ټولنیزه برخه

ګډ کورنی ژوند او ټولنیزه بې باوري

محمد رسول نوښت

مینه، اخلاص، باور، صداقت، مهرباني، انسانیت او ایمانداري په لمړي ځل په خپل فامیل او کور کي تجربه کیږي؛ زموږ ټولنه د نوري نړۍ په نسبت توپیر لري، فامیلي ژوند یوازي نه وي، بلکه مور، پلار، وروڼه، نیکه، اکاګان او بلاخره وریندارګاني او وریرونه په یوه کور کي د یوه فامیل په حیث په کلونو ژوند کوي او هرڅه سره شریک ګڼي، په خوښۍ او غم کي هم سره شریک وي؛ که څه هم چي دغو پیوندونو زموږ ټولنیز بنسټونه قوي ساتلي، خو یو شمیر زیانونه هم د ځان سره لري.

یعني د محرومیت ویره موجوده ده؛ چي په دغه ډول ژوند کي کېدای سي، چي د انساني ژوند لپاره ټول اړین توکي استفاده نه سي؛ د یو چا حق تلف سي، یو څوک د مهربانۍ، میني، شفقت او اخلاص څخه محرومه سي؛ که خدای ج مه کړه دغه ډول چاپیریال په یوه کور کي جوړ سي، بیا هلته د ماشومانو راتلونکې د سخت ګواښ او ننګونو سره مخ کیږي.

دا نن ورځ چي موږ او تاسي په ټولنیزه کچه د باور بحران، بې سوادي، نه زړه سوی، جنګ، بې اتفاقي، غربت، کرکه، له تمدنه لیري والي، په هره برخه کي تبعیضي او عقدمندانه چلند… او داسي نورو بدبختیو سره لاس و ګریوان یوو، یو عمده عامل یې زموږ د اتفاق په نوم په لویه کچه ګډ کورنی ژوند دی، چي د کورنۍ هیڅ غړی په ازادانه ډول هغه څه نه سي کولی، چي زړه یې غواړي او ورباندي لازم دي؛ یعني د خپلي میرمني، اولادونو او مور و پلار سره هغه مینه او مهرباني چي ورباندي لازمه ده او زړه یې غواړي نې سي تجربه کولی؛ یو علت یې دادی، چي هرڅه د خپلي میرمني او اولادونو سره کوي نور یې هم ورڅخه اخلاقا/جبرا غواړي؛ خو اقتصادي ضعف او په کافي اندازه د حوصلې او ذغم نشتوالي بې وسه کړي وي.

حتمي نه ده، چي د مور و پلار تر مرګه دي وروڼه ګډ ژوند سره وکړي؛ کېدای سي په وروڼو کي یو د مور و پلار پالنه او روزنه پر غاړه واخلي او نور وروڼه ورسره همکاري وکړي او یا د یادي چاري لپاره یوه موده مشخصه کړي. مور و پلار هم کېدای سي دا د ځان په وړاندي کومه زیانمنه چاره ونه ګڼي، بلکه د راتلونکي نسل د ښې پالني او روزني لپاره یې یوه اړتیا وګڼي او ویې زغمي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x