نن د نومبر پر ۳۰ مه هم د سوريې د ختيز حلب په شمال کي د بشار الاسد د مخالفينو او د هغه د ځواکونو او د هغه د پلوي ملېشو ترمنځ خونړۍ جګړه روانه ده.

د الجزيرې د خبر سره سم د اسد او روسيې هوايي او ځمکنيو ځواکونو له هوا او ځمکي څخه پر هغو عامو خلکو بمبار وکړ کوم چي د محاصرې له ځايه پلي د تېښتي په حال کي وه چي له امله يې څلوېښت تنه ووژل سول او زیات شمېر نور ډېر ټپيان سول.

د نړيوال سره صليب سرچينې خبر ورکوي چي په تيرو دوو ورځو کي د ختيز حلب له اوسېدونکو څخه شل زره تنه له خپلو کورونو څخه په دغه ځای کي د روانو جګړو له امله تښتېدلي دي.

العربيه نټ د دغي سرچينې له قوله ويلي دي چي په ختيځ حلب کي داسي روغتون نه دی پاته چي روغتيايي خدمتونه وړاندي کړای سي. د خوړو زېرمي مخ پر تمامېدو دي او که جګړه نوره هم روانه وي نو په زرګونو نور خلک به هم خپل کورونه پرېږدي.

باید وویل شي چې له څو ورځو راهیسي د سوریې او روسیې هوايي ځواکونو پر حلب ښار بمبار پيل کړی او همداسي د ځمکي له لاري یې پر پاڅون کونکو بریدونه پیل کړي چې د وروستیو خبرونو سره سم په ځینو سیمو کې پرمختګ هم کړی.
عبدالمالک همت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x