
د امنیت شورا جعلي استازي د شمال ولایتونو چارواکي په ځان حیران کړل – انځورونه
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ ۱۱مه، ۱۳۹۵ل): د امنیت شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان کړی چې په شمالي ولایتونو کې یې د «سردار زمري داود» په نامه یو کس نیولی چې په شمالي ولایتونو کې یې ځان د امنیت شورا استازی معرفي کوی او پر چارواکو یې جعلي ستاینلیکونه توزیع کول.
د نوموړي په اړه لومړی پر ټولنیزو پاڼو خبرونه خپاره شوه چې وروسته د امنیت شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې جعلکار یې نیولی او تحقیقات یې ورسره پيل کړي دي.
د امنیت شورا جعلي استازي لومړی بلخ ولایت ته سفر کړی او هلته یې د پوځي جګپوړو چارواکو سره په لیدنو کې هغوی ته د امنیت شورا مشر حنیف اتمر له لوري امضا شوي او ټاپه شوي ستاینلیکونه ورکړي.
نوموړي ځان یو باصلاحیته هیئت بللی او د شاهین قول اردو قومندان ته یې د ستاینلیک ورکولو تر څنګ هغه دې ته اماده کړی چې دده په واک کې دوه چورلکي ورکړي تر څو یې بغلان ولایت ته ورسوي او هلته هم د جګپوړو چارواکو سره د امنیت شورا په نمایندګي وویني او ستاینلیکونه وویشي.

د بخدي خبري اژانس د راپور سره سم نوموړی په بغلان کې هم د جګپوړو چارواکو له لوري په هوايي ډګر کې استقبال شوی وو او په یو شمېر چارواکو یې ستاینلیکونه توزیع کړي دی.
د ځینو راپورنو سره سم نوموړی بیا د شل ټانګونو په بدرګه د کندز په لور تللی او هلته یې د امنیتي وضعیت څارلو تر څنګ نور ستاینلیکونه ویشلي دي.
ویل کیږي چې د بلخ، بغلان او کندز امنیتي او ملکي چارواکو نوموړي ته د ستاینلیکونو په بدل کې قیمتي ډالۍ او نقدي پيسې ورکړي.
تر اوسه معلومه نه ده چې دغه کس څه موخه لرله خو د امنیت شورا په خبرپاڼه کې راغلي چې دوی ورسره تحقیقات پيل کړي دي.
په خبرپاڼه کې د ټولو امنیتی او ملکي ادارو څخه غوښتنه شوې چې له دې وروسته دي له رسمي خبرتیا پرته پر مشکوکو استازو باور نه کوي.
وایی :
د ړندو پاچاهی کی د یوی سترګی خاوند پاچا دی .
اثمر د هغه جعلی غنی له خوا د امنیت شوری مشر ټاکل شوی کوم چه د بل هیواد د خارچه وزیر له خوا د هغوی په سفارت کی جعلی تآکل شوی نو اقمر څرنګه دغه سړی ته جعلی او ځانته اصلی وایی ؟