شعـــــرونه

غزل/ محمد انور تبسم

 محمد انور تبسم

جانان راته له ورایه ګوت څنډنې کوي بیا
خیالونه مې غزل ته غزونې کوي بیا

تپوس د بې لوظۍ ترینه کوم زمکې ته ګوري
بانه کوي,خطونه راښکي,ژمنې کوي بیا

زما د زړه د زمکې غاصبین دې کړي په ګوته
دا څوک دی چې حالات څیړي شننې کوي بیا

پرون دې د نظر او د مسکا خواږه ورکړي
دا زړه لکه ماشوم رانه غوښتنې کوي بیا

وعدې یې د بنګړو په څیر ماتیږي,نوې کیږي
بښل غواړي ناټو او تیروتنې کوي بیا

تیاره کې يې په ظلم رانه وویسته څرمن
رڼا کې عبادت مې په څرمنې کوي بیا

مونږ رول پکې د کاڼو او د بوټو لوبولی
غوایان زمونږ په خاوره ازموینې کوي بیا

ړانده راباندې خدای مسلط کړي تبسمه !
ګذار وکړي یو ځل او پلټنې کوي بیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x