افغانستان

دتخار د پوهنې رئيس ورک شوی

د تخار د پوهنې رییس، نجیب الله کامران له تیرې یکشنبې راوروسته لادرکه دی او تر اوسه پورې یي کوم څرک نه دی لګیدلی.د تخار ولایت ویاند، سنت الله تیمور وايي چې نوموړی د یکشنبې په ورځ د سهارله لس بجو راپه ديخوا لادرکه دی او د امنیتي ارګانونو لخوا يي د موندلو پلټنې پیل شوي دي. نوموړی په داسې حال کې ورک شوی چې څه موده وړاندې یي د یاد ولایت د چال ولسوالۍ د پوهنې مدیر عین الدین د تخار د پوهنې د ریاست د تدریسي مرستیال، حسام الدین نظري پر ځای و ټاکه.
حسام الدین نظري له دې ټاکنې سره خپل کلک مخالفت څرګند کړی او د دې کار خنډ ګرځیدلی و.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x