نظــر

له طالب استازو سختې پوښتنې (په قطر کې دویمه ورځ)

ډاکتر ځلاند

نن (د نومبر ۳۰/ ۲۰۱۶) مو د قطر، دوحې په ښار کې له طالب استازو سره دویمه ناسته درلوده. غونډه په لسو بجو پیل او په دوو بجو پای ته ورسیده. په غونډه کې له کابل څخه راغلو شپږو دوستانو ګډون درلود. د طالبانو د قطر له دفتر څخه شهاب الدین دلاور صیب، قاري صیب حنیف، ډاکتر صیب نعیم وردګ، سهیل شاهین صیب او ځوان هدایت الله صیب ګډون کړی و.

طالب استازي له افغان خبریالانو او سیاسي فعالانو سره طالب استازي له افغان خبریالانو او سیاسي فعالانو سره
غونډه د شیخ دلاور سره په وینا پیل شوه. شیخ صیب له کابل څخه راغلو میلمنو ته یو ځل بیا ښه راغلاست ووایه، د خپلو مشرانو سلامونه او نیکې هیلې وړاندې کړي، او تاکید یې وکړ چې د امارت ګڼو مشرانو ورته پیغامونه را استولي چې دا ناستي ډیرې مهمي او ارزښتناکي دي او په دې غونډو یې خوښې څرګنده کړي ده. د دې تر څنګ یې د دې غونډو په دوام او تسلسل تاکید کړی دی. شیخ صیب په خبرو کې ځینو مهمو ټکو ته هم اشاره وکړه.

د شیخ صیب له خبرو وروسته ما (ځلاند) د روانې غمیزې په مختلفو اړخونو خبرې وکړي، دا چې موږ له طالبانو سره خبرو ته ناست وو، نو ځکه مو د هغو ناخوالو ذکر وکړ چې د طالب تر واک لاندې سیمه کې تر سترګو کیږي، د افغان وژني په لامل، د ښوونې روزنې په کمزورۍ او ټکنۍ کیدو، د جګړې په دوام، د سولې په وړاندې د خنډونو په اړه مو پوښتنې مطرح کړي.

طالبانو سره د لیدنو په اړه

شیخ صیب وویل چې له کال۲۰۱۰ څخه راپدیخوا چې د قطر دفتر پرانیستلی دی، ګڼو بهرنیانو، لوړ پوړو دیپلماتانو، افغان مشرانو، د ګوندونو استازو، د حکومت نارسمي پلاوو، مذهبي مشرانو د قطر له دفتر څخه وخت نا وخته لیدني کړي دي. اکثره وخت دا لیدني له رسنیو څخه پتې ساتل شوي، په ځینو ناستو کې راغلو پلاوو، میلمنو د طالبانو پیغامونه خلکو ته نه دي رسولي یا یې تحریف کړي دي.

شیخ دلاور صیب د ملګرو ملتونو، د یوناما د مشرانو د یان کوبیش سره د ناستې ذکر وکړ، د نیکولس هایسم (Nicholas Haysom ) سره یې د تکرارې ناستو خبره وکړه، مارک باوډن (Mark Bowden) سره چې د بشري مرستو مسوول دی، د تیر لنډ وخت د ناستې ذکر وکړ، د یوناما د نوي مشر یاماموتو( Tadamichi Yamamoto ) د سفر چې قطر ته به یې ولري هم ذکر وشو، دارنګه یې د ملکي وژنو د ملګرو ملتونو د ځآنګړي استازۍ ډانیل سره د مسلسلو لیدنو او نژدې تماس خبره وکړه.

دارنګه یې د ای سي ار سي، یونیسف، د بې سرحده ډاکترانو، ایمر جنسي، یونما د ګڼو اړونده دفترونو او نورو بهرنیو موسساتو سره طالبانو د وخت ناوخته لیدنو ذکر وکړ، دا غونډې هر پنځه څلویښت ورځې وروسته ترسره کیږي، په دې ناستو کې د دې موسساتو د غړو، دفترونو، ګرځیدا او پروژو د خوندیتوب او امنیت په اړه د ډاډ تر څنګ د ګران وطن د سولې او رغوني د چارو په تنظیم او مدیریت بحث کیږي. سهیل شاهین صیب د شیخ صیب د خبرو په تایید وویل چې یوناما مامورین چې د کابل ښار څخه تر پل چرخي پورې ځي هم د خپل حرکت ټول جزیات له دوی سره د امنیت د خوندیتوب د پاره شریکوي. د ډریور نوم، د موټر پلیټ، د ناستو کسانو هویت هر څه له طالبانو سره شریک کیږي او له هغه وروسته دوی خپل حرکت کوي.

