افغانستان

د هېواد په لویدیځ کې سلګونه بې ځایه شوې کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړې دي

نن ټکی آسیا: د افغانستان په لویدیځ کې ګڼې بې ځایه شوي کورنۍ د سږني ژمي په را رسېدا سره بېړنیو لومړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د کلیو او پراختیا وزارت چارواکي وایي، د غربي ولایتونو د بې ځایه شویو کورنیو ستونزې یې اورېدلي او ټولټال ۱۵۵۰ کورنۍ سختو بېړنیو مرستو ته اړي دي.

د کلیو د پراختیا وزارت وزیر ویس برمک وایي، د وزیرانو شورا یې هم په جریان کې کړې.
د ولسي جرګي ځينو غړو هرات،بادغیس او غور ولایتونو د سفر پر مهال دې پایلې ته رسېدلي،چې ټولټال ۱۵۵۰ کورنۍ لومړنیو او بېړنیو مرستو ته سخته اړتیا لري او باید جدي پاملرنه ورته وشي.
د کلیو او پراختیا وزیر په داسې حال کې د هېواد په لویدیځ کې د بېړنیو مرستو د اړتیا خبره کوي، چې به روانه میاشت کې څو ځلې د دغو بې  ځایه شویو کورنیو د خپل سخت او له کړاوه ډک وضعیت په اړه غوغا تر رسنیو او نړیوالو رسېږي.
د یادونې وړ ده چې کابو هر کال د ژمي په را رسېدو سره د هېواد د بېلابېلو سېمو اوسېدونکي د خپلو ستونزو او مشکلاتو لپاره له حکومت نه د عاجلو مرستو هېله کوي، خو لکه چې لیدل کېږي ،هېڅوک پرې آن غوږ ګرولو ته هم وزګار نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x