نظــر

سرچېنه: امریکا د مخدره موادو د سوداګرۍ لپاره په افغانستان کې پاته کېږي

افغانستان د جګړې د شنونکې امریکايي پلاوي یوه غړي ګورډین ډوف ویلي، چې په افغانستان کې د امریکا د پاتې کېدو یوازنی دلیل په دغه هېواد کې د تولېدونکو نشه يي توکو سوداګړي او له هغې ګټه پورته کول دي.
ډوف پر امریکا تور پورې کړی، چې په افغانستان کې د هېروینو څو ملیارد ډالري ګټه او کاربار د امریکا له پاره یوه تر ټولو په زړه پورې مسله ده.

خبریال وېب پاڼې په خپل یوه راپور کې د ګورډین ډوف له خولې ویلي: د افغانستان هیروین د امریکا له پاره یوه دلچسپه مسله ده، امریکا په همدې خاطر په افغانستان کې پاتې کېږي، تر څو د هیروینو څو ملیاردي ګټه تر لاسه کړي.
دغه امریکايي شنونکي چې د افغانستان د امریکایي ماموریت په باب یي ۵ کتابونه هم لیکلي ویلي، چې د امریکا فوجیان هر کال د ملیاردونو ډالرو په ارزښت هیروین د هوا لارې د امریکا، سویلي اسیا او اروپا مارکېټونو ته انتقالوي.
ګورډین ډوف همدا راز زیاته کړې، کله چې په ۲۰۰۱ کال کې امریکایانو د شمالي ایتلاف په مرسته د طالبانو حکومت ړنګ کړ هغه مهال دغلته د تریاکو کاروبار او کرکیله تقریبا له صفر سره برابره وه لیکن اوس دغه سوداګري او کاروبار په بې سارې توګه ختلی او افغانستان د ټولي نړۍ نږدې ۷۵ سلنه هیروین برابروي.
ویل شوي چې د افغانستان هیروین تر ډېره بریده له هلمند څخه د تایلند مرکز بنکاک او د آلمان په هامبورګ کې د امریکايي پوځیانو اډو ته انتقالیږي او له هغه ځایه د هیروینو سوداګریزو شبکو ته په لوړه بیه په واک کې ورکول کېږي.
ډوف دغه څرګندنې پر داسې مهال کړې، چې همدا اوس د افغانستان او امریکا تر منځ پر امنیتي تړون د دواړو هېوادونو د چارواکو تر منځ نانندرۍ روانې دي او له خبریالانو سره د کرزي د ځانګړې ناستې له جزیاتو داسې بریښي،چې نوموړی له خپله درېځه د شاتګ په حال کې دی.
په عین حال کې ځینې معتبر رپوټونه وايي کېدای شي، ډېر ژر د امریکا ولسمشر اوباما افغانستان ته راشي او له ولسمشر کرزي سره د افغانستان او امریکا تر منځ امنیتي تړون لاسلیک کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x