د دې تر څنګ ټولې بهرنۍ موسسي خپل حرکات، پروژي او د مامورینو د ګرځیدا را ګرځیدا ټول جزیات هره ورځ له ټول افغانستان څخه د قطر له دفتر سره شریک کوي او بیا وروسته له امنیتي ډاډ څخه دوی خپلې ورځنۍ چارې په مخ وړي. د دې خبرو په پایله کې شیخ صیب وویل چې دا د طالبانو د ځواک، په خاوره د اختیار او دارنګه له بهرنیانو سره د ګډ کار یو ښه مثال دی.

د سولې په اړه

شیخ صیب تر څنګ قاري صیب دین محمد حنیف او سهیل شاهین صیب په دې ډېر تاکید وکړ چې سوله طالبانو ته لومړیتوب لري ځکه چې دوی له خپل ګران وطن څخه لري دي، په دوی د ګرځیدو را ګرځیدو بندیزونه دي، دوی په تور لیست کې دي او په دوی جګړه تپل شوي ده. د طالب د جګړې په اړه دوی په واضحو ټکو کې وویل چې دا جګړه د دوی اختیار نه دی بلکې مجبوریت دی. طالب په امریکا او نړۍ پسې نه ده تللي بلکې نړۍ جګړې دپاره افغانستان ته راغلي نو ځکه لازمي ده چې نړیوال په افغانستان کې خپل نظامي شتون تمام کړي، د امریکا پوځیان باید له افغانستان څخه ووځي او د جګړې د پای ته رسولو د پاره کوټلې، معقول او اړین ګامونه پورته شي.

طالب استازو په ځغرده وویل چې کله هم طالبانو د سولې حرکت پیل کړی، د سولې خبرو ته یې زړه ښه کړی، د دوی د نیت په وړاندې شکونه څرکند شوي، د افغان حکومت په ادرس ځینو مغرضو کسانو طالبان په لوی لاس تر پاکستان محدود کړي دي، له طالب سره یې له خبرو ډډه کړي، سولې ته پروژه ویلی شوي او دارنګه یې سوله د وخت سره لوبې ګڼلي، دا کسان دا هم وایي چې طالبان ډلې ډلې دي، طالبان په سوله معامله کول غواړي، طالب سوله د پاکستان په خوښه کوي، حال دا چې هیچا له طالب څخه په دا تیرو شپاړسو کلونو کې نه دې پوښتلي چې ایا طالبان د پاکستان له لارې سولې ته حاضر دي او کنه؟ ایا طالبانو ته سوله پروژه ده او که څنګه؟ ایا طالبان غواړي سوله د تکتیک په توګه استعمال کړي او که په سوله باوري دي؟

د دې پوښتنو له ځوابه پرته، په ډیر مغرضانه توګه د کابل چارواکي دا هر څه په طالبانو ورتپي، طالبان ملامتوي او په دې توګه له عامه ذهنیت سره لوبه کوي. اصلا په کابل کې له هیچا سره د سولې د خبرو د پرمختګ، پیل یا دوام د پاره کومه تګلاره، پلان یا ستراتیژي نه سته. کابل میشتي چارواکي سوله د یو تکتیک په توګه د جګړې د دوام د پاره استعمالوي، په دې برخه کې امریکا د پردې تر شا لوی کردار لوبوي، ځکه امریکا د جګړې د دوام د پاره پنځه میلیارده ډالره مرسته کوي، خو د سولې د پاره نه یواځې د داسې کومې مالي مرستې ژمنه نه کوي بلکې د هر ډول پرمختګ په وړاندې خنډ کیږي.

طالب استازو له موږ څخه غوښتنه وکړه چې د سولې په برخه کې ټولو افغانانو ته دا خبره ورسوو چې طالب ته له جګړې سوله مقدمه ده، طالب سولې ته ژمن دی، ځکه یې د قطر دفتر پرانیستی دی، ځکه غواړي د ورته ناستو په برابرولو سره د سولې لور ته لار اسانه او هواره کړي. شیخ صیب په تاکید وویل چې طالب نوره جګړه ماره ډله نه ده، جګړه د طالب مجبوریت دی، طالب غواړي له خپلو ګرانو وطنوالو سره په سوله ییز، خپلواک بسیا افغانستان کې ګډ ارامه ژوند وکړي. د همدې هدف ته د رسیدو د پاره طالبانو تابیا نیولي چې د افغان شموله حکومت را منځته کول لازمي کړي، د معتدله اسلامي نظام جوړول چې د افغانانو په خوښه وي؛ ته لار هواره کړي، او دارنګه د ملي یووالي د ساتلو په پار له ټولو پرګنو، مذهبونو او ولسونو سره په افغانستان کې د ګډ نظام رامنځته کول لازمي کړي. دوی تاکید وکړ چې په دې برخه کې ګڼې ناستې شوي خو لا یې څه نتیجه نه ده ورکړي، چې دا نننۍ ناسته د همدې غونډو لړۍ دوام دی.

