افغانستان

ښځینه پولیسې له کومو ننګونو سره مخ دي؟

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ ۱۱مه، ۱۳۹۵ل): ښځینه پولیسې د خپلو دندو په تر سره کولو کې له بېلابېلو ستونزو سر ټکوي.

د کار په محیط کې له ډول ډول ستونزو سره د مخ کېدو تر څنګ په ټولنه او کورني ژوند کې هم له تبعیضي چال چلند سره مخ کیږي.

کم معاشونه، د کاري امکاناتو نشتوالی، د دندې په مهال جنسي ځورونه او د کورنۍ غړو ناسم چلند دا هغه عمده ننګونې دي چې ښځينه پولیسې د دندو تر سره کولو په مهال ورسره لاس او ګریوان وي.

ددغو ښځو څخه یې ډیری وايي چې د کورني ژوند مسؤلیتونه هم ددوي په غاړه وي، ځکه نو ددولت لږ اندازه معاشونه او امتیاز نشي کولی د کور ضروروتونه ور پوره کړي.

راضیه چې یوه فعاله پولیسه ده ازادۍ رادیو ته ويلي دي :

«زه د افغان ښځينه پولیسو په لیکو کې دنده لرم خو خاوند مې هره ورځ رټي او راته وايي چې ولې ناوخته کورته راستنیږې، زه یوه پولیسه يم د موټر کرایه هم نه لرم ، د یوې میاشتې ماته لس زره افغانۍ معاش راکوي دوه نیم زره افغانۍ زما د تلو او راتلو د موټر کرایه کیږي، په لسو زرو افغانیو زه څه وکړم ! ماته بیرته یواځې اوه نیم زره افغانۍ پاتې کيږي چې هغه زما د کور اړتیا نه پوره کوي. »

راضیه دغه راز زیاتوي چې حکومت د معاشونو زیاتوالي لپاره هېڅ کوم ګام نه پورته کوي تر څو زمونږ د معاشونو زیاتولو لپاره زمینه برابره شي.

دغو ښځينه پولیسو په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د کار په محیط کې دننه په دفترونو او دباندې په لارو کوڅو کې مونږ سره بیخي ناسم چلند کیږي چې مونږ پرې ځوریږو.

همدا رنګه دوي په خپلو خبرو کې زیاتوي چې مونږ ډیری ښځينه پولیسې د کرايې په کورونو کې ژوند تیروو خو کله چې د کورونو خاوندان راباندې خبر شي چې دوي پولیسې دي نو له کورونو مو وباسي .

سهیلا یوه بله میرمن چې په پولیسو کې دنده تر سره کوي، زیاتوي :

زمونږ معاشونه بیخي کم دي خپل کور نه لرو ځان ته د کور په جوړولو نه یو توانېدلې، د دندو په مهال که تاسو زمونږ خونې وګورئ، حیران به پاتې شئ، د ښځينه پولیسو قدر بیخي نشته، کورنو کې مو خاوندان رټي مونږ ته نفقه نه راکوي وايي تاسو پولیسې یاست .

همدا ډول دوي زیاتوي ښځينه پولیسو ته ورځ په ورځ ستونزې زیاتیږي نو همدغه لامل دی چې نوې مېرمنې د پولسو لیکو ته نه ورجلبیږي.

باید وویل شي چې ددې تر مخه داسي راپورونه هم خپاره شوي چې د پولیسو په لیکو کې ښځینه کارمنداني تر بل هر ځای زیاتي د جنسي زورونو سره مخ کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x