افغانستان

بابر ایشجي: پلار مي د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم په خپل کور کې بندي کړی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، لېندۍ ۱۰مه، ۱۳۹۵ل): د جنبش ګوند پخواني مرستیال او د جوزجان پخواني والي انجینر احمد ایشجي زوی رسنیو ته ویلي چې پلار یې د دوستم په کور کې بندي دی.

بابر ایشجي چې خپله هم د جوزجان ولایتي شورا غړی دی، په مزارشریف کې د یوې رسنیزي ناستي پر مهال وویل چې له تېرو شپږو ورځو راهیسي یې پلار تر تښتولو وروسته د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم په کور کې په ناقانونه توګه ساتل کیږي.

نوموړي وویل چې تېره جمعه د بزکشۍ په میدان کې جنرال دوستم لومړی دده پلار وواهه او بیا یې له ځانه سره خپل کور ته بوتلی او هلته یې بندي کړ.
او زیاته کړې چې له هغه راهیسي مو د جنرال دوستم کور ته قومي سپين ږیري ور لیږلي خو ټولي هڅي مو بې پایلي تمامي شوي دي.

نوموړي وویل چې امنیتي ځواکونه یې هم د پلار د برخلیک په اړه د معلوماتو ورکولو څخه ډډه کوي.

د جوزجان پخواني والي انجینر احمد ایشجي
د جوزجان پخواني والي انجینر احمد ایشجي

بل خوا د جنرال دوستم د جنبش ګوند ویاند کنشکا ترکستاني رسنیو ته ویلي چې پلار یې د جنرال دوستم په کور کې نه دی بندي بلکي د ملي امنیت سره بندي دی او د تروریستانو سره په همکارۍ تورن دی.
نوموړي ونه ویل چې جنرال دوستم د بزکشي په میدان کې خپل د ګوند پخوانی مرستیال د زرګونو خلکو په وړاندي پر څه شي وډبوی او بیا یې له ځانه سره کوم لوري ته بوتلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x