ډاکتر صیب وردګ وویل چې د قطر د دفتر د پرانیستو موخه د سولې د بریالیو خبرو د ترسره کولو دریڅه پرانیستل و، خو حامد کرزي د قطر د دفتر په وړاندې خنډونه را ولاړ کړل. طالب استازو وویل چې له طالبانو سره ژمنه شوي وه چې دوی به د امارت اسلامي کلمه پخپلو رسمي مکتوبونو او اسنادو کې استفاده کوي، او په وړاندې به یې بهرني سیاسي دفترونه د «طالبانو د تحریک» کلمه استعمالوي، خو کله چې د طالبانو په لومړنۍ اعلامیه کې د امارت اسلامي کلمه ذکر شوه او د قطر په دفتر کې پرته د امارت له لوګو یواځي یو سپین بیرغ پورته شو، نو حامد کرزي احتجاجا خپل سفیر له قطر څخه وروغوښت، زموږ دفتر یې بند کړ، موږ یې پرینښودو چې فعالیت وکړو ـ ایا دا دوه شرایط مهم وو که د افغان وژني دریدل؟ سوله مهمه وه او که د امارت د کلمي لیکل یا نه لیکل؟

طالب استازو په پورته مواردو کې د تنزل خبره وکړه، خو هیچا یې خبرو او غوښتنو ته ځواب ونه وایه. اوس یو ځل بیا د طالب په ابتکار فرصت رامنځته شوی چې د سولې د خبرو د پیلیدا، دوام او بریالیتوب د پاره په یو بین الافغاني جوړښت او خوځښت باندې فکر وشي، او ګران وطن ته سوله راشي، له دې فرصت څخه باید اعظمي استفاده وشي، د پردیو دسیسې شنډې او سولې ته لار هواره شي.

افغان وژنه

شاپور بختیار له طالب استازو څخه ځينې مهمي پوښتنې مطرح کړي لکه د افغان وژني د احصایي د شتون، د افغان وژني دوام تر کله، د افغان وژني د دریدا په وړاندې د مشخصي تګلارې مطرح کول، د ملي اردو او پولیسو د وژلو، د بندیانو سره د بد سلوک او په لویه کې د بې وزله ځوانانو سره د قتل تر بریده د بد چلند کوم چې له فقر او بیکاري مجبور شوي دي چې د ملي اردو او پولیسو لیکو کې جلب شي. طالبان باید په دې اړه له ځوانانو سره مرسته وکړي او د هغوی له وژنو څخه مخنیوی وکړي.

د بختیار صیب د خبرو په ځواب کې طالب استازو همدا وویل چې له دواړو خواو افغانان وژلی کیږي، د طالب په لیکو کې هم طالب ځوانان جنګیږي، طالب هم د ځوانانو په مټ خپله جګړه په مخ بیايي، د جګړې د دریدا د پاره یواځینې لار د سولې د خبرو بریالیتوب دی.د عادل اسلامي، شریعي نظام رامنځته کول دي، چې معتدل وي، د افغان ولس په خوښه وي، اشغال باید پای ته ورسیږي، د دې تر څنګ یې په دې تاکید کاوه چې جګړه بدمرغي له ځان سره لري او په جګړه کې بې ګناه خلکو وژنه یوه جدي ستونزه ده، نو ځکه باید سولې ته چټک کار وشي تر څو روانه غمیزه پای ته ورسیږي.

