نظــر

د برما د اراکان د مسلمانانو دفاع ته ولي هيڅوک نه وردانګي؟

عبدالمالک همت

د چين او هند  سره پر پولو پروت هيواد برما څو سلنه (1.3 مليون) وګړي مسلمانان دي، چي زيات يې په اراکان نومي ښار اړه لري. دغه وګړي چي فارسيان، ترکان، بنګاليان او پښتانه دي د اوومي عيسوي پېړي په پای او اتمي پېړۍ په لومړيو کي دغه هيواد ته مهاجر سوي دي. د دغه ځاى د دغو بې دفاع مسلمانانو سره دا پېړۍ پېړۍ د چين او هند د مسلمانانو غوندي سخت ظلمونه او غير انساني برخوردونه کيږي. په دې وروستيو کي چي د نړۍ مسلمانان سره بې اتفاقه سوي، ځينو يې د کفارو خوا نيولې او ځيني يې د امريکايي او نورو کفارو د ښکېلاک او تېريو په وړاندي په ډغري وهلو اخته دي، د برما کفارو ته د امريکايي کفارو او اسرائيلي يهودو په ټونګ او اشاره موقع په لاس ورغلې او د برما د مسلمانانو په ټول وژنه يې لاس پوري کړى دى. پر دغو مظلومو او بې وسو مسلمانانو پرله پسې زړه بوږنوونکي تېري روان دي، دولتي مقاماتو د امريکې سره تر جوړ راتلو وروسته لومړی دغه مسلمانان د جمعې له لمونځ کولو څخه منع کړه، بيا يې حکم وکړ چي هيڅوک حق نه لري چي په مسجد کي لمونځ وکړي، د دې سره سم يې د مسجدونو ډېر ملا امامان ووژل.

بنسټ پالي بودايان پرله پسې پر مسلمانو روهنګيايي نجونو باندي تېري کوي، چي د دغسي تېريو شمېر تر زرګونو اوړي. زرګونه مسلمانان يې وژلي او زر ګونه نور ورک دي. دغه لړۍ تراوسه روانه ده، هم حکومتي ځواکونه او هم سخت دريزي بودايان دغه په نسونو وږي او په تن لڅ مسلمانان ډله ډله له منځه وړي، سوځوي يې، د بدن پوستکي يې ځني باسي او قسماقسم  کړاوونه ورکوي.

داڅو کاله کيږي چي د دغو مظلومو وژني او کړوني دغسي په ځناورانه توګه رواني دي، خو نړيوالي ټولني او بې همتو مسلمانو واکمنو خولې پټي پر نيولي دي. ځينو مازي په خوله او رسنيو کي دغه غير انساني کړني غندلي دي، خو نورو ټولو زموږ د هيواد د واکمنو په ګډون په دې اړه هيڅ اقدام نه دی کړي.

په امريکا کي چي يوه ځوان افغان څو تنه همجنسبازان ووژل د نړيوالو غوغاوي تر آسمان تېري سوې، ان زموږ د هيواد مشرانو لا د همجنسبازانو پر وژنه وير او خواشيني څرګنده کړه. خو د دغو بې ګناه او بې وزلو، بې دفاع انسانانو پر دغسي ظالمانه وژلو، د هغو د کورونو پر سوځولو او ښځو پر بې عفته کولو او بندي کولو او آواره کولوهيڅوک هيڅ هم نه وايي. موږ نه پوهيږو چي پر څو تنو همجنسبازانو دغومره واويلا او د برما د مسلمانانو د دغومره زيات شمېرپر پرله پسې وژنو او کړونو باندي د نړيوالو پټه خوله اوسېدل د کومو دلايلو له مخي دي؟

عجيبه ده عادي مسلمانان او د بشر د حقونو مازي په نامه پلويان که څه نه سي کولاى، هغه مسلمان واکمنان چيري غلي دي چي پر مسلمانانو باندي تر ټولو دمخه خپل ځانونه د حاکميت او بادارۍ وړ او مستحق ګڼي او د کفري هيوادونو هغه واکمنان ولي چوپه خوله دي چي ځانونه د بشر د حقونو مدافعين او علم برداران بولي؟! او که دوى يوازي د نړۍ د فاسدو او فاسقو، سيکولرو دموکراتانو او آزادو ښځو د حقوقو دفاع کوي او د برما دغه په نسونو وږي او په ځانونو لڅ  او سپېره مسلمانان يې په نظر انسانان نه ورځي؟!

موږ د دې ترڅنګ چي د برمايي جنايتکارانو دغه ځناورانه اعمال په کلکه غندو او وعده کوو چي د وس رسېدو په صورت کي به هرومرو غچ ځني اخلو، د هغو کسانو پر چوپتيا هم  اعتراض کوو چي وس يې رسيږي خو څه اقدام نه کوي او وعده کوو چي وخت يې راسي د دغسي واکمنو سره به هم تر حساب نه تېرېږو. مرګ پر برمايي قاتلينو او پر هغو چي د دغو مظلومانو ننګي ته نه وردانګي!!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x