نړۍ

له افغانستانه ورګرځېدلو اسټرالیايي عسکرو ځان وژنو ته ملاتړلې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ ۱۱مه، ۱۳۹۵ل): د اسټرالیايي رسنیو د راپورونو سره سم په افغانستان کې ددغه هیواد دومره عسکر نه دي وژل شوي لکه بیرته هیواد ته تر ګرځېدو وروسته چې یې ځان وژني کړي دي.

د اسټرالیايي ورځپاڼي (SBS) د راپور سره سم د افغانستان جګړه د اسټرالیايي ځواکونو لپاره تر ټولو اوږده جګړه وه، چې د حکومت د رسمي احصائیاتو له مخي په کښي ۴۱ تنه عسکر ووژل شول او ۲۶۰ نور ټپیان شول.

د اسټرالیا ځواکونه د کال ۲۰۰۱ څخه بیا د ۲۰۱۳ تر پایه پوري په افغانستان کې خپل جګړیز ماموریت تر سره کړ، دغه ځواکونه تر ډېره په روزګان ولایت کې میشت وه.

د سرچیني په حواله اسټرالیا په دغه نا ګټلې جګړه کې ۷.۵ ملیارده ډالره مصرف کړه.

د اسټرالیا د روغتیا او ټولنیزو چارو انسټیټیوټ ویلي چې د کال ۲۰۰۱ څخه بیا تر ۲۰۱۴ پوري ۲۹۲ هغو عسکرو ځان وژنه کړې چې په افغانستان کې دنده تر سره کړې، چې دا په افغانستان کې د جګړې پر مهال د وژل شویو عسکرو څو چنده زیاته شمېره ده.

د پخوانیو عسکرو د چارو وزیر «دین تاهان» پارلمان ته ویلي چې حکومت یوې ځان وژني ته هم په جدي توګه متوجي دي، او هڅه کوي چې له ټولني څخه یې خاتمه وکړي.

نوموړي زیاته کړه چې یوازي په تېرو ۳ میاشتو کې یې تر ۱۰۰۰ زیات عسکر د رواني ناروغۍ له امله تر تداوي لاندي نیولي.

د پخوانیو عسکرو د ملاتړ ټولني او موسسې وايي چې هیواد ته تر را ګرځېدلو وروسته د عسکرو رواني ناروغي تر ټولو ستر چلینج دی.

د ډیفنس فورس ویلفیر اسوسیشن مشر «ډیوډ جیمسن» سي بي ایس ورځپاڼي ته ویلي چې په جګړه کې دومره عسکر نه دي وژل شوي لکه په خپل هیواد کې چې د ځان وژني له امله ژوند له لاسه ورکړی.

نوموړي ویلي چې زما په نظر د مرګ پيښي د حکومتي تر رسمي شمیرو ډیري زیاتي دي، ځکه چې خلک نه خوښوي چې د خپلو دوستانو د ځان وژني خبرتیا په رسمي ډول حکومت او رسنیو ته ورکړي.

باید وویل شي چې دغه شمیرې یوازي د هغو پيښو دي چې په بریالیتوب تر سره شوي او عسکر په کښي وژل شوي، خو هغه پيښي چې د ځان وژني هڅه په کښي شوې او پر وخت بیرته ژغورل شوي، د هغوی یادونه نه ده شوې.

دغه راپور په داسي وخت کې نشریږي چې د اسټرالیا حکومت ته په افغانستان کې د اوږدې جګړې د تجربو یو مفصل راپور ولیږل شو چې عنوان یې دی: په افغانستان کې د اسټرالیا ماموریت څخه تر لاسه شوي عبرتونه
باید وویل شي چې اوس هم اسټرالیا په افغانستان کې شاوخوا ۴۰۰ عسکر د روزني او همکاري تر عنوان لاندي په دنده بوخت دي چې زیات شمېر یې په پلازمینه کابل کې میشت دي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د روزګان ولایت د امنیت تر خرابېدو وروسته ددغه ولایت والي د اسټرالیا هیواد څخه غوښتنه کړې وه چې یو ځل بیا د طالبانو سره د جګړې لپاره خپل عسکر په روزګان کې مېشت کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x