fbpx

کتابتون –  راځئ په غزني کې پښتو وژغورو!!!

قاضي نجیب الله جامع

دفغانستان د ځوانانو د سولي بنسټ مشر

تمدنی سترتېا، اقتصادی او صنعتي بسیاتوب او په ټوله کی د پرمختللو ملتونو د مادی هوساینی او معنوي برم ارز ښتمن ټکی د هغوی په تر ځمکو لاندې پریمانو معدنی زیرمو، نظامی پرمختللو وسلو او محدود لرغون ځایونو کښې نه دی.

بلکې د هغوی د قوت او قدرت رمز د هغوی هغه اعتقادي باورنه، ازادي غوښتونکو ویښتېاپالو هیلو ته ژمنی ارادې او د وخت په معاصرو علمی پرمختابه او پرمختللي ټینکالوجی سمبال انساني ځواک دې چي هغوی پری د وجود وصل ته رسیدلی، د بقاه مړاو رحونو ته یی جبرائیلی روح ورکړي او پایله ئې بیا د تمدنې هویت رامنځته کیدل وی.

پر همدی بنسټ د افغانستان د ځوانانو د سولی بنسټ
د نږدی افکارو، کاری نوښت، پر بدلون ولاړو ارمانونو او په ټوله کې د معاصر افغانستان حقیقي ځایګې ته د سوليزو ریفورمونو په وجود کې د رسیدود هوډ کړې چې په غزني کې یو ستر او په عین حال کې بډایه پښتو کتابتون د خپلو لسګونو نورو تعلیمی او فکری خپرونو د تحقق ترځنګ رامنځته کړې.

پرهمدي بنسټ غوښتنه لرو او هیله ښه یو چې قلم دوسته، کتاب پاله، پوهی او د ولس د کلتوری بډاینۍ ته لیواله، هیوادوال په فردی او ټولیز توګه له موږ سره په دی ښیګڼېز، نیک، صالح او ملی کار کې مل شی.
له پانګوالو او شتمنو هیوادوالو څخه مو څو برابره هیله دی، په ځانګړی ډول هغوي چې د غزني وی

کابل – د افغانستان د ځوانانو د سولی بنسټ  /  د اړیکه شمیره ( 0780092803 )

غزني – د جامع ښونیز او رونزی علمی مرکز /  د اړیکه شمیره ( 0799409610 )

په درنښت

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د