څنګه نظام؟

شیخ صیب د میرویس ستانیکزي د پرون ورځ پوښتنې په لاندې توګه مختصره او ځواب کړي، میرویس ستانیکزي پوښتلي وو چې:

طالبانو امارت تر کله چلاوه؟
طالبانو له تدریج څخه کار وانخیست، ولې؟
طالبان څنګه نظام غواړي؟
د امریکا د وتلو طریقه باید څنګه وي؟
طالب استازو د پورته پوښتنو په ځواب کې وویل چې طالبان اصلا د نظام جوړیدا ته پرینښودلی شو، طالبانو لویه جرګه را ونه بللی شوای چې له ولس څخه یې پوښتنه کړي وای چې څنګه نظام غواړي، ځکه طالبان لا په جګړه کې و چې نړۍ یې په وړاندې پراخ یرغل ته لار هواره کړه او بلې جګړې ته طالبان مجبور شول. طالب استازو دا هم ومنله چې طالبانو ګڼې خطاوې، تیروتنې کړي چې باید تکرار نه شي، تدریج په اسلام کې شرط دی، باید هر څه په تدریج سره شوي وای، له دې امله طالبان اوس د نویمې لسیزې له طالبانو ډیر په بدله بڼه خپلې چارې په مخ بیايي، طالبان اوس کوښښ کوي چې د نړۍ له معیار او غوښتنو سره ځانونه برابر کړي. طالبانو ته غوره نظام اسلامي شریعي نظام دی، کوم چې باید معتدل او د خلکو په غوښتنو ولاړ وي. طالبان د همداسې نظام غوښتونکي دي. د امریکا د نظامي ځواکونو وتل لازمي دي، اشغال باید پای ته ورسیږي، بله هیڅ لار نه سته، کنه جګړه به دوام کوي. امریکا دې پوځیان وباسي، پر ځای دې انجینران، ډاکتران او استاذان افغانستان ته را واستوي، له افغانانو سره دې په بیارغونه کې مرسته وکړي، طالبان له هر چا سره د همکارۍ او ګډ کار لیوالتیا لري، خو نظامي ځواک او زور د هیچا نه مني.

په پای کې عبدالطیف نظري صیب وویل چې امریکا افغانستان ته د اوږده مهال د پاره راغلي، امریکا غواړي له افغانستان څخه سیمه تر څار لاندې ونیسي، د امریکا نظامي حضور په سیمه کې د امریکا د ستراتیژیو د خوندیتوب دپاره دي نه د افغانستان د امنیت دپاره.

نظري صیب د داعش په اړه اندیښنه څرګنده کړه، له طالبانو یې د داعش په اړه پوښتنه وکړه. طالب استازو ورته وویل چې داعش فتنه ده، د داعش تر شا د نړیوالو استخباراتو او افغان حکومت لاس دی، له دې امله طالبانو د افغان ولس په ملاتړ له داعش سره جګړې ته اړ شوي دي. داعش په افغانستان کې ځای نه شي پیدا کولی، طالبان به د دوی له هر ډول پرمختګ څخه مخنیوی وکړي.

اسد وحیدي صیب له طالب استازو کلکې پوښتنې وکړي، په ځانګړې توګه د عام وژنو، د محصلینو او ځوانانو د وژلو په اړه. وحیدي صیب ګڼ مثالونه وړاندې کړل چې یو یې هم د کابل په موسهي ولسوالي کې د دوه وروڼو وژل وو، چې د واده په مراسمو کې په نښه شول، دارنګه یې د وردګو په سیمه کې د ښوونځیو د بندیدو ستونزې ته اشاره وکړه. طالب استازو د عامو خلکو د سر و مال ساتنه لازمي دنده وبلله، دارنګه یې زیاته کړه که هر ډول اسناد څوک ولري دوی حاضر دي چې هغه وڅیړي او ولس ته ځواب ووایي. دوی د عامو خلکو وژنه وغندله او د طالب په لیکو کې د داسې سرکشیو د مخنیوي ټټر وواهه.

غونډه نن له څلور ساعته تود بحث وروسته پای ته ورسیده، د غونډې په پای کې طالب استازو له موږ د وړاندیزونو، ستونزو، حلارو او سپارښتنو غوښتنه وکړه چې سبا د (غونډې په درېیمه ورځ به یې) په لیکلي بڼه ورته وړاندې کړو.

د دویمې ورځې د غونډې ګڼ اړخونه به په راتلونکې کې په نورو لیکنو کې په تفصیلي بڼه روښانه شي، نن ځینې داسې خبرې هم وشوي چې د هغو لیکل تفصیل ته اړتیا لري او باید له ځوانانو سره شریک کړای شي تر څو د پردې تر شا د دسیسو، ګواښونو، طرحو او پلانونو څخه افغان ځوانان خبر شي او د هغوی د مخنیوي د پاره په ګډه کار وشي.

د ګران لوی خپلواک افغانستان په هیله!

یا رب توفیق!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x