ټولنیزه برخه

میرمنې د نارینو په پرتله ولې زیاتې خبرې کوي!!

ژباړه او لنډیز: سعیدالرحمن

میرمنې په ورځنې ژوند کې ۲۰.۰۰۰ نیولې بیا تر ۲۵.۰۰۰ پورې کلمات په خپلو خبرو کې استعمالوي.

نارینه بیا په ورځني ژوند کې له ۷.۰۰۰ څخه نیولی تر۱۰.۰۰۰ پورې کلمات په خپلو خبرو کې په کار راوړي.
د دې څېړنې مانا دا چې میرمنې د نارینو په پرتله زیاتې خبرې کوي.

نجونې د کوچنیوالې له مرحلې په خبرو پیل کوي تر دې چې د ځوانۍ پر مهال یې د خبرو هغه اندازه ثروت ترلاسه کړی وي چې یو ځلمې یې په هغه اندازه نه لري، په خلاص مټ به خبرې کوي، چالاکي به ورسره وي، هغه اندازه د ازادو خبرو ثروت به لري چې یو ځملې به ورنه بې برخې وي.

ځینې متخصصین د دې خبرې لامل د دماغو ترکیب ګڼي چې د میرمنو او نارینو د دماغو ترمنځ جلا توپیر شته، د دې خبرې مقصد دا نه چې موږ د میرمنو او نارینو تر منځ د عقلي اړخ غوروالې بیانوو.

مقصد دا چې الله پاک میرمنو ته د ډیرو خبرو کولو توان او استعداد وربرښلي دی، چې دا کړنه هم د الله پاک د حکمتونو څخه خالي نه ده.

هغه دا چې میرمن له هر چا زیات نصیحت، ښوونې، پوهې او بیان ته اړتیا لري چې خپل رعیت
(ځامن او لوریانو) ته یې وکړي، او په دې سره د خپلو بچیانو تربیت په ښه ډول تر سره کړي، د واده وروسته د خلکو زړونه راخپل کړي، او د خپلو بچیانو په تربیه، روزنه کې پوره همکاري وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x