نظــر

 افغان فوج ، او د امریکایانو هیلي …!!!

لیکوال: موسی فرهاد

امریکایان د خپل پنځلس کلن یرغل یوه لویه لاسته راوړنه دا ګڼي چې په افغانستان کې یې د امریکايي ګټو ساتونکی یو داسي دیمکراتیک سيټ آپ رامنځ ته کړی، چې خواوشا دري نیم سوه زره وسلوال پوځ یې د میلیاردونو ډالرو په مټ ورته تربیه کړ .

دوی هیله مند وو چې دا پوځ به هغه ځواک وي چې نور به امریکایان د افغانستان د ستراتیژیکي رهبرۍ لپاره په آرامه په څو محدودو بیسونو کې ځای پرځای وي او دفاع به یې همدا تربیت شده افغان اردو کوي .

خو کله چې یې په وړاندي د طالبانو په مشرۍ د افغان ولس کرکه او مقاومت ورو ورو مخ په زیاتیدو شو ، او په مقابل کې یې ځای ځای جبهي او زیاتره چریکي بریدونه دومره پیاوړي او اغیزناک شول چې د هغه اردو له منځه هم ورباندي بریدونه پیل شول ؛ نو د امریکایي اشغالګرو هغه هیلي یې ټولي په اوبو لاهو کړي چې دوی له وړاندي د افغان اردو په جوړولو کې اټکل کړي وي .

د افغان پوځ له منځه، پیل شوي کاري بریدونه چې په انګریزي کې دوی ورته insider attacks  یا  “green-on-blue” attacks نوم کاروي ؛ تر 2007م کال وړاندي ډېر کم تر سترګو شوي وو ؛ ولي له 2007م نه وروسته یې داسی بڼه غوره کړه چې د امریکا په مشرۍ اشغالګر ځواکونه یې ټول هک پک حیران او یو پربل په مکمل ډول بې باوره کړل .

پر امریکایی او نورو بهرنیو ځواکونو باندي د افغان ملي اردو یا پولیسو په یونیفورم کې د نفوذي مجاهدینو له لوري سخت کاري ګذارونه وشول چې په پنځلس کاله کې د بهرنیانو د ټولو تلفاتو 21٪ سلنه برخه تلفات د همدې نفوذي مجاهدینو له لوري ورته رسیدلي ده.

د لانګ وار جورنال په قول : له 2007م راهیسي لږ تر لږه له 15٪ تر 21٪ سلني پوري نړیوال او افغان ځواکونه د همدې نفوذي بریدونو په پایله کې وژل شوي او 33٪ سلنه یې زخمیان شوي دي .

At least  from 15% to 21%  international troops and afghan allied were killed, and 33% wounded, in these types of attacks – known as “Green on Blue” – since 2007.  — according to the Long War Journal

د یوې شمېرني له مخي د امریکي دفاع وزارت ویلي چې په 2012م کې پر موږ 64 بریدونه د نفوذي کسانو له لوري ترسره شول .

د دې ترڅنګ امریکایان وایی چې د یوه کال په موده کې زموږ پر عسکرو باندي 7,228 ښخ کړای شوي ریموټ کنټرول ماینونه وچاودیدل چې 43٪ تلفات مو له همدې لاري وګالل . او نور تلفات مو په مخامخ جګړو ، فدايی بریدونو او پر نظامي بیسونو د توغندیو ویشتلو په پایله کې لیدلي دي .

نو دا یو آساسي علت شو چې د افغان اردو په جوړولو کې د امریکایانو هیلي او ګټي نیمګړي شوي . داسی چې دوی یې هیڅ ګمان نه و کړی .

 د چارواکو خپلمنځي بې باوري

کله چې امریکایي ځواکونو د خپلو سرتیرو د کمولو پریکړه اعلان کړه ، نو د کابل د تپل شوي سیټ آپ چارواکي د خپلي بقاء په اړه نور هم مایوسه شول. پوځي او غیرپوځي چارواکي چې مطلقاً د امریکا پر ډالري معاش سره را غونډ دي او بله هیڅ بنیادي انګیزه نلري ؛ ټول پخپلو کې سره بې باوره شول ، ګډوډي او اختلافونه پکي را څرګند شول ، تردې چې اوس په هیواد کې عملاً دوه بې واکه حکومتونه واک چلوي .

داسي یو نا اټکل شوي سیاسي او انتظامي ګډوډيشن د ملکي او عسکري چارواکو ترمنځ فاصله را پیدا کړه ، دا فاصله دې سرحد ته ورسیده چې په یوه سیمه کې عسکر د طالبانو له لوري محاصره وي ، چارواکي نشي کولای چې د خلاصون لپاره یې نور قطعات ورواستوي ، او یا د هغوی اکمالات وکړي .

حتی داسی هم پیښه شوه چې د طلوع نیوز د خبر په آساس په ارزګان کې د جګړې لپاره د کابل چارواکو له متقاعدو ترافیکو نه غوښتنه کوله چې جګړې ته ولاړ شي .

دغه ډول بې اعتمادي دې حالت ته ورسیده چې هرځای په سلګونو او لسګونو عسکري قطعات د مجاهدینو لیکو ته تسلیمیدل پیل شول. او دا لړۍ په ډېره تیزي سره اوس هم جریان لري .

د دوی د خپل منځي بې باورۍ او ناهمغږۍ په پایله کې د امریکایی جنرال نیکولسن په وینا په یوه میاشت کې 900 افغان عسکر په اوسط ډول ، له طالبانو سره په جګړو کې وژل کیږي .

د غزني ولایت یو سیمیز طالب قومندان ماته خپله کیسه کوله ، چې موږ د یوې لویې قرارګاه له څو عسکرو سره رابطه وکړه چې راتسلیم شي او یا پرقرارګاه د حملې لاره راته برابره کړي ؛ ده راته وویل چې زه به د خپلي پیرې پر مهال تاسو تر دې ځایه راورسوم ، په دې کې ډېروخت تیر شو ، وروسته عسکر راته وویل : چې دلته اوس بې باوري زیاته ده ، زه نه شم کولای چې د خپلي پیري وخت ځان ته مالوم کړم ، داسی چې قومندان او یا تر هغه ورپورته د بل کنډک قومندان د پیره دارانو نومونه لیکلي وي ، وخت نه ورته ښيی چې وایی هسی نه طالبان راباندي راولي ، کله چې د هر عسکر د پیرې وخت شي ، په همغه وخت کې یې قومندان او څو نور عسکر راځي عسکر راپورته کوي ، کله چې یې د پیرې په ځای کې کښینوي وسله ورته سپاري او دویم اعتمادي پیره دار بیا د هغه لپاره کښینوي ترڅو لومړی پیردار وڅاري .

   د افغان عسکرو د بمبارولو لامل

د بهرنیو ځواکونو جنرالانو په وار وار له روانو حالاتو ژوره اندیښنه څرګنده کړي ده. دوی هر یو پخپله وینا کې وایی چې موږ د افغان ځواکونو له روان حالت نه ډېر اندیښمن یو . بیانونه یې په میډیا کې راځي .

له یوه طرفه دوی د افغان عسکرو په ملاتړ په جګړه کې برخه اخلي ، ځکه چې پر هغوی یې د مقاومت باور نشته ، ګمان کوي چې هسي نه سیمي طالبانو ته پرږدي ، خو له بل طرفه بیا ځان ورنژدي کولای نشي چې د عسکرو له منځه د به د مجاهدینو نفوذي کسان ورباندي برید وکړي، او په عین وخت کې دا ویره هم لري چې کورني عسکر طالبانو ته تسلیم نشي .

نو کله چې پر هغوی باندي لږ شک ورته پیدا شي ؛ سمدستي ورباندي بمبار وکړي. او کله نا کله داسی هم وي چې د اردو د عسکرو ترمنځ خپل اختلافات وي ، هغوی بیا امریکایانو ته د یو او بل شکایتونه کوي او بیا د همدې شکایتونو پر بنسټ امریکایان پر چا باندي بمبار وکړي .

د دې ډول پیښو نوعیت یو په ارزګان کې رامنځ ته شو چې د پخواني قومندان مطیع الله 8 تنه وسلوال عسکر د کندهار د رازق په اشاره ووژل شول .

دویم د پکتیا په جانیخیلو کې رامنځ ته شو چې یو کنډک عسکرو باندي طالبانو ته د تسلیمیدلو شک پیدا شوی وو ، نو ویل کیږي چې امریکایانو بمبار کړل .

پایله

نو دې پورتنیو دلایلو ته په کتو سړی ویلای شي چې د افغان پوځ په روزنه کې چې امریکایانو کوم امیدونه تړلي وو ؛ هغه ټول په مطلق ډول په ناامیدۍ او مایوسۍ بدل شوي دي .

1 –  دا ځکه چې یو خو افغان قوم فطرتاً له ګوډاګیتوب نه کرکه لري ، د زړه له تله یې دا نه خوښیږي چې د پیسو او یا قدرت په بدل کې دین ، وطن ، عقیده ، ناموس او خپل تاریخ وپلوري . او که بیا هم داسی څوک پکښې پیدا شي نو هغوی به د ګوتو په شمېر وي . پر امریکایی ټرینرانو باندي د خپلو شاګردانو له لوري بریدونه کول یې ډېر واضح ثبوت دی .

2 –  دویم داچې افغانان طبعاً خصوصاً پښتانه له هغه چا سره چې هغوی د دین او وطن د آزادۍ پخاطر مبارزه او جهاد کوي ؛ دوی که څه هم په مخالفت کې یې ولاړ وي ؛ خو کرکه ورنه کول او یا یې په مقابل کې په کلکه دریدل ؛ د دنیا او آخرت بربادي او تباهي ګڼي .

3 –  درېیم داچې د امریکایانو بې باوري پر افغان عسکرو او د افغان عسکرو خپل منځي بې اعتمادي ، همدارنګه له اصلي سره پوځ د قومونو او سمتونو پر بنیاد جوړول ؛ هغه څه دی چې نن یې د امریکا او ناټو د یوې نیمي لسیزي ټولي خوارۍ په اوبو لاهو کړي ښکاري .

4 – څلورم داچې د طالبانو هغه تګ لاره چې په تسلیمیدلو سره ، به د عسکر د سراو مال ساتنه کیږي او په عزت سره به له خپلي کورنۍ سره خپل عادي ژوند پیلوي ؛ دغه تګلاره یې خورا اغیزناکه او مؤثره ثابته شوي. چې په سلګونو او لسګونو عسکري قطعاتو خوا اړولي او له طالبانو سره یوځای شوی دي .

پای

والسلام

2016 / نومبر /30

موسی فرهاد